تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۵۰۰)
نوم: محمود الحسن محمود
سوال :د ميراث لمړي شرائط او دحقدارانو توضيح راکړي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ميراث لپاره درې شرائط کتاب راوړي دي:
اول: د مورث مرګ به يقيني وي يعني سړى به حتماً مړ وي.
دوهم: وارث يعني ميراث وړونکی به د مورث تر مرګ وروسته يقيني ژوندى وي.
دريم: د ميراث د وړلو مانع به موجود نه وي، هغه په دې ډول چي وارث( ميراث وړونکي) ته به معلوم وي چي دخپل دقرابت جهة چي د مړي پلار دى، يا يې زوى دى يا يې ورور دى يا يې ښځه ده يا يې خاوند دى وغيره موانع د ميراث چي سړى د خپل مړي څخه ميراث نه سي وړلاى څلور شيان دي:
۱: مرییتوب- د مريي ميراث د بادار دى.
۲: قتل: قاتل د مقتول څخه ميراث نه سي وړلاى.
٣: کافر د مسلمان او مسلمان د کافر څخه ميراث نه سي وړلاى.
۴: حرب: حربي د ذمي څخه او ذمي د حربي څخه ميراث نه سي وړلاى. (۱)
حقداران د ميراث ډېر دي، دلته يې بيان نه سي کېدلاى، په مختصر ډول اول اصحاب الفرائض دى، دوهم: عصبات، دریم: ذوي الارحام دي.
اصحاب الفروض پر ١٢ قسمه دي، عصبات په دوه قسمه بيا پر درې قسمه دي، ذوي الارحام پر څلور قسمه دي(٢).
والله اعلم و علمه اکمل واتم
جواب: مولوي رفيع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): شترط لثبوت الحق في الميراث ثلاثة شروط: وهي موت المورث، وحياة الوارث وانتفاء الموانع فذكر الحنفية أربعة موانع مشهورة: هي الرق، والقتل، واختلاف الدين، واختلاف الدارين. الفقه الاسلامي: ج٨، ص٢٥٣- ٢٥٥.
(۲): سراجي في المیراث.