تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجې مياشت له محترمو مياشتو څخه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 20, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ذوالحجې مياشت له محترمو مياشتو څخه ده

 

موږ ته پکار ده، چي


۱).   د فرضي عباداتو تر څنګ د قرآن کريم تلاوت، اذکار او نور صالح اعمال صحيح او زيات کړو؛

 

۲).   له هر ډول منع سوو کړنو (د سترګو ګناه، د ژبي ګناه، د لاسونو يا پښو ګناه، تکبر، درواغ، غيبت، بهتان، اسراف او نورو جرائمو) څخه ځانونه وساتو؛


۳).  له ښو او مصلحو خلکو سره اړيکي وپالو او له بدو او ناکاره خلکو سره اړيکي پري کړو؛


۴).   د کورنۍ او ټولو تر لاس لاندي کسانو سره د رحم او عاطفې تعامل وکړو؛


۵).   د علماوو، استاذانو او مشرانو سره د درناوي تعامل وکړو؛


۶).   د شتمنو پر ځای د بيوزلو، کونډيانو، يتيمانو، معلولينو او نورو مستحقو کسانو تلاښ وکړو او تر اختر مخکي د خپل وسع مطابق د هغوی اړتياوي ور پوره کړو او په اختر کي د‌ اختري غوښي او نور صدقات ور ورسوو.


نوټ:   ځيني خلک د اختري غوښي هغو کورونو ته استوي، چي هغوی هم اختری کړی وي. پکار داده چي هغه چاته د اختري غوښي واستول سي، چي هغوی اختری نه وي حلال کړی.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته