سیرت نبوي (۱۴۶برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بدر په جنګ کي د صادقه ايمان څو نمونې
د بدر د جنګ په جريان کي نوري ډيري واقعې هم پيښي سوي دي چي د مسلمانانو پر صادقه ايمان، پر ثابته عقيده، په جنګ کي شجاعت او د دوى پر همت او مړانه دلالت کوي، په دې جنګ کي پلرونه د زامنو سره مخامخ سوه، وروڼه د وروڼو سره مخامخ سوه، څرنګه چي دوى په عقيده کي سره مخالف وه نو د دوى په منځ کي فيصله په توره سره وسوه، مظلوم د ظالمه سره مخامخ سو او خپل د مظلوميت حق يې واخستى، چي موږ د هغې جملې څخه يوه د عُمير بن الحُمام واقعه هغه چي خرماوي يې وغورځولې او جنګ ته داخل سو او بيا شهيد سو او بله د عوف بن الحارث واقعه چي زغره يې وکښل او جنګ ته داخل سو او شهيد سو د مخه درته بيان کړې، خو زه به يو څو نوري داسي واقعې چي د مسلمانانو پر صادقه ایمان او پوره شجاعت دلالت کوي د مثال او نمونې پر قسم درته بيان کړم.
1- د کفارو په لښکر کي يو سړئ ؤ چي د اوسپني د ځنځيرانو کالي يې اغوستي وه، د سر څخه تر پښو پوري يې په ټول بدن کي بېله دوو سترګو بل هيڅ ځاى نه معلومېدى، فقط سترګي يې معلوميږي او په جنګ يې شروع وکړه پر هر طرف حملې کوي وارونه کوي چپه او راسته طرف ته وهل کوي مسلمانان زخميانوي، خو بالمقابل مسلمانان پر ده وارونه کوي او دئ وهي، په توره، په نېزه، په غشو، مګر ده د اوسپني د ځنځيرانو کالي اغوستي دي هيڅ اثر نه پرکوي، مسلمانان د ده د وهلو څخه عاجزه سوه څه په وکړي؟ پر ده هيڅ وارى تاثير نه کوي او دغه کافر ډېر مسلمانان زخميان کړه، نو د مسلمانانو څخه يو نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! دغه سړي په عذاب کړو، خوږ يې کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و زبير بن العوام رضی الله عنه ته ور ږغ کړه، زبير رضی الله عنه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه زوى دى ډېر قوي او جنګي پهلوان دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چي د دغه سړي يوه چاره وکه، د وهلو لار ورته پيدا که، مسلمانان د هري اسلحې وارونه پرکوي او پر مښلي خو تاثير نه پر کوي، خبره دا نه ده چي څوک وارى نه سي پرکولاى، وارونه پر کيږي خو فايده نه لري ځکه سر تر پايه په اوسپنه پوښلى دى، زبير رضی الله عنه وايي: ورغلم شا وخوا پر وګرځېدم ګورم چي په دغه اوسپنه کي به يو ځاى سُرئ وي يا به يې د بدن يوه حصه لڅه وي، خو هرڅه چي پر وګرځېدم بېله سترګو بل ځاى يې نه معلومېدى، په حيرت کي يم چي څنګه يې و وژنم؟ وايي بيا هم پر وګرځېدم او دئ چپه او راسته طرف ته مسلمانان وهي او هيڅوک هيڅ نه سي په کولاى، زبير رضی الله عنه وايي: نو د مخ د طرفه ورته و درېدم او نېزه مي ښه ورته برابره کړه، ښه نښان مي ونيوى او د ده پر سترګه مي د نېزې وارى وکړی، نېزه هم برابره ورغله د ده پر سترګه ومښتل او تر څټ يې و وتل، دغه کافر په دغه واري و وژل سو او الله جل جلاله مسلمانان د ده د شره څخه خلاص کړه.
په جنګ کي داسي نښان ويشتل او دومره دقت چي د جنګ په حالت کي دي د نېزې په ویشتلو سره سترګه هم نه ځني خطا کيږي دا لوى هنر دى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابِ کرامو جنګي قدرت په دغه اندازه سره ؤ.
2 - قتاده رضی الله عنه په دغه جنګ کي پر سترګه زخمي سو، توره يې پر مخ ومښتل مخ يې څيري سو او سترګه يې لاندي پر باړخو ( غُمبُری) و لوېدل، سترګه يې په رګو ځړيږي او ويني ځني بهيږي، نو د جنګ د ميدان څخه و وتى ځکه نور یې جنګ نه سواى کولاى، ځينو انصارو ورته و ويل: راسه چي سترګه دي در پرې کو، ده و ويل يا! ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و نه وينم کار نه په لرم چي هغه څه راته وايي، نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پر دغه حال چي سترګه په ځړيږي ورغلى، دلته نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لاس الْهي معجزه ښکاره سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل: يا قتاده! راسه، قتاده ورغلى د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ ته کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې سترګه ور پورته کړه په هغه خپل غالب کي يې کښېښوول او بيا يې خپل مبارک لاس پر تېرکړی، قتاده رضی الله عنه وايي: والله نه پوهېږم چي کومه سترګه مي زخمي سوې وه، سترګه مي داسي جوړه سوه لکه اول چي وه، دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو معجزو تر څنګ يوه بله معجزه وه چي د بدر په ورځ ښکاره سوه.
3 - د بدر په ورځ جنګ او معرکه شروع دي چي د عُکاشه بن محصن الاُسدي رضی الله عنه توره په جنګ کي ماته سوه، اوس نو جنګ په څه شي سره وکړي؟ و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! هغه زما توره ماته سوه او اوس توره نه لرم، رسول الله صلی الله علیه وسلم يو لرګئ په لاس ورکړی ويل: يا عُکاشه! په دغه جنګ کوه، کوم وخت چي عکاشه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دغه لرګئ واخستى او په لاس کي يې وښوراوه د ده په لاس کي اوږده، پنډه، قوي، سپينه او ځلانده توره سوه، په دغه توره يې د جنګ تر آخره او د مسلمانانو تر نصرته جنګ وکړی.
پر دغه توره يې د (اَلعَون) نوم کښېښاوه، يعني: مرسته، عُکاشه رضی الله عنه به دغه توره همېشه و هر جنګ ته ور سره وړل او جنګ به يې په کاوه، ترڅو چي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه پـه خلافت او د رِدت په جنګو کي شهيد سو، نو دغه توره هم د نبوت د معجزو څخه یوه معجزه وه.
4 - رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته و ويل:که څوک د ابوالبختري بن هشام سره مخامخ سو نه دي يې وژني.
ځکه ابوالبختري هغه څوک ؤ چي په مکه مکرمه کي يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هيڅ آزار نه ؤ رسولى او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده څخه داسي کار نه ؤ ليدلى چي د ده صلی الله علیه وسلم دي نا خوښه وي او ابوالبختري د هغو خلکو څخه ؤ چي هغه د قريشو د مقاطعې يا بنديز د ماتېدلو سبب وګرځېدل، ستاسي به يې قصه په ياد وي چي قريشو د مسلمانانو سره خرڅول او رانيول منعه کړل، يا په اوسنۍ اصطلاح بنديز يې پر ولګاوه، د هغې عهد نامې په ماتولو کي دغه ابوالبختري حصه واخستل، نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفاء وه چي د هغه وخت د نېکۍ بدله يې اوس ورکول او هغه مرسته چي ابوالبختري د مسلمانانو سره کړې وه ميړانه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېړه سره ميړانه کول، د تيرو وختو نيکي يې په دغه مشغوله او سرګردانه ورځ کي په ياد وه او غواړي چي بدله يې ورکړي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم و فرمايل: زه پوهېږم چي د بني هاشم کوم خلک چي جنګ ته راغلي دي، دوى په ناخوښي سره دغه جنګ ته را وستل سوي دي، دوى زموږ سره د جنګ کولو هيڅ شوق او ضرورت نه درلودى نو که څوک په جنګ کي د بني هاشم سره مخامخ سي نه دي يې وژني او که څوک د عباس بن عبدالمطلب سره مخامخ سو نه دي يې وژني ځکه هغه په زور را وستل سوى دى، هلته يو صحابي ؤ چي نوم يې (ابوحُذَيفه) ؤ او د هغه عُتبه زوى او د هغه شيبه وراره او د هغه وليد ورور ؤ چي د جنګ په شروع کي په مبارزه کي و وژل سوه، ابو حذيفه رضی الله عنه چي پخوا لا مسلمان سوى ؤ او هجرت يې کړى ؤ اوس په بدر کي د مسلمانانو ملګرى دى،
کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه امر و ده ته ورسېدى چي عباس مه وژنى يوه سخته جمله يې و ويل، که څه هم دغه جمله يې مخامخ و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نه و ويل، خو څرنګه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوامر د څو نفرو په واسطه شا وخوا و ټولو مسلمانانو ته رَسَوَل کېدل، نو کوم وخت چي ابو حذيفه ته دا امر ورسېدى چي عباس مه وژنى ابو حذيفه و ويل: عجبه ده! عُـتبه وژل کيږي موږ خپل پلرونه، خپل وروڼه، خپل اکاګان، خپل قوم وژنو او عباس پرېږدو؟ په والله که د عباس سره مخامخ سوم پر مخ به يې په توره و وهم، دا خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدى چي حذيفه دغسي و ويل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ولاړ ؤ هغه ته يې مخ ور واړاوه او ويل: يا ابا حَفص! آيا د رسول الله د اکا مخ په توره وهل کيږي؟ عمر رضی الله عنه توره پورته کړه ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي د ابو حذيفه غاړه په دغه توره ور پرې کړم په والله ابوحذيفه منافق سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا! پرې يې ږده يا عمر! په وروسته کي ابو حذيفه رضی الله عنه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عذر وکړی او ويل: يا رسولَ الله! والله نه پوهېږم چي دغه جمله مي څنګه تر خوله و وتل، دغه خبره مي بېله قصد او اِرادې ترخوله و وتل، ابو حذيفه رضی الله عنه وايي: زه د دغه خپلي خبري څخه چي په دغه ورځ مي ناڅاپه ترخوله و وتل هيڅ وخت په أمان کي نه وم او تر اوسه پوري بېرېږم، مګر الله جل جلاله د دغي خبري ګناه په شهادت را پټه کړي، يعني: دغه ګناه مي بېله شهادته بل شئ نه سي پټولاى او ابو حذيفه رضی الله عنه د يمامې په ورځ د مسیلمة الکذاب په جنګ کي شهيد سو (يمامه) په نجد کي د يوه ځاى نوم دى.
د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د خلافت په وخت او د رِدّت په جنګو کي چي مسلمانانو په يمامه کي د هغه مسيلمة الکذاب د لښکرو سره جنګ کاوه چي د نبوت دعوه يې کړې وه، ابو حـذيفه رضی الله عنه شهيد و وژل سو، خو تاسي د صحابۀ کرامو و بيري ته وګورى: ابو حذيفه رضی الله عنه د پلار، ورور او اکا مرګ لږ وخت د مخه په خپلو سترګو وليدى، معلومه خبره ده چي د هغو په وژل کېدلو خواشينى ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امره څخه مخالِف يې يوه خبره چي هغه هم قصداً او عمداً نه وه تر خوله و وتل، د هغې خبري د جِبران دپاره يې شهادت غوښتى او ويل: دغه ګناه بېله شهادته بل شئ نه سي را پاکولاى او آخر يې هم شهادت په نصيب سو. (اوس ابوالبختري ته راسئ)
هلته جنګ شروع دى، ابوالبختري د خپل يوه ملګري په ملګرتيا جنګ کوي چي د انصارو يوه ډله پر راغله، په دې ډله کي يو نفر ؤ چي نـوم يې (مُجَذِّر) ؤ، مُجَذِّر پر ږغ کړه ويل: يا ابا البختري! ليري سه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ستا د وژلو څخه منعه کړي يو، ابوالبختري و ويل: او دا زما ملګرى؟ مُجَذِّر ويل: يا والله موږ ستا ملګرى نه پرېږدو، ستا د ملګري د وژلو څخه نه يو منعه سوي فقط ستا د وژلو څخه منعه سوي يو، ابوالبختري و ويل: په والله زه او زما ملګرى به دواړه يو ځاى وژل کيږو، مُجَذِّر و ويل: زه ستا سره کار نه لرم مګر ستا د ملګري سره حساب لرم، مُجَذِّر د ابوالبختري پر ملګري حمله وکړه مګر ابوالبختري د مُجَذِّر سره جنګ شروع کړی، مُجَذِّر د خپل ځان څخه ابوالبختري پوري واهه او غواړي چي ملګرى يې و وژني مګر ابوالبختري غواړي چي مُجَذِّر و وژني، بيا هم په مُجَذِّر پوري مښتى دى او کوښښ کوي چي وارى پر وکړي، مُجَذِّر د خپل ځان د دفاع په سبب مجبوره سو ابوالبختري يې و واهه او ويې وژى، وروسته مُجَذِّر و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او عذر يې ورته وايه، ويل: يا رسولَ الله! والله ما نه وژى مګر قريبه وه چي ما و وژني، ده نه پرې ښوولم، کوم وخت چي پوه سوم چي نه مي پرېږدي او وژني مي نو مي و واهه او ومي وژى، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه عذر ځني راضي سو.
دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر پر إطاعت د صحابۀ کرامو د حرص يوه نمونه وه.
5 - د بدر د جنګ د عجيبو واقعو څخه يوه هم هغه واقعه ده چي د عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه او اميه بن خلف په منځ کي پېښه سوه، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه او اميه بن خلف د جاهليت په وختو کي په مکه مکرمه کي دوه خواږه ملګري او آشنايان وه، (خير قصې ته راسه)
د بدر په ورځ پسله جنګه څخه اميه بن خلف او زوى يې چي علي نومېدى د جنګ په ميدان کي ولاړ دي، اوس خو کفار د جنګ د ميدان څخه تللي دي او ميدان خالي دى مګر اُميه بن خلف او زوى يې ولاړ دي، دا هم په دې سبب چي اُميه چاغ او پنډ سړئ ؤ ځغستلاى خو نه سي حتّْی سپرېدلاى لا هم نه سي چي ولاړ سي او وتښتي، اُميه پوه سو: که وتښتم وژل کېږم، نو يې د تسليمېدلو نيت او إراده وکړه او وايي: بايد و داسي چا ته تسليم سم چي هغه مي وساتلاى سي، په دغه وخت کي عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه د جنګ په ميدان کي د کفارو پاته شيان يا غنيمتونه ټولوي او د اُميه و منطقې ته ور نژدې سو، عبدالرّحمْن يو څه زغري د ميدان جنګ څخه ټولي کړي دي او غواړي چي دغه زغري يوسي د لښکر تر شا يې کښېږدي او بيا راسي نور غنيمتونه ټول کي ځکه دکفارو لښکر وتښتېدى او خپل ور سره سامانونه يې ټول پر ميدان غورځولي دي، په دغه وخت کي چي د عبدالرّحمْن رضی الله عنه سره زغري ور سره دي پر اميه بن خلف ورغلى، اُميه ور ناري کړه: يا عبد وُد! ځکه د جاهليت په وختو کي د عبدالرّحمْن نوم عبد وُد ؤ، عبدالرّحمْن جواب ورنه کړی ځکه د مخه تر هجرت چي دوى په مکه مکرمه کي وه که به چا د عبد وُد په نامه ور ناري کړه ده جواب نه ور کاوه او ويل به يې: زه عبدالرّحمْن يم، کفارو به بيا ورته ويل: موږ رحمْن نه پيژنو نو موږ عبدالرّحمْن نه درته وايو بلکه عبدِ وُد درته وايو، ده بيا ورته و ويل: که تاسي عبد وُد را ته و واياست زه جواب نه درکوم، بيا يې پر دې اتفاق او فيصله وسوه چي د عبدالإلْه په نامه به درته وايو، اوس اُميه ور ناري کړه:يا عبد وُد!عبدالرّحمْن رضی الله عنه وايي: ما د پخواني عادت سره سم جواب ورنه کړى، اُميه چي تر اوسه خپله اسلحه ور سره ده زغره يې اغوستې ده بيا ورناري کړه: يا عبدالإلْه! عبدالرّحمْن رضی الله عنه وايي: ما ورته و ويل: ها څه وايې؟ اميه ويل: تر دغه زغرو ښه شئ نه غواړې؟ زه تر دغو زغرو چي ستا سره دي ښه او بهتر يم، پر ما داسي ورځ نه ده راغلې لکه نن، آيا تاسي و شيدو ته ضرورت نه لرى؟ يعني: که ما بندي ونيسې زه به په خپله فديه کي داسي اوښاني درکړم چي ډيري شيدې کوي.
عبدالرّحمْن وايي: ما چي فکر وکړی رشتيا هم دوى تر دغو زغرو ښه وه،
دوى ولي تر زغرو ښه وه؟ ځکه هرچا چه هر څوک اسير نيولى واى او د هغه اسير د خلاصولو دپاره چي بيا هر شئ په فِديه کي راغلى واى هغه شی به هغه د اسير د خاوند ؤ، دا د پخوانيو جنګو قانون ؤ، نو عبدالرّحمْن وايي: زغري مي وغورځولې او دوى مي تر لاسو ونيول رهي مي کړل، عبدالرّحمْن وايي: زه د اُميه او د ده د زوى په منځ کي رهي وم چي اميه پوښتنه را څخه وکړه ويل: په تاسي کي هغه سړئ څوک ؤ چي د نُعامې بڼکي يې پر ځېګر ايښي وې؟
نعامه يو لوى مرغه دى او حمزه رضی الله عنه به په جنګ کي د دغه مرغه بڼکي پرخپل ځيګر ايښوولې چي په هغه سره به معلوم او نښاني ؤ.
نو اُميه وايي: په تاسي کي هغه سړئ څوک ؤ چي د نُعامې بڼکي يې پر ځيګر ايښي وې؟ ما ويل: هغه حمزه بن عبدالمطلب ؤ، اُميه ويل: دغه سړي په موږ دغه کارونه وکړه، عبدالرّحمْن وايي: دوى مي ترلاس نيولي دي او دوى بېله مخالفته او تکليفه زما سره رهي دي چي بلال رضی الله عنه په مخه راغلى او اميه بن خلف هغه څوک دى چي په پخوا کي د بلال مالک او بلال يې مريئ ؤ او دغه اميه ؤ چي و بلال رضی الله عنه ته يې سخت سخت عذابونه ورکول، اوس چي بلال رضی الله عنه اميه وليدى چي اسير نيول سوى دى ناري يې کړه: اميه بن خلف! دکفارو مشر! يا به زه يم يا به دئ، عبدالرّحمْن ورته وايي: يا بلال! دا زما اسير دى بلال رضی الله عنه وايي ستا اسير دى که نه دى والله ژوندئ يې نه پرېږدم، عبدالرّحمْن رضی الله عنه ورته وايي: دغه خبري پرېږده دا زما اسير دى، بلال وليدل چي عبدالرّحمْن يې نه را پرېږدي نو يې په لوړ آواز ناري کړه: يا انصارَالله! دغه د کفارو رئيس او هغه اميه بن خلف دى چي په مکه مکرمه کي يې ما ته سخت سخت عذابونه او آزارونه راکول، د انصارو ډله پر را ټوله سوه، عبدالرّحمْن خپل بنديان رهي کړي دي او دوى د شا د طرفه په پسې سوه ترشا يې په نېزو وهي، عبدالرّحمْن پوه سو چي بنديان نه راپرېږدي وژني يې، نو يې بنديانو ته و ويل: درځغلى چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځان و رسوو چي و مو ساتي، مګر اميه چاغ دى نه سي ځغستلاى او عبدالرّحمْن يې کشوي، خو هيڅ نه سي کولاى ځکه انصار په پسې دي او وهي يې، عبدالرّحمْن ودرېدى انصارو ته يې مخ ور واړاوه او ويل: مه کوى دا زما اسير دى کار مه په لرى مګر بلال رضی الله عنه بيا وايي: دا هغه سړئ دى چي زما سره يې داسي او داسي کول، هغه خپل وهل او عذابونه بيانوي غواړي چي انصار په قهر کړي، انصار هم د بلال رضی الله عنه پر طرف دي او وايي: دا سړئ نه بندي کيږي دئ بايد و وژل سي.
عبدالرّحمْن رضی الله عنه وايي د شا د طرفه يوه سړي د اُميه زوى پر پښه په توره و واهه، هغه غځار سو او ولوېدى، اميه دومره لويه چغه وکړه چي ما په خپل ژوند نه وه اورېدلې، ما ويل: ته پر هغه مه ژاړه خپل ځان دي خلاص که په والله زه ستا د پاره هيڅ نه سم کولاى.
اوس عبدالرّحمْن پوه سو چي دوى د اُميه د وژلو قصد کړى دى او نه يې پرېږدي نو ويل: يا اُميه! اوږد پر مځکه پرېوزه هغه هم پرېوتى، عبدالرّحمْن سربېره پر پرېوتى غواړي چي په دغه طريقه سره يې د تورو او نېزو د وهلو څخه وساتي او بيا هم دغه وايي: دا زما اسير دى کار مه په لرى او بلال رضی الله عنه نارې وهي! مړ يې کړی مړ يې کړی! حتّْی تر ده لاندي يې مه پرېږدى، يو د دې خوا توره ور اوږده کي بل د ها خوا د نېزې څوکه په جګه کي دغه وارونه دي د هره طرفه پرکيږي په دغه حالت کي د عبدالرّحمْن و پښې ته هم يو وارى ور ورسېدى او د هغه پښه هم زخمي سوه، خو آخر يې اميه بن خلف په دغه وهلو کي و وژى.
دا هغه د اسلام او مسلمانانو دښمن اميه بن خلف ؤ چي بلال رضی الله عنه ته يې قسم قسم عذابونه او رنګارنګ زحمتونه ورکړي وه او مرګ يې په دغه ډول سره ؤ: چي د هره طرفه توري په ننوتلې د تورو او نېزو په څوکو و وژل سو.
اوس نو عبدالرّحمْن رضی الله عنه د اميه تر مرګ وروسته ولاړ سو او ويل: الله دي بلال ته عفوه وکړي زغري هم را څخه ولاړې او بندي مي هم و وژل سو، ځکه هغه زغري چي ده ټولي کړي وې هغه د ده وې، هغه يې د بندي په سبب پرېښوولې او بندي يې بلال رضی الله عنه ور و وژى، نو ځکه يې و ويل: (غَفَرَ اللهُ لِبِلالٍ راحَت عَلَىّ أدرُع و َرَاحَ عَلَىّ الأسير) دا د هغه سرکښه او اسلام دښمن اميه بن خلف آخري حالتؤ.
يواځي اُميه بن خلف نه بلکه هرڅوک چي د اسلام او مسلمانانو دښمني کوي او پر ضعیفه مسلمانانو یې ظلم کړى وي که يې د ژوند په آخري حالاتو ځان خبرکړی تر اُميه يې ښه حال نه دى په نصيب سوى، څوک په بالښت وژل کيږي او څوک درې ورځي ځړيږي او د چا خو هيڅ مرګ او قبر هم نه وي معلوم او داسي نور ذِلّتونه.
6 - حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه په دغه ورځ خپل ماما چي عاص بن الهشام بن المغيره نومېدى و وژى، ښه متوجه سى: د دين او عقيدې اختلاف او جلا والى د قرابت او قوميت نژدېوالى د منځه وړي.
7 - او د هغوکسانو په جمله کي چي بنديان ونيول سوه يو هم عباس بن عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ؤ او دئ چا ونيوى؟ دلته دوه روايته دي څوک وايي: يوه انصاري ونيوى څوک وايي: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ونيوى، قصه يې يوه ده خو په هغه چا کي اختلاف دى چي دئ يې بندي را وستى، موږ به هغه روايت بيان کړو چي عبدالله بن مسعود رضی الله عنه بندي را وستى، اوس نو عباس رضی الله عنه جګ، برداره او غټ سړئ دى، خو عبدالله بن مسعود رضی الله عنه کوچنئ، ډنګر او ضعيفه سړئ دى، خلک ورته ګوري ډېر عجيب او نادره حالت او کيفيت دى، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د عباس رضی الله عنه لاسونه شا ته نيولي دي او دئ مخ ته پوري وهي، ترمخ يې ډېر لوى او غټ سړئ رهي دى او تر شا کوچنئ، ضعيفه، ډنګر سړئ په پسې دى او پوري وهي يې، خلک په تعجب کي دي چي دغه غټ سړئ څنګه و دغه کوچني سړي ته تسليم دى، يواځي دا نه چي تسليم دى بلکه د هغه په نيولو او پوري وهلو خوږيږي هم، په تکليف رهي دى د درد او زحمت علامې يې پرمخ ښکاره دي، څو د بنديانو ځاى ته يې راوستى، خلک پر عبدالله را ټول سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ولاړ دى، خلک و عبدالله ته وايي: يا ابن مسعود! دا غټ سړئ دي څنګه اسير او څنګه بندي ونيوى؟ عبدالله وايي:ما ترلاس ونيوى او دئ تسليم سو بس دغومره وه زما نيول او د ده تسليمېدل وه، بيا خلکو د عباس رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړه ويل: يا عباس! و دغه ډنګر او ضعيفه سړي ته څنګه تسليمېدلې؟ عباس و ويل: والله چي زه يې ترلاس ونيولم دومره قوت ور سره ؤ چي زه پر خپل لاس و بېرېدم چي را مات به يې کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل او وې فرمايل: يا ابن مسعود! پام کوه چي په ځان خطا نوزې او دا فکر و نه کړې چي زه قوي يم د ده په نيولو کي ملائکو مرسته در سره وکړه، دا ته نه وې چي دئ دي ونيوى بلکه دا ملائکه وه چي دئ يې اسيرکړی، مقصد دا چي په دغه جنګ کي ملائکو حتّْی د بنديانو په نيولو کي هم ګډون کړى دى.
8 - د جنګ تر ختمېدلو وروسته مصعب بن عمير رضی الله عنه په ميدان جنګ کي ګرځېدى وې ليدل چي يو انصاري د ده د ورور ابو عزيز چي د مشرکانو په لښکر کي ؤ او د مسلمانانو په مقابل کي جنګېدى لاسونه ور تړي، يعني: د مصعب رضی الله عنه ورور ابوعزيز يوه انصاري بندي نيولى دى او لاسونه يې ور تړي مصعب بن عمير رضی الله عنه وانصاري ته و ويل: ټينګ يې ونيسه د ده مور د مال او دولت خاونده ده ښايي چي د ده په مقابل کي ښه فديه درکړي، ابوعزيز و خپل ورور مصعب ته و ويل: آيا د خپل ورور په باره کي دي دغه سپارښت دى؟ مصعب رضی الله عنه ورته و ويل: ته مي ورور نه يې بلکه دغه انصاري مي ورور دى.
9 - کوم وخت چي مسلمانانو کفار بنديانول رسول الله صلی الله علیه وسلم په عريش کي ناست ؤ او سعد بن معاذ رضی الله عنه توره په لاس د عريش په دروازه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتني دپاره ولاړ ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سعد بن معاذ رضی الله عنه په مخ کي د ناخوښۍ علامې وليدلې چي د مسلمانانو په دغه کار نه ؤ راضي چي کفار بنديان نيسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل: يا سعد! لکه د قوم په دغه کار چي نه يې راضي؟
سعد رضی الله عنه و ويل: هو يا رسولَ الله! دا هغه اول شکست ؤ چي الله جل جلاله و مشرکانو ته ورکړی نو په دغه جنګ کي د مشرکانو وژل ما ته تر دې خوښ وه چي ژوندي پاته سي، يعني: نه به يې بنديانولاى بلکه وژلاى به يې.
10- د بدر د جنګ په ورځ يو صحرايي عرب چي نوم يې قَباف بن اَشَم ؤ دغه د بدر په منطقه کي موجود ؤ، کوم وخت چي يې لښکري وليدې پوه سو چي جنګ کيږي نو دالته پر يوه غونډۍ د سَيل او تماشې دپاره ورته کښېنستى، وايي: (د بل غم نيم اختر دى) قباف په جنګ کي ګډون نه دى کړى ځکه دئ د يوه طرفه څخه نه ؤ فقط سَيل بين او تماشا چي دى غواړي چي جنګ و ويني.
تاسي پوهېږى چي د بدر جنګ څومره وخت او موده په برکي ونيول؟ فقط دوه ساعته، دغه ټوله غزاء دغه لوى نوم فقط دوه ساعته وه، نه ورځي وې نه هفتې بلکه دوه ساعته وه، مګر قباف فکر کاوه چي دا جنګ به اوږد جنګ وي او دا يې فکر او ګمان ؤ چي د مسلمانانو لښکر ماتيږي ځکه د مسلمانانو شمېر نسبت وکفارو ته لږ ؤ، کفار زر نفره دي او مسلمانان درې سوه نفره دي نو قباف ناست دى او د مسلمانانو د شکست انتظار کوي، خو هغه دوه ساعته وروسته کفار په تېښته سوه نو قباف د ځان سره خبري کوي او وايي: والله ما په ژوند داسي عجبه نه وه ليدلې داسي ځغلي لکه ښځي، په دوه ساعته کي کفار تيت او پرک سوه، دا په تاريخ کي هغه کوتاه ترين جنګ دى، دغه قباف بن اشم هغه وخت نه ؤ مسلمان سوى خو بيا په وروسته کي د خندق تر غزاء يا د حُدَيبيې تر صلحي وروسته مدينې منورې ته د اسلام را وړلو دپاره ولاړى، مګر د مخه تر دې چي مسلمان سي غواړي چي د مسلمانانو حال ځان ته معلوم کړي چي څنګه خلک او څنګه اخلاق يې دي، دئ ناست دى خپل کشفيات او معلومات کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ږغ کړه: يا قباف! ده ويل: ها!
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: ته هغه نه يې چي بدر ته حاضر سوى وې او سيل دي کاوه؟ ويل: هو هغه يم، نو ويل: د بدر په ورځ دي څه و ويل؟ قباف ويل: مقصد دي څه دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: آيا تا د بدر په ورځ د ځان سره نه و ويل: والله ما په ژوند داسي عجبه نه ده ليدلې؟ داسي ځغلي لکه ښځي، قباف و ويل: اشهد ان لا اله الا الله واشهد انک رسولُ الله) والله دا خبره ما و هيچا ته نه ده کړې، دا خبره ما د خپل ځان سره کړې وه او د هغه راهيسي مي بيا هيچا ته هم نه دي ويلي،دا عجبه ده ما څو کاله د مخه د خپل ځان سره يوه خبره کړې وه او ته هغه خبره اوس را ته بيانوې، دا بېله نبي څخه د بل چا کار نه دى، قباف ايمان را وړى او مسلمان سو.
د بدر جنګ په دغه چټکي او په دغه عجبه طريقه سره پاى ته ورسېدى، نه شپې وې نه ورځي فقط په دوه ساعته کي دغه جنګ د کفارو په ډېر بد شکست او د مسلمانانو په واضحه او ښکاره کاميابي پاى ته ورسېدى.
په بدر کي د مسلمانانو ټول شهيدان څوارلس نفره دي، چي شپږ نفره يې مهاجرين دي او اته نفره يې انصار دي او نومونه يې په دې ډول سره دي:
1- عبيده بن الحارث بن عبدالمطلب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوى او په داسي حال کي وفات سو چي باړخو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پښه پروت ؤ، کوم وخت چي يې مبارك روح د بدن څخه و وتى رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: «اشهد انّک شهيد» زه شاهدي آداء کوم چي ته شهيد يې.
2- عمير بن ابي وقاص،
3- ذوالشمانين بن عبد عمرو،
4- عاقل بن البُکير،
5- مهجع مولى عمر بن الخطاب،
6- صفوان بن بيضاء، دغه شپږ نفره مهاجرين وه.
او د انصارو څخه:
1- سعد بن خَيثُمه،
2 - مُبَشِر بن عبدِالمنذر،
3 - يزيد بن الحارث،
4- عُمير بن الحُمام،
5 - رافع بن المعلى،
6- حارثه بن سراقه،
7 ، 8 - عوف او معاذ د عفراء زامنوارضاهم اجمعين،
اوس چي جنګ خلاص سو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ميدان جنګ کي و وژل سوو کسانو ته و درېدى او وې فرمايل: تاسي د خپل نبي دپاره بد قوم واست، تاسي زه درواغجن وبللم او خلکو مي تصديق وکړی، تاسي پرېښوولم او خلکو مي مرسته وکړه، تاسي زه د خپله ښاره وايستلم او خلکو ځاى راکړى.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي دغه دکفارو مړي کش کړی او يوه څا ته يې واچوى، هلته دکفارو د لښکر و ځاى ته نژدې يو وچ څا ؤ، ويل: دغه مړي ورکش کړی او دغه څا ته يې واچوى، نو دکفارو مړي يو يو را ټول کړل سوه او دغه څا ته يې ور اچول، ابوجهل، عتبه، شيبه او داسي نور چي ټول د مکې مکرمې د مشرکانو مشران وه څا ته ور واچول سوه.
کوم وخت چي عتبه بن ربيعه د ابو حذيفه رضی الله عنه پلار د څا و طرف ته کش کړل سو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده د زوى ابو حذيفه رضی الله عنه مخ ته وکتل، د هغه په مخ کي يې غم او تغير وليدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: يا ابا حذيفه! ښايي ستا د پلار د دغه حاله څخه ستا په زړه کي يو شئ در ګرځي؟ ابو حذيفه رضی الله عنه و ويل: يا والله يا رسولَ الله! زه د خپل پلار په وژل کېدلو هيڅ نه يم نا راضه سوى، خو صرف ما ته زما د پلار هوښياري، حِلم او فضيلت را معلوم وه، زما دا اميد ؤ چي دغه شيان به يې و اسلام ته هدايت کړي، خو کوم وخت چي ما د ده وژل کېدل وليدل او دا را په ياد سوه چي دئ پر کفر مړ سو، دا د هغه څخه مخالف وه چي ما د ده دپاره غوښتل دغه پر شرک او کفر د ده مرګ غمجن کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و ابو حذيفه رضی الله عنه ته د خير دعاء وکړه او د خير خبري يې ورته وکړې.
کوم وخت چي مسلمانان د هغه اميه بن خلف وکشولو ته ورغله چي حضرت بلال او نورو انصارو وژلى ؤ او غواړي چي و څا ته يې ور کش کي، سبحان الله!په دغه لږ وخت کي پړسېدلى ؤ او بوى يې کړى ؤ، صحابۀ کرام غواړي چي کش يې کي، مګر دئ د کشولو قابل نه ؤ، شوړېدلى ؤ او غوښي يې تويېدې، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: پرې يې ږدى، نو يې پردغه ځاى ډبري پر ور وغورځولې او په ډبرو کي يې پټ کړى نه قبر پر جوړ سو نه څا ته واچول سو، سر بېره پر مځکه په ډبرو پټ کړه سو.
اې قاتلانو! اې ظالمانو او آزاریانو د خپل ژوند و آخري ورځي ته لږ متوجه سی.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net