لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تععلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(شپږمه برخه)
(د)
دارالاسلام: هغه هیواد ته ویل کېږي، چي په هغه کي اسلامي احکام جاري وي، بالفعل وي او که بالقوة وي نو په دې صورت کي حکومت دمسلمانانو په لاس کي وي، ځکه اسلامي شریعت فقط مسلمانان نافذولای سي.
دارالحرب: هغه هیواد ته ویل کېږي چي مسلمانانو ته مذهبي آزادي نه وي، لکه: اوسني وخت کي اسرائیل.
دارالامن: هغه هیواد ته ویل کېږي چي واګي يې د نامسلمانو په لاس کي وي مګر مسلمانانوته هم پوره آزادی وي، دې ته دارالعهد هم ویل کېږی لکه: هندوستان.
دباغت: دڅرمني څخه ناپاکه رطوبت لېري کول هغه که په مالګه سره وي یا لمر او نورو دې زموږ په ژبه کي پخول وايي.
درهم: دسپینو زرو سکه چي شپیته وربشي کېږي دګرام په اعتبار۳ګرامه۶۱ملي ګرامه او ۸مایکرو ګرامه.
دعوی: دقاضي په مخ کي خپله قضیه وړاندي کول، کوم چي یو انسان پر دوهم انسان خپل حق ثابتوي یا دخپل ځانه څخه دبل چا دحق دفاع کوي.
دم: هغه قرباني چي په حج کي دیو جنایت یا دشکوريې په ډول کېږي.
ده در ده:عشر في عشر، لس په لسو کي. لس لاسه اوږدوالی ولري، لس لاسه بر ولري،۲۲۵مربع فوټه وي او دمتر په حساب ۲۰ متره او ۹ سانتي متره کېږي.
دَین: په یو نه یو سبب مال درباندي ثابتېدل.
دیت/ دیة: هغه مال چي دیو انسان په بدله کي ورکول کېږي، ددې مقدار سل اوښه یا زر دیناره یا لس زره درهم یا ددې برابر کومه بله پيسه.
دینار: دسرو زرو سکه چي وزن يې ۲۰ قیراط کېږي دګرام په اندازه ۴ګرامه،۳۷۴ملي ګرامه کېږی.
www.taleemulislam.net