تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او پلار( څلرمه برخه/ مور او پلار د شریعت په
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 26, 2024
  0

 لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مور او پلار  
(څلرمه برخه) 

مور او پلار د شریعت په رڼا کي

د والدينو سره د ښه سلوک کولو فضيلت او اهميت


۱ -  د الله تعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د حکم پر ځای کول


یو انسان چي کله هم د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم پر ځای کړي؛ نو دا د دې انسان د کامیابۍ او سعادت ذریعه ګرځي د مور او پلار احترام او ادب ساتل، په هر کار کي ورسره مشوره کول او په کل کي د دوی په اړه شرعي لارښوونې او قواعد مراعت کول جنت ته د داخلیدو سبب کیږي.


۲-  غوره عمل 


له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چي  ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي کوم اعمال بهتره دي؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ ( متفقٌ عَلَيهِ)


ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ، ماوويل له  دی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار سره ښه سلوک ! ماپوښتنه وکړه د دی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جل جلا له)  په لار کی جهاد .


۳-  د جنت د داخليدو ستره وسيله ده  


 د مور او پلار احترام او ادب ورسره کول جنت ته د داخلیدو ستره وسیله ده؛ ځکه چي د جنت له دروازو څخه يوه دروازه د (الوالد) په نوم نومول شوي ده .


ابودرداء رضی الله عنه وايي چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه  مې اوريدلي چي فرمايل يې : الْوالِدُ أَوْسطُ أَبْوابِ الجَنَّةِ ، فَإِنْ شِئْتَ فَأَضِعْ ذلِك الْباب، أَوِ احفظْهُ ، و ربما قال سفيان : ان أمي ، وربما قال :أبي .


ژباړه: پلار (او يا مور) د جنت منځنۍ دروازه ده، که غواړې هغه دروازه له لاسه ورکړه او يا هغه وساته .


۴-  خوشحالي


د والدينو سره نېک سلوک کول د اولادونو په ژوند کي د خوشحالۍ او آرامۍ سبب ګرځي او هغه اولاد چي خپل والدين ځوروي همېشه به ځوريږي .

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته