لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
آخرت تر دنیا غوره دئ
دنیا د نسبي خوندونو وسیله، ظاهره خوشحالي او حاضره سیالي ده، ښه او بد دواړه ګټه ورڅخه اخلي؛ خو بد يې غلامي او ښه يې غلامه کوي.
آخرت رښتونې وعده ده، خلاصون ورڅخه نسته، هر ژوندی موجود به يې خوند څيکي، د اخرت واکمني د عادل پاچا په اداره کي ده، حق عملي کوي او باطل له منځه وړي؛ نو آخرت پاله اوسئ نه د دنیا پرسته.
www.taleemulislam.net