تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۲۷)
نوم: نويدالله
سوال : په اسلام کي د اولاد تر منځ څومره وقفه لازم ده؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په شريعت کښي د اولاد ترمنځ څه محدود او ټاکلی وخت نسته، البته که د حمل منع په داسي ډول کوي چي د بیا زېږېدني قوت د منځه نه وړي او د مؤقت وخت لپاره حمل قرار ونه نيسي نو دا ډول مؤقتي وقفه د عذر پر بناء جائز ده.
ځني عذرونه په دې ډول دي، مثلاً:
١- ښځه دومره کمزوري وي چي د حمل بار نه سي زغملای.
٢- د موجوده هلک د روغتیا د خرابيدلو سخته خطره وي.
٣- يا د زمانې د فساد له کبله بد اخلاقه کيږي او د مور او پلار لپاره د رسوائي سبب او ذريعه ګرځي.
٤- يا کوم ديندار، ماهر طبيب د ښځي حالت معاينه کړي نو دا ورته وايي که چيري د ښځي حمل قرار ونيسي نو د ښځي یا د هغې د يوه اندام سخته خطره سته، نو که په داسي صورتونو کي د اولاد ترمنځ وقفه وسي څه پروا نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وفي الفتاوى إن خاف من الولد السوء في الحرة يسعه العزل بغير رضاها لفساد الزمان ، فليعتبر مثله من الأعذار مسقطا لإذنها.ا ه... ويحتمل أنه أراد إلحاق مثل هذا العذر به كأن يكون في سفر بعيد ، أو في دار الحرب فخاف على الولد ، أو كانت الزوجة سيئة الخلق ويريد فراقها فخاف أن تحبل ، وكذا ما يأتي. ردالمحتار: ج٢، ص٤١٢، طبع رشيديه.
(۲): الضرورات تبیح المحظورات. شرح الاشباه والنظائر: ج۱، ص۲۵۱، طبع: ادارة القران
(۳):آپ کے مسائل اور ان کا حل: ج۶، ص۴۸۰
(۴):احسن الفتاوی: ج۸، ص۳۵۰
جواب: مولوي عبدالغفار حسني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان