بسم الله الرحمن الرحيم
يوې نويې څيړنې ثابته کړې چې هره ورځ يو ګلاس شراب څښل د سرطان په مرض د اخته کېدو سبب ګرځي، بريطانوئ ورځپاڼې انډپنډټ پرون په خپله پاڼه ددې څيړنې په اړه جزيات خپاره کړل، په څيړنې کې راغلي چې په کمه اندازه د شرابو کارول په نړی کې هر کال د ۳۴ زره کسانو د ژوند اخيستلو سبب ګرځي. ورځپاڼه زياتوي نوې څيړنه چې په يو لک او پنځوس زره نارينه وو او ښځو ترسره شوې جوتوي چې په کمه اندازه شراب څښل هم د خولې، ستوني، مرۍ او سينې د سرطان لامل ګرځيدلای شي.
دهغې څيړنې مطابق چې نال او نکولوجي مرکز ترسره کړې (دې ادارې د ۲۰۰ په اندازه کې علمي څيړنې ترسره کړي) د يوه ګلاس په اندازه هره ورځ شراب څښل د دريمې برخې په اندازه د مرۍ د سرطان سبب ګرځي، همدغه راز په کم مقدار شراب کارول ۱۷ په سلو کې د خولې او ستوني د سرطان او پنځه په سلو کې د سينې د سرطان احتمال زياتوي.
درنو لوستونکو! شرابو ته الله جل جلاله په قرانکريم کې رجس ((پليت)) ويلي دي، آيا يو عاقل به ديته آماده شي چې خپل فضلات او قاذورات وخوري.
شراب څښل لويه ګناه او د ګناوو ريښه بلل کيږي، په شرابي باندې د جنت شراب حرام ګرځي، د شرابو په يو ځل څښلو سره د څلويښتو ورځو لمونځ نه قبليږي، په ځينې رواياتو کې شراب څښونکئ مشرک ته ورته بلل شوی دی، همدغه راز د مغفرت په هغو ځانګړو اوقاتو کې هر مسلمان د بښنې وړ وي خو شرابي ترې مستثنی دی لدې پرته نور ډير وعيدونه دي چې په احاديثو کې راغلي موږ د اختصار په منظور دلته يو څو ذکر کړل.
داسلام مبين د جامعيت او شامليت دا ستر دليل دی چې څوارلس سوه کاله مخکې يې کوم شيان حرام ګرځولي ساينسي څيړونکي اوس دهغو په حکمت او فلسفه پوهيږي، ځکه خو د هر عصر او هر ځای خلک د اسلام په منلو مکلف دي.
دا يوه ستره فقهي قاعده ده چې هر هغه څه چې وجود ته ضرر او تاوان پيښوي خوړل او سکل يې حرام دي.
شراب هيڅ ډول غذايې ګټه نلري، ځکه په شرابو کې نه کومې معدني مالګي وجود لري، او نه کوم پروټين او وټامين، بلکه په سلو کې نوي يې له وينې سره ګډيږي، ځکه خو هضم ته اړتيا نلري، او په همدې اساس جسم ته ګټه هم نه رسوي، بلکه سرچپه د زړه، ځيګر او معدې د ناروغيو لامل ګرځي چې له امله يې رواني فشار او ددماغو ځپونکي تغيرات رامنځ ته کيږي.
درنو لوستونکو! آيا وخت ندی راغلی، چې موږ نور د غرب د شړيدلي تهذيب تقليد پريږدو، او په خوراک، څښاک او پوښاک کې د خپل ګران نبي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم متابعت په ځان لازم وګرځوو.
مولوي صبغت الله