تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کائيناتو خلقت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 17, 2023
  0

لیکنه: ويس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کائيناتو خلقت


د بخاري شریف حدیث دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د یمن یو باشنده راغی او ورته وې ویل، چي:


یا رسول الله  صلی الله علیه وسلم: جِئْنَاكَ لِنَتَفَقَّهَ فِي الدِّينِ وَلِنَسْأَلَكَ عَنْ أَوَّلِ هَذَا الأَمْرِ مَا كَانَ‏.‏ قَالَ ‏"‏ كَانَ اللَّهُ وَلَمْ يَكُنْ شَىْءٌ قَبْلَهُ، وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ، ثُمَّ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ، وَكَتَبَ فِي الذِّكْرِ كُلَّ شَىْءٍ (صحيح بخاري ۷۴۱۸). 


ترجمه: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د دې له پاره راغلی یم چي دین در څخه زده کړم او د اول شي د پیدایښت علم در څخه حاصل کړم. چي په جواب کي یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (تر هر څه د مخه اول) الله (عزوجل) وو, او تر الله (رب العزة) هیڅ شی د مخه نه وو، د الله جل جلاله عرش پر اوبو باندي وو، وروسته ئې آسمانونه او مځکي پیدا کړل او بیا ئې پر لوح محفوظ باندي هر شی ولیکل.


یعني تر هر څه د مخه پر اوبو باندي د عرش تخلیق وسو، بیا الله جل جلاله قلم پیدا کئ او هر څه چي کېدونکي دي هغه ټول ئې ولیکل.
علمأ کرام وايي، چي د قلم وروسته الله جل جلاله لوح محفوظ پیدا کړئ او قلم پر لوح محفوظ باندي هر څه ولیکل. ددې وروسته نور کائینات او آسمانونه او مځکي الله پیدا کړې.


دا چي د آسمانونو او مځکي د مخلوقاتو ترتیب څنګه دئ، د مسلم شریف په دې حدیث کي ښه واضح سوی دئ.


په صحيح مسلم شريف کي راځي، چي حضرت ابوهریرة (رضي الله عنه) څخه روایت دئ چي فرمايي: (أخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم بيدي فقال خلق الله التربة يوم السبت وخلق فيها الجبال يوم الأحد وخلق الشجر يوم الإثنين وخلق المكروه يوم الثلاثاء وخلق النور يوم الأربعاء وبث فيها الدواب يوم الخميس وخلق آدم عليه السلام بعد العصر من يوم الجمعة في آخر الخلق في آخر ساعة) صحيح مسلم (کتاب -۳۹) [حديث شماره – ۶۷۰۷]


ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم زما لاس ونیوئ او داسي ئې وفرمایل چي: الله (سبحان و تعالی) د شنبې په ورځ خاوره پیدا کړه، د یکشنبې په ورځ ئې پر مځکه غرونه پیدا کړل، د دوشنبې په ورځ ئې درختي پیدا کړې، د سه شنبې په ورځ ئې تکلیفونه، مصیبتونه، مکروبونه او ناجوړی پیدا کړې، د چهارشنبې په ورځ ئې نور (يعني روښنايي) پیدا کړه، د پنج شنبې په ورځ یې حیوانات پیدا کړل او په مځکه کي ئې منتشر کړل، او د جمعې په ورځ په اخری ساعت (یعني د ماځیګر څخه تر ماښام تر وخته ئې) حضرت آدم (عليه السلام) پیدا کړی.


د دې حدیث څخه دا واضح سوه چي د مخلوقاتو په سلسله کي تر ټولو آخري پیدایښت او خلقت د سيدنا آدم (عليه السلام) دئ. پداسي حال کي چي حضرت آدم (عليه السلام) د ټولو انسانانو پلار او اولین انسان دئ.


د انسانانو څخه دمخه الله ملائکي او پیریان پیدا کړي وه. د خلقت او پیدایښت په حساب په صاحب عقل موجوداتو کي اول فرښتې (ملائکي)، بیا جنیات (پيریان) او په آخره کي انسان پیدا سوی دئ.


د ملایکو اصلي ځای آسمان دئ. 


الله ﷻ په سورة الشُوری، پنځم ایت شریف کي فرمايي:  تَكَادُ ٱلسَّمَـٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ ۚ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِى ٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ


ژباړه: ژر دئ چي د دوی پر سر آسمان وچاودي، او ټولي ملائکي خپل د رب تسبح او حمد بیانوي او هغه څوک چي په مځکه کي دي د هغو د پاره د استغفار (يعني د بخښي) طلب کوي، اګاه اوسئ چي بیشکه الله (عزوجل) بخښوونکی او مهربانه دئ.


په مسلم شریف کي راځي چي د عایشة (رضي الله عنها) څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: (خُلِقَتِ المَلاَئِكَةُ مِنْ نُورٍ، وَخُلِقَ الجَانُّ مِنْ مَارِجٍ من نَارٍ، وَخُلِقَ آدَمُ مِمَّا وُصِفَ لَكُمْ)


ژباړه: ملائکي (فرښتې) د نور (رڼا) څخه پیدا سوي دي، جنیات (پیریان) د اور څخه پیدا سوي او حضرت آدم (عليه السلام) د هغه څه څخه پیدا سوی دئ چي درته بیان سول (یعني د خاورو څخه).


الله جل جلاله د ملائکو وروسته پېریان پیدا کړل، یعني پېريان تر انسانانو د مخه پیدا سوي دي. لکه الله چي د سورة الحجر په ۲۷ ایت کي فرمايي: (وَٱلْجَآنَّ خَلَقْنَـٰهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ ٱلسَّمُومِ)


ژباړه: او جنیات (پیریان) مو د مخه لا د تېز سوځېدونکي اور څخه پیدا کړي وه.


د جنيات او پېریانو په باب ډېر احادیث او ایتونه موجود دي. الله تعالی په سورة الرحمن، ۱۵ ایت کي داسي فرمايي: (وَ خَلَقَ الْجَآنَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ)


ژباړه: او پیریان ئې د بې دوده اور (یا د اور د لمبو څخه) پیدا کړي دي.


مارج د اور خوټېدونکي لمبو ته وايي. نو پیریان ئې د اور د نس او شکم څخه نه، بلکه د اور د کنار او کنجونو څخه تخلیق کړي دئ.


الله تبارک وتعالی د ابلیس دا خبره په سورة الأعراف ۱۲ ایت کریمه کي داسي را نقل کړې ده: (خَلَقْتَنِی مِن نَّارٍ). 


ژباړه: تا زه د اور څخه پیدا کړی یم. دا د پېریانو اصلیت او د دوی د تخلیق ماده ده.


إبليس ملعون هم د جنياتو څخه دئ، او په دې کي باید هیچاته هم شک او شبهه پیدا نه سي. ځکه چي په قرآن عظیم الشان کي راغلي دي. الله جل جلاله په سورة الکهف ۵۰ ایت شریف کي داسي فرمايي: (إِلَّآ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ ٱلْجِنِّ)


ژباړه: (ټولو ملائکو آدم عليه السلام ته سجده وکړه) بغير د إبليس څخه (ولي چي دی) د جنیاتو (يعني د پیریانو) څخه وو. او إبليس ملعون د ملائکو څخه نه وو.


حسن بصری (رحمة الله عليه) فرمايي چي: إبليس د سترګو د رپ په اندازه هم د ملائکو په ډله کي نه دی شمارل سوی. او إبليس خو د جنیاتو او پیریانو له جملې څخه دئ.


ولي چي خپله ئې اقرار کړي و، (خلقتنی من نار) یعني إبليس و الله ته وویل چي : اې الله! تا خو زه د اور څخه پیدا کړی یم.


سیدنا عبدالله بن عَمَر (رضي الله عنهما) اوسیدنا عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) فرمایلي دي، چي تر ادم (عليه السلام) دوه زره کاله مخکي الله جنیات (پېريان) پیدا کړي وه، هغوی پر همدغه مځکه باندي اوسېدل، کرار کرار په فسق او فساد باندي اخته سول، کله چي په دوی کي فتنه او فساد ډیر سو، ناحقي به ئې یو بل وژل، نو الله (رب العزة) ډیر غټ لښکر د ملائکو ورته راوستوی، د پېریانو او جنیات سره ئې جنګ وکئ او هغوي ئې و سمندرونو (بحرونو) او جزیرو ته وشړل. ځیني علماء فرمايي چي پیریان ئې و غرونو، دښتونو او جزیرو ته پسې واخیستل او دغه ځايونه د دوی مسکن (يعني د اوسېدو ځای) سو او دوی يې د هر ملک او براعظم څخه جلا کړل.


مأخذ: البداية والنهاية/الجزء الأول/ما ورد في خلق السموات والأرض وما بينهما

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته