تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوس نه کیږي د جنګ ، جګړو خبري په هیواد کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2024
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

غزل 

 

اوس نه کیږي د جنګ ، جګړو خبري په هیواد کي
شیندلي دي د امن ملغلري په هیواد کي

 

د غرب له ناروا جنګه وتلې سا او مړ دی
شروع د خپلواکۍ خوږې سندري په هیواد کي

 

غوټۍ د ارمانونو ټوکېدلي د اولس دي
خبري دي رواني خوندوري په هیواد کي

 

باران اوس د کلاسټر بمونو نه اوري پر کلیو
سپین توغ د ازادۍ وهي وزري په هیواد کي

 

شرعي نظام حاکِم دی او خپور څرک دی د رڼاوو
کار نه کوي د شپو سِحر، منتري په هیواد کي

 

طالب ژڼي خدمت کوي د خپلو اولسونو! 
مشهود ملنګه نوري دي څه غوري په هیواد کي 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته