تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تکليف او مصيبتونه فرق لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 14, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


تکليف او مصيبتونه فرق لري


ځيني خلک د الله تعالی هغه مبارک اياتونه د ستونزو په وړاندي خلکو ته د خاموشولو لپاره وړاندي کوي، چي هلته الله تعالی فرمايلي دي، چي موږ هيڅ چاته د هغه تر وسع اضافه تکليف نه ورکوو. لدغه تکليف څخه شرعي تکلیفونه مراد دي، چي اسلامي شريعت يو مؤمن او مسلمان په کوم عمل مامور کړی دی هغه د‌ انسان تر وسع اضافه ندي، لکه لمونځ، روژه، حج، زکات، جهاد، دعوت، نکاح، تعلم، تعليم، امر بالمعروف، نهي عن المنکر، حسن معاشرت، برالوالدين، احسان، تعاون او... همداسي اسلامي شريعت چي يو مؤمن او مسلمان له کومو اعمالو منع کړی دی، له هغو څخه ځان ساتنه د انسان په وسع کي ده، لکه غلا، درواغ، غيبت، زنا، قتل، بهتان، سود، حرام مال جلبول او...، نو الله تعالی چي په خپل کلام کي د تکليف يا مکلفيت يادونه کړی ده، هلته دغه او دغه ته ورته شرعي تکلیفونه مراد دي، چي اسلامي فقه په تفصيلي توګه پر ږغېدلې ده.


او د ستونزو، غمونو او مصيبتونو لپاره وسع معيار ندی، بلکي هلته دوه اسبابه دي: لومړی سبب: ستر اشخاص په سترو مصيبتونو کي وي، لکه څنګه چي د انبياوو او صالحانو په ژوندليکونو او سيرتونو کي داخبره واضح ده. دوهم سبب: د پخوانيو امتونو سرکښانو ته رب العالمين ستري ستونزي د انتقام او نورو ته د عبرت په اساس پيښي کړي او د‌دغه امت سرکښو مؤمنانو ته ذوالجلال ستري ستونزي پيښوي، چي متوجه ئې کړي او يا ئې د‌ خپلو کړنو په سزا ورسوي، تر څو د‌ نورو لپاره عبرت هم سي.


پدغو ستونزو کي يوازي انبيا او رسولان د غمونو او ستونزو وسع او تحمل لري، چي اجرونه ئې هم دغونه درانه دي.


 د امتونو نور افراد ځيني ستري ستونزي نسي زغملای، نو اسلام  د‌ هغوی د خاموشولو امر ندی کړی، چي ږغ مه لری شکايت مکوئ، تاسو ته ستاسو د‌ وسع مطابق ستونزه پيښه سوې ده، بلکي د اسلام مشفق دين مسلمانانو ته د صبر تلقين ورکړی دی، که تاسو ستونزي وزغمی او خپلي ستونزي مو الله تعالی ته وړاندي کړی او د‌ هغه جل جلاله څخه د حل غوښتنه وکړئ، مخلوق ته شکايت ونکړئ، نو رب العالمين مو ستونزي هم در حلوي او د صبر اجرونه هم درکوي.


پکار ده چي د قرآن کريم او مبارکو احاديثو څخه د رب الرسول او رسول الله د مراد مطابق فهم او علم نشر سي.


ذوالجلال دي د اسلام د مبارک دين ټولو مفسرينو، محدثينو، شارحينو، مجتهدینو، فقهاوو او عاملو علماوو ته عظيم اجرونه ورکړي، چي د خالق العالمين کلام او د هغه د رسول هدايات ئې موږ ته واضح او تشريح کړي دي وصلی الله عليه و آله و صحبه وسلم.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته