تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري/ درېیمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 13, 2024
  0

لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري 
(درېیمه برخه)


حضرت ګل علم دوست د علم، ادب او فرهنګ سخت مینه وال دی کله، کله د لوی کندهار ادبي بهیر په غونډو کي هم معلوم سي دا کله، کله معلومیده یې د شعر په ډګر کي د شاعرانو تنده په یو څو بیتونو ماته کړي، شعر یې د شعري کیفیت څخه مالامال دی،  نوي ترکیبونه،استعارې او تشبهات یې د هنر په زړه خولې لګوي. 


د شاعر لنډه پېژندنه 


نوم: حضرت ګل علم دوست


د پلارنوم: اخترمحمد


د نیکه نوم: حاجي لعل محمد


د اوسیدو اصلي ځای: هلمند


د اوسیدو اوسنۍ ځای: پنجوايي ولسولي،  تلوکان  


عمر:۲۴ کاله 


زده کړي: مروجي دیني زده کړي يې کړي دي 


شغل: دهقان یا بزګري


مدني حالت: متاهل 


اولادونه: نلري


د شاعري پیل:۱۳۹۷ هـ ش کال دی 


چاپ اثار: نلري


ناچاپ اثار: یوه شعري ټولګه


راځو د علم دوست صاحب پر شعر تحلیل ته 



د شپو څارل دي زما په اند خپله پر شپي ظلم دی

پر ما هم ظلم دی زما پر أیندې ظلم دی


علم دوست صاحب  په دې بیت کي د هغه چا په باب خبره کوي؛ چی یواري ازمویل سوي وي او هغوي د اولس په وړاندي ناکامه سوي وي؛ نوموړی هغه خلګ داسي بولي لکه شپه چي هر چاته معلومه ده، چي توره ده د سپین والي امید ولي ورته کوئ؟ او که ته د باطل څخه د حق او ریښتیا والي غوښتونکي یې دا بیا د ځان او نورو سره ظلم او د وخت بې مصرف  کول دي. 


تاسي مي پريږدی دا سي نه چي بیا یې نه هیریږم 
زما یادول د سمندر پر حافظې ظلم دئ


په دې بیت کي یې د هغه غریب او خان، شتمن یا واکدار خبره کوي، چي په څنګ کي یې غریب، بې وسه او نادار اوسیږي؛ خو دده هر وخت هیریږي، دی یې په ډیر ادبي چکش وهي او وایی چي زما یادول دده پر حافظه بوج دی، زه نه غواړم چي پر ده بوج راسي او هغه سړي ته وایی چي دده په باب ږغ پورته کوي، چي مه یې کوه دا یې اول وار نه دی، چي زه یې هیر کړی یم په وار وار یې دا کړنه تکرار کړې ده، ریښتیا هم په ټولنه کي د غریب له احواله ځان خبرول د شتمنو او مسولو خلګو کار دی. 


ما د کافر ارمان سره خاورو ته مه ور سپارئ
پر مړو ظلم دئ پر وراني هدیري ظلم دئ


شاعر د بېغوری نړۍ څخه داسي خواهش لري چي زما سره چي کوم ارمان دی د هغه په باب تاسو لږ څه فکر وکړئ چي زما سره په زړه کي کوم څه سته؟، نوموړی د کافر لفظ کاروي چي په لغوي معني کافر پټ کوونکي ته وایې یعني زما سره په زړه پټ ارمان دي زما ددې ارمان په باب خو تاسو لږ څه سوچ وکړی هر نړیوال غټ طاقت چي فکر کړی دی یوازي یې د افغان د ورک کیدو او لمنځه تلو فکر کړی خو افغان په خالي لاس او د الله جل جلاله په نصرت پر هر ظلم او جابر کامیابه سوی دی. چي ښه مثالونه یې موږ د تاریخ په اوږدو کي لرو. 


وخته معلومیږي د راتګ سره دی ولړزیده 
شماله پریږده شپه پخه ده پر ډېوي ظلم دئ


علم دوست صاحب عجب ښه مثال ذکر کوي د هغه مظلوم چي د ظالم په ظلم  زورېدلی دی د ظالم د نامه په اورېدو او یا د ظالم د راتګ په اوازه سره لړزیږي نو نه ظالم یادوي او نه مظلوم یادوی بلکي ددوي دوو مثال په شمال یا باد او ډیوې سره ذکر کوي او د وخت په باب هم خبره کوي چي هر وخت موږ له دغسي حالت سره مخ سوي یو. 


ته غزل پریږده علم دوسته دوی له کاره باسي
پر قلم ظلم دئ شخصاً پر کتابچې ظلم دئ


کله، کله شاعر د تواضع د ښکاره کولو په خاطراو یا د ټولني د خلګو څخه د ناامیدی په خاطر ځان ته وایي چي په شعر او شاعرۍ وخت مه ضایع کوه د ټولني د وګړو وخت په ضایع کیږي؛ مګر په حقیقت کي داسي نه ده شاعر د ټولني هغه ویښ ضمیره څوک دي، چي د ټولني په ګټه هر وخت خوشحاله سوی او په زیان یې غمجن سوی دی ولو که دده شخصي ګټه او تاوان نه وي او هر وخت د دښمن او خطر په مقابل کي پر اولس د شعر په ژبه نارې وهي او همېشه یې دا تمه وي چي زما اولس باید دعلم پوهي په ګیڼه سمبال او د ښېرازي پر لور په حرکت وي او د نړۍ سره سیال او اوږه په اوږه یا ترهغوی هم مخکي وي.


دعلم دوست صاحب د بریا خوشحالۍ او ښه ژوند په هیله لیکنه پای ته رسوم.  

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته