لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مور او پلار
(دوهمه برخه)
مور او پلار د شریعت په رڼا کي
۱- د مور او پلار سره ښه سلوک کول
الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی:
وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا. ]سوره الاسراء :۲۳)
ژباړه: ستا رب حکم کړی دئ، چي له هغه پرته ( د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ.
۲- د والدينو د امر او حکم پيروي کول
پر اولاد باندي د مور او پلار اطاعت او د هغوی خبره منل په رواه او مباح کار کي فرض ده او د خبري ردول يې ګناه ده؛ مګر دا چي هغه خبره د شرعي خلاف وي.
۳- د والدينو سره نرمي او مهرباني کول
د والدينو سره ښه سلوک او د هغوی سره نرمي کول او په خاصه ټوګه کله چي د ضعف حالت ته ورسيږي ځکه چي دغه وخت زياتي نرمۍ او احسان ته ضرورت لري، د هغوی پر وړاندي به خپل اواز نه پورته کوئ، د هغوی بې ادبي به نه کوئ، هغوی ته به قهر او غصه نه کوئ، د هغوی اهانت او سپکاوی به نه کوئ او هغوی به نه رټئ او نه هم دګئ معنی دا چي مور او پلار په مخکي به (أف) قدري هم نه کوئ، ځکه چي د هغوی د خفګان سبب ګرځي چي دا هم جايز نه دي.
الله تعالی په قران کریم فرمایي:
وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. (سوره الاسراء :۲۳).
ژباړه : ستا رب حکم کړی دئ، چي له هغه پرته ( د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوئ ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهئ بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوئ.
۴- والدينو ته دعا کول
د مور او پلار پر هر زوی باندي دا لازم دي، چي خپل والدین تل په نیکو دعاګانو کي یاد وساتي، په دې اړه الله تعالی په قران کریم کي فرمایي:
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. (سوره الاسراء ۲۴)
ژباړه: او ته د دوى لپاره له مهربانۍ څه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اې زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چي دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كي چي زه وړوكى وم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې اړه داسي فرمایي:
إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ (رواه مسلم :۱۶۳۱.
ژباړه : کله چي انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي، بغير له دريو څيزونو : جاريه صدقه، يا داسې علم چي له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چي د مور او پلار لپاره دعا کوي.
۵- د والدينو څخه اجازه غوښتل
اجازه غوښتل له د ادارې او د کورنۍ له مشر خصوصا والدینو څخه لازم دي، ځکه چي دا ډېر زیات حکمتونه او فایدې لري، په دې اړه عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما وايي:
جاء رجل إلى نبي الله صلی الله عليه وسلم فاستأذنه في الجهاد، فقال : أحي والداك ؟ قال : نعم، قال : (( ففيهما فجاهد.
ژباړه : يو کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی په جهاد کي يې د برخي اخيستلو اجازه ورڅخه وغوښته ، وې فرمايل: آیا پلار دي ژوند دی؟ وې ويل هو! نو لاړ شه د هغه خدمت کوه همدا جهاد دئ.
مګر د والدينو اجازه غوښتل په هغه صورت کي دي چي جهاد فرض کفايي وي که فرض عين وي نو بيا د والدينو اجازه شرط نه ده.
www.taleemulislam.net