مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د غرونو پر څوکو
په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(دوولسمه برخه)
کفار تل د خپلي باطلي عقیدې له پاره هر ډول قربانۍ ته تیار وي
کله چي پر صحابه کرامو د کفارو شکنجې زیاتي او عذابونه سخت سول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته د مکې مکرمې څخه په وتلو امر وکړ او دوی لومړی حبشې ته هجرت وکړ، زیات شمېر مؤمنان له مکې څخه ووتل، خپل ټول مالونه، باغونه، اولادونه او خپلوان یې پرېښوول، ترڅو د قریشو له عذابونو څخه په امان و اوسي، نو د سیند لاره یې غوره کړه او ځانونه یې حبشې ته ورسول، یو نا آشنا او لیري ځای ته چي تر اوسه دوی نه وو لیدلی، د هغه ځای د اوسېدونکو خوی او عادت یې هم نه وو اخیستی او د خلکو په ژبه هم نه پوهېدل، خو د مجبوریت له امله هلته استوګن او ځانونه یې پناه کړل، مګر آیا کفار د هغوی د آزارولو څخه لاس پر سر سول؟ نه! هیڅکله هم د هغوی آزارول یې پرې نه ښوول او کفارو ته دا ډېره درنه تمامېدله، چي یوازي دي د الله جل جلاله عبادت وکړل سي.
قریشو مالونه سره راجمع کړل او د خپلو څو هوښیارو افرادو په لاس یې ورکړل، ترڅو د حبشې پاچا نجاشي ته دا مالونه د ډالۍ په توګه ورکړي، چي د حبشې پاچا نجاشي خپلو ځانونو ته را جلب کړي او مسلمانان بیرته مکې ته ستانه کړي، د دې له پاره چي د دوی د شکنجو څخه خلاصون پیدا نه کړي، خو نجاشي د دوی خبره و نه منله او مسلمانانو ته یې اجازه ورکړله، چي په حبشه کي استوګن سي.
ډېره د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چي قریش څنګه پر خپلي باطلي لاري ولاړ وه، هیڅ یې دا نه سوای زغملای، چي یو څوک دي یوازي د الله جل جلاله عبادت وکړي، حتی یو کس چي به د مرګ پر بستر پروت وو، نو دوی به ځانونه ور رسول او د الله جل جلاله له لاري به یې منع کاوه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ابو طالب به تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ کاوه او په زړه کي یې اسلام خوښ کړی وو، خو د قوم د پېغورونو له امله خپل د پلرونو پر دین پاته وو، هغه وو چي ضُعف او د ناروغیو ورته سر سو، چي بالاخره د مرګ پر بستر پرېوتی او عزرائیل علیه السلام یې سر ته ولاړ وو، نو کله چي دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدی، په چټکۍ سره یې ځان خپل اکا ته راورساوه، نو وې لیدل چي د اکا یې د ځکندن وروستۍ شېبې دي او د دنیا څخه د الوداع مرحلې یې وې او یو بل شی یې چي تر سترګو سو، هغه د ابو جهل او ځينو نورو قریشو شتون وو، چي د ابو طالب څنګ ته ولاړ دي، نو څنګه چي د کوچنیوالي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پالنه کړې وه، نو تر سترګو یې اوښکي رواني وې او و یې ویل: «اې کاکاجانه! لا اله الا الله ووایه.» ابو طالب د خپل ګران او مهربان وراره لوري ته مخ واړاوه او غوښتل یې چي د خپل وراره غوښتنه د عمر په وروستیو شېبو کي ومني، نو و یې غوښتل چي د «لا اله الا الله» کلمه ووایي، ابو جهل ورته وویل: «اې ابو طالبه! آیا د خپل پلار عبدالمطلب د دین څخه لاس پر سر کېږې!؟» خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ ږغ وویل: «کاکاجانه! یوازي لا اله الا الله ووایه! ترڅو د الله جل جلاله په وړاندي ستا په ګټه یې د دلیل په توګه وړاندي کړم، مګر ابو جهل بیا د هغه په رد کي وویل: «ابو طالبه! د عبدالمطلب د دین څخه لاس پر سر کېږې؟ د خپلو پلرونو دین پرېږدې!؟» تر هغو پوري دا خبري شروع وې، چي ابو طالب د شرک او کفر په حالت کي د دې دنیا څخه سترګي پټي کړې.
په صحیحینو (بخاري او مسلم) کي راغلي، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل سول، ستا اکا به تل ستا دفاع او ملاتړ کاوه، نو آیا دا کار به ګټه ورته ورسوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هو! زما یې همېشه ملاتړ کاوه، خو دی مي ولیدی، د اور په منځ کي وو، چي بیا مي لږ د اور څخه دباندي را و ایستی، دوه د اور چمپلان یې په پښه دي، چي په سر کي یې ماغزه ور سره ایشي.
کفارو به تل پر باطل یو او بل ته توصیې کولې او دا یې پر ځانونو لازمي کړې وه، هیڅوک باید پرې نه ښوول سي، چي یوازي د الله صلی الله علیه وسلم په عبادت بوخت سي او چا چي به د اسلام دین ومانه، هغه ته به یې په بېلابېلو طریقو شکنجې او عذابونه ورکول.
الله جل جلاله د قریشو په اړه فرمايي: وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلٰىٓ ءَالِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هٰذَا لَشَىْءٌ يُرَادُ. [ سورة ص: ۶]
ژباړه: او د قوم سرداران له دې وينا سره د مجلس څخه په وتلو یو او بل ته ویل، ځئ او د خپلو معبودانو پر عبادت ټينګ اوسئ! دا خبره خو د كوم بل غرض له پاره کېږي.
او همدارنګه سورت فرقان کي فرمایي:
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهٰذَا الَّذِى بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا (۴۱) إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا لَوْلَآ أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا. [ سورة الفرقان: ۴۱-۴۲]
ژباړه: دوى چي كله تا وويني، نو ملنډي در پوري وهي. (وايي): "آيا دغه سړی دی چي خداى د پیغمبر په توګه رالېږلی دی؟ ده خو به موږ بې لاري کړي وای، د خپلو معبودانو څخه به یې اړولي واى، كه موږ د هغو پر عقيدتمندۍ ټينګار نه واى کړی.
ښه هغه وخت ليري نه دی، چي د عذاب په لیدلو دوى ته په خپله څرګنده سي، چي څوک په ګمراهۍ کي لیري تللي ول.
نور بیا...
www.taleemulislam.net