د ژوند پاڼه
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
داسې فکر وکړه ، چي د مرګ استازي (ملک الموت) دې هره شیبه سرته ولاړ دی د ژوند پاڼه دې بدله او لږه شیبه وروسته دې د مرګ پاڼه رااړوي ، میرمن ، بچې ، خپلوان ، یاران ، کوراونړۍ درنه پاتې کیږي یوازي دنیک عمل یا ربه ستا د سفر ملګری وي هڅه وکړه ، چې عمل صالح دې د اوږده سفرملګري شي.
هره شیبه ، هره دقیقه ، هره ثانیه چې زموږ له عمرنه تیریږي موږد عمل صندوق ته نږدې کوي ، اخرت ته مونږدې کوي اوله دنیا نه مولرې کوي. څلور کورونه: دوه لنډ مهالي: دنیا ، قبر.دوه تلپاتي: جنت ، دوزخ.
دنیا د عملونوصندوق اواخرت یې نندارتون دی اوس نوستا خوښه ده چې ښه او بد ؟ ښایسته یا بدرنګ ، سپين اوکه تورعملونه نندارې ته وړاندې کوې.
نومرګ ډيریادول ځکه چې د مرګ څخه هیڅ یوانسان نه شي خلاصیدلای بلکي د الله تعالی فرمان دی چې هرساه اخیستونکی شی به مرګ څکي.
ماخذ : دوخت قیمت او زموږغفلت
www.taleemulislam.net