لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت صالح عليه السلام
(لومړۍ برخه)
کله چي د عاد قوم کفر وکئ او د الله جل جلاله پر را لېږل سوي استازي ئې ایمان نه راوړئ، نو الله جل جلاله دوی تباه او هلاک کړل.
د عاد قوم چي کله د منځه ولاړئ، نو د هود (عليه السلام) سره چي کوم مؤمینان پاته وه، هغه ورې آباد سول او د هغه نورو کفارو کورونه او مالونه په غنیمت کي ورته پاته سول. په مرور د زمان حضرت هود (عليه السلام) په حضرموت کي وفات سو.
د وخت په تيرېدو سره نسل په نسل انسانان کرار - کرار د ابلیس لعین په وسوسه او فریب کي ښکېلېدل او د شیطان خو دغه کار دئ چي په انسانانو کي رنګارنګ وسوسې او فتنې واچوي.
نو د دې وروسته د خلکو په منځ کي بیا کفر روږد وکئ. د اسلام د اساساتو او اوامرو څخه ئې مخ واړوئ. الله جل جلاله د دې خلګو د هدایت په خاطر یو بل نبي را واستوئ.
چي دا نبي هم د ثمود د قوم څخه وو، یعني د دوی ورور وو او ثمودیان هم عرب وه. د ثمود د قوم له پاره الله (ذوالجلال والاکرام) حضرت صالح (عليه السلام) راواستوئ. د صالح (عليه السلام) نصب نامه په دې ډول ده:
صالح بن عبيد بن سیاف بن ماشخ بن عبید بن حاذر بن ثمود بن عاثر بن ارم بن سام بن نوح (عليه السلام)
ثمودیان د عاد د قوم اولاده وه. د ثمود قوم د یمن څخه ولاړه او د شمال و خواته د حجر په نامه سره علاقه وه هلته آباد سول.
د قرانکریم په سورة الحجر کي د همدې سیمي نوم ياد سوی دئ او په هغه نامه سره دا سورة هم مسمی دئ. الله جل جلاله په سورة الحجر (۸۰) ایة کریمه کي داسي فرمايي: وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَـٰبُ ٱلْحِجْرِ ٱلْمُرْسَلِينَ.
ژباړه: په تحقیق سره د حجر خلګو د رسولانو تکذیب وکئ. یعني ایمان ئې نه راوړئ.
حجر د ثمودیانو یو مرکزي ښار وو اوس په مدائن صالح سره مشهوره دئ. دا سیمه د مدینې منورې د شمال لوېدیځ طرف ته په ۳۸۰ درې سوه اتیا کیلومترۍ کي پرته ده.
د ثمود قوم هم د عاد په شان غرونه به ئې تراشل او کورونه به ئې پکښي جوړول، دا نوع کاریګري او فن ئې د عاد د قوم څخه په میراث کي ور پاته سوې وه.
الله جل جلاله په سورة الفجر (۹) ایة شریف کي فرمايي: وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُوا ٱلصَّخْرَ بِٱلْوَادِ.
ژباړه: او ثمودیان هغه خلک وه چي په کلي او وادي کي ئې ډبري تراشلې.
الله جل جلاله په قرآن مجید کي یو ځای فرمايي: موږ د عاد او ثمود قومونه تباه کړل، د کومو چي محلونه او کورونه تاسو ته واضح او ظاهر دي، يعني د نښانې په ډول مو در ته پرېښودل تر څو عبرت ځني واخلئ. د دوی مکانات (یعني د اوسېدو ځایونه) تر اوسه موجود دي. د شام پر لاره خیبر او تبوک سیمي ته نږدې د ثمود د قوم اثار سته.
الله (ذوالجلال والاکرام) په سورة الاعراف ۷۴ ایة کي داسي فرمايي:
وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ ٱلْجِبَالَ بُيُوتًا ۖ فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ.
ژباړه: او یاد که هغه وخت چي تاسو ئې د عاد د قوم ځای ناستي وګرځولاست او په مځکه کي ئې آباد کړلاست او تاسو پر نرمه مځکه ماڼۍ جوړوئ او په غرونو کي هم د ځان لپاره کورونه جوړوئ. د الله جل جلاله نعمتونه (احسانات) در په یاد کئ او په مځکه کي فساد مه خپروئ.
دا آیة د دوی په طاقت، فن او کسب او پر جسماني قوت باندي دلیل دئ.
د غرونو تراشل اصلاً د عاد د قوم عادت او فن وو. ثمودیان هم د عاد د قوم اولاده ده؛ نو ځکه دا کار دوی ته په میراث کي ور پاته سو. لکه څنګه چي الله جل جلاله د عاد قوم په نعمتونو نازولی وو، همداسي د ثمود قوم ئې هم ډېر په نعمتونو او احساناتو نازولي وو.
الله جل جلاله فرمايي چي صالح (عليه السلام) خپل قوم ته وویل: ایا تاسو به په باغونو، ولو، چشمو او فصلونو کي په بې فکري او بې غورۍ سره واوسئ او تاسي غرونه په تکلیف سره تراشئ او د اوسېدو لپاره کورونه پکښي جوړوئ. (نو ایا تاسو عبث او بې ګټي پیدا سوي ياست) فلهذا د الله جل جلاله څخه وبېرېږئ او زما خبري ومنئ.
لیکن د صالح (عليه السلام) قوم (یعني ثمودیانو) د خپل نبي سیدنا صالح (عليه السلام) په خوله و نه کړل او په نصیحت ئې عمل ونه کئ.
د ثمود قوم هم د یوه الله جل جلاله عبادت نه کوئ، بلکي مشرکین ول. نو دوی ته د هدایت په موخه الله جل جلاله سیدنا صالح (عليه السلام) د نبي په توګه راواستوئ. حضرت صالح (عليه السلام) د نبوت د مخه هم عقلمند او عالم شخص وو. د یوې با عزته کورنۍ څخه وو او خلګو خپل د معاملاتو مشورې هم د ده سره کولې. فلهذا حضرت صالح (عليه السلام) په خپل قوم کي یو خاص مقام درلودئ. لیکن کله چي ده مبارک (عليه السلام) خلګ د یوه الله جل جلاله د عبادت خوا ته را وبلل او د الله جل جلاله پر وحدانیت د ایمان راوړلو لپاره ئې خلګو ته دعوت وکئ نو حضرت صالح (عليه السلام) ئې مکمل پرېښودئ او خلګو ځان ځني لیري کئ.
د سیدنا صالح (عليه السلام) قوم (ثمودیانو) به ده ته ویل؛ لکه ذکر چي ئې په قرآن کريم کي داسي راغلی دئ:
« دوی وویل! اې صالح! د دې د مخه مو تاسو ته ډېر امیدونه درلوده.»
یعني د دې دعوت د مخه خو تا زموږ په منځ کي ښه او لوړ مقام او منزلت درلودئ، زموږ ښه توقوعات او طمعي په تا پوري تړلي وې، لیکن په دې نوع خبرو سره خو تا زموږ ټول امیدونه را ضایع کړل.
او د ثمودیانو نوري خبري الله تعالی جل جلاله په سورة هود (۶۲) ایة شریف کي داسي را نقل کړي دي:
أَتَنْهَىٰنَآ أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِى شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍ
ژباړه: ته مو څنګه د هغه څه د عبادت څخه منع کوې (اې صالح!) چي زموږ پلرونو ئې عبادت کوئ، يقيناً چي موږ په شک کي يو، د هغه څه په باب چي ته مو ورته دعوتوې.
خو د دې هري خبري با وجود حضرت صالح (عليه السلام) خپل د قوم خلک د یوه الله (عزوجل) عبادت ته رابلل او دوی ته به ئې ویل: اې زما قومه، د یوه رب عبادت وکئ، د هغه څښتن بغیر تاسو بل معبود او خالق نه لرئ.
نوربيا...
www.taleemulislam.net