تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت صالح عليه السلام (درېيمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2024
  0
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
حضرت صالح عليه السلام
(درېيمه برخه)
 
په ثمودیانو کي هیچا دا نسوای ویلای چي دا اوښه جادوګرانو پیدا کړې ده، د دوی د سترګو په وړاندي ئې شتون درلودی. د دوی په علاقه کي چي به دا اوښه هر چيري تلله، نو تللای به سوای، يعني چا ئې مخه نه را ګرځوله او کله چي به ئې اوبه چیښلې نو به د څاه ټولي اوبه ئې څښلې او هغه خلګو به د دې اوښي شیدې څښلې او هغه شیدې به دوني ډېري وې، چي د دې ټولو خلګو بس کېدلې. د دوی (يعني ثموديانو) مخ ته ئې ولادت وسو، یعني د اوښي بل بچی پیدا سو او په شکل و صورت کي بلکل مور ته سوی وو. خلګو به چي دا اوښه او بچي ئې لیدل، ډېر به ورته حیران وه او دا کوچنی اوښ (جونګی) به هر وخت خپل د مور سره وو او دا هر څه یو واضح نښاني وه. هغه اوښه تر یوه وخته پوري د دوی په منځ کي وه، الله جل جلاله فرمایلي دي: موږ د ثمود و قوم ته اوښه د یوه نښانې په توګه ورکړې وه لیکن دوی ظلم باندي وکی، حالانکه دا نښانې موږ د خلګو د بېرولو او خبردارولو په خاطر را استوو.‎
 
‎لکه څنګه چي دا ډېره واضح او غټه نښاني وه، باید چي ټولو خلګو ایمان راوړي وای، لیکن اکثره د دوی څخه پر همهغه کفر باقي پاته سوه، بیا د قوم مشرانو مشوره سره وکړله، چي دې صالح (عليه السلام) ته باید یو ضرب (او خوَږ) ور ورسو، که مو صالح (عليه السلام) دغسې پرې ښودئ یعني دی او خپل کار، نو داسي نه وي چي خلګ موږ پرې ږدي او په ده پسې سي. دې اوښي خو موږ په مصیبت کي اچولي یو. نو هغه وو چي د دې اوښي د بدیانو بیانول ئې شروع کړل، او داسي به ئې ویل: چي دا خو یوه مکمله ورځ اوبه څښي او په هغه ورځ موږ اوبو ته ورنږدې کېدلای لا نسو. او په شکل و صورت کي دومره هیبتناکه ده چي د دې په لیدلو سره زموږ پسونه او بزې تښتي، اوښان مو لا ځني په وهم کي وي، نو باید د دې څخه ځان خلاص کو، په دا رقم ئې خپل په منځ کي مشورې سره کولې، چي بالآخره یو نفر ئې د دې کار د پاره انتخاب کئ. د مؤرخینو پر دې اتفاق دئ، چي د هغه کس نوم قُدار بن سالف وو. یو ملګری هم ورسره وو او دا اوښه ئې قتل کړه.
 
الله تعالی د سورة القمر په ۲۹ او ۳۰ ایتونو کي داسي فرمايي:
 
فَنَادَوْا۟ صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ (۲۹) فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ (۳۰)
 
ژباړه: بیا ئې خپل ملګری راوغوښتئ، اوښي ته ئې لاس ور واچوئ او اوښه ئې قتل کړه، نو څنګه وو زما عذاب او زما انذار (يعني خبرداری او بېره).
 
د قُدار بن سالف بن جندع په باب رسول الله ﷺ فرمایلي دي چي په پخواني خلګو کي تر ټولو بدبخته کس همدغه وو. الله جا جلاله په قرآن کریم کي د هغه ذکر داسي کړی دئ چي:
 
فنادوا صاحبهم، خپل ملګری ئې را وغوښتئ.
 
په سورة الشمس ۱۲ ایة کي الله جل جلاله فرمايي: إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَا.
 
ژباړه: کله چي په دوی کي تر ټولو بدبخته کس را پورته سو.
 
دا بدبخته قُدار را ولاړ سو خپل پر ملګري ئې ږغ وکئ او د اوښي د قتلولو پلان ئې جوړ کئ. 
 
خپل په منځو کي ئې مشوره وکړه چي د دې خبري سره بايد احتیاط وسي چي دا اوښه چا ووژل.
 
الله جل جلاله په سورة النمل ۴۸ ایة کي فرمايي: وَكَانَ فِى ٱلْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ.
 
ژباړه: او په ښار کی ۹ نهه کسان (مشران) وه چي فساد ئې کوئ په مځکه کي او هیڅ اصلاح ئې نه کول.
 
مطلب دا چي دا خلګ د فساد هغه اخري حد ته رسېدلي وه او د اصلاح په نامه هیڅ عمل نه و پکښي پاته.
 
په بخاري شریف، مسلم او مسند احمد کي یو حدیث دئ چي رسول الله ﷺ یو وار په خپله خطبه کي د دې اوښي او د هغه قاتل ذکر وکئ، د دې ایة کریمې (اذ انبعث أشقها) په تلاوت سره ئې داسي وفرمایل چي: لکه څنګه چي ابو زمعا وو، هغسي دا کس هم خپل په قوم کي و ټولو ته عزیز او ګران و، ښه دلاوره او غټ کس وو. ټولو خلګو د دې بدبخته کس سره وعده او ژمنه وکړه او دا یقین ئې ورکئ که یو څوک ستا سره د بدي کولو اراده وکي، نو ټوله قوم به ستاسره ودرېږي. کله چي دا یقین د ثمودیانو د خوا و دا بد بخته نفر (قُدار) ته ورکول سو، نو دی د اوښي په انتظار کښېنستئ، اوښه به د غره څخه راتلل اوبه به ئې څښلې او بیرته به تلله، دغه د دې اوښي معمول مزاج وو. کله چي ئې دا اوښه ولیدل چي د غره د خوا څخه را روانه سول نو ئې ژر ور وځغستل تر څو قتل ئې کي. خو کله چي به مخامخ دا اوښه به ئې لیدل نو به د هغې رعب او هیبت به پر دوی پرې وتئ، نو بيرته به ئې ځني ځغستل او مخامخ نه سوای پر ورتللای. کله چي قُدار د خپل خلګو ځغاستي ولیدې نو ئې پر وخندل. او خپله ور مخ ته سو او د اوښي پر پښه ئې د تیر (يعني غشي) وارۍ وکئ، پدې سره د اوښي د پښې هډوکی مات سو او دا ځغاره (غځاره) سوه. بیا هغه ظالم قُدار خپل پر ملګرو ږغ وکئ - ټول پر راغله، او اوښه ئې ووژل، حلاله ئې کړله. الله جل جلاله په سورة الشمس کي فرمايي: هغه خلګو (یعني ثمودیانو) خپل د پیغمبر یعني حضرت صالح (عليه السلام) تکذیب وکئ او د درواغو نسبت ئې ورته کوئ او اوښه ئې قتل کړله، نو د دوی د دې ناوړه کارونو له وجي د دوی رب پر دوی عذاب نازل کئ.
 
او هغه کلی او د اوسېدو ځای ئې ټول برباد کئ. په قرآن کریم کي الله تعالی یو بل ځای فرمایلي دي چي دوی هغه اوښه قتل کړه او خپل د رب د حکم نافرماني ئې وکړه او خپل نبي ته ئې ویل چي: اې صالح (عليه السلام) د هغه عذابونو څخه چي تا بیرولو نو که رښتیا پیغمبر ئې راباندي را ئې وله.
 
کله چي پر دې اوښي حمله وسوه نو د اوښي بچی (يعني جونګي) د غره خوا ته وځغستل د یوه غره و ډبري ته وختئ، درې واري ئې نارې ووهلې خو دې بدبختانو هغه جونګی هم قتل کئ، بیا ټول د کلي خلګ را ټول سوه، د اوښي او د هغه جونګي غوښي ئې تیاري کړې او ښه په خوند ئې وخوړلې، پدې ګناه کي ټول ثمودیان سره شریک وه، فقط هغه کسان چي پر صالح (عليه السلام) ئې ایمان راوړی وو، هغو اشتراک پکښي ونه کئ.
 
حضرت صالح (عليه السلام) چي کله پدې پېښه خبر سو، په ځغاسته د اوښي خواته ورغلئ کله چي ئې اوښه ولیدله چي مړه ده او دوی ئې غوښي تیارولې او خوړلې ئې نو ډیر غمجن سو، خپل قوم ته ئې داسي وفرمایل: لکه الله تعالی چي په سورة هود ۶۵ ایة شریف کي فرمايي:
 
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا۟ فِى دَارِكُمْ ثَلَـٰثَةَ أَيَّامٍ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ. 
 
ژباړه: نو دوی اوښه ووژله، نو (صالح عليه السلام) ورته وفرمایل تاسو تر درو ورځو پوري خپل په کورونو کي واوسېږئ، دا وعده ده او هرګز درواغ نه دي.
 
نو سیدنا صالح (عليه السلام) په واضح الفاظو ورته وفرمایل چي تر درو ورځو پوري ښه هستوګن سي د هغه وروسته به تاسو ته هیڅ مهلت در نه کول سي او ستاسو د دې کفر او نافرمانۍ له وجي به تاسو ټوله هلاک سی.
 
مأخذ: تفسير ابن کثير او تاريخ طبري
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته