تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت صالح عليه السلام/ دوهمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حضرت صالح عليه السلام
(دوهمه برخه)

 

د ټولو نبیانو همدغه پیغام وو. هر پیغمبر خپل قوم ته د واحد حقیقي معبود د عبادت کولو امر کوي او دا به ئې هر وخت ورته ويل چي همدغه خالق (عزوجل) دئ چي تاسو ئې د دې مځکي او خاوري څخه پیدا کړي یاست، او دغه مځکه ئې ستاسو د هستوګني او اوسېدو ځای ګرځولی دئ. د الله جل جلاله څخه د مغفرت او بخښني غوښتنه وکئ، یقیناً چي الله (رب العزة) قریب او نږدې دئ او د هر دعا غوښتونکي دعا قبلوي.


اې زما قومه، تاسو تر نېکي د مخه پر بدي کولو تلوار کوئ، د الله جل جلاله څخه بخښنه او مغفرت ولي نه غواړئ چي پر تاسو رحم وکي!؟

 
پر الله تعالی ایمان راوړئ، زما اطاعت وکئ او هغه کسان چي تر حد تېرېدونکي دي د هغو اطاعت او فرمانبرداري مه کوئ.


هغه مسرفین (تر حد تېردونکي) په ملک کي اصلاح کوونکي نه دي او هغوی فساد خپرونکي دي. حضرت صالح (عليه السلام) هم خپل قوم ته هغسي نصیحت کوئ لکه څنګه چي حضرت هود (عليه السلام) به هر وخت په پوره امانت داری سره خپل قوم ته دعوت کوئ. لیکن ثمودیان هم دغسي ظلم وکئ لکه د عاد قوم چي کوئ، او دا به ئې ویل چي دا څنګه کېدای سي چي موږ ټول دي د دې یو کس تابع سو او د ده د فضیلت سبب څه شي دئ؟ موږ دا نسو منلای چي په موږ ټولو کي دي پر دا کس د الله جل جلاله خبري نازلیږي. د ثمودیانو بد اخلاقي نوره هم اضافه کېدله، هغه وو چي حضرت صالح (عليه السلام) ته ئې د درواغجن لقب کاروئ، او جادوګر به ئې ورته ویلئ. بیا دغه کافرو او سرکښو خلګو د حضرت صالح (عليه السلام) پیروانو ته ویل چي: ایا تاسو پر صالح (عليه السلام) ایمان راوړی دئ؟ موږ خو ئې منکره یو او پر ده مو هيڅ د رښتیا ویونکي شک نه راځي.


ټول انبیاء (عليه السلام) د داسي ناخوالو او مشکلاتو سره مخ سوي دي، خپل د قوم خلکو د دوی پر وړاندي بد الفاظ کارولي دي، استهزاء او تمسخر ئې پر کړي دي، لیکن دوی مبارکانو به د حکمت د مختلفو لارو چارو څخه کار اخیستئ. تر څو خپل د قوم خلګ اصلاح کي او د حق و لاري ته ئې راوبولي.


یو بل تور (او تهمت) چي ثمودیانو پر صالح (عليه السلام) وتړئ هغه دا وو چي: دوی به حضرت صالح (عليه السلام) ته ویل : کوم ناسیت (او منهوسي) چي موږ ته راغلې ده هغه ستا او ستا د پیروانو له لاسه ده او دا ستاسو د خاطره پر موږ داسي مشکلات او مصیبتونه راغلي دي، نو تاسو زموږ څخه لېري سئ او دا ځای پرې ږدئ.


حضرت صالح (عليه السلام) په جواب کي دوی ته داسي وویل: پر تاسو دا ناسیت او مشکلات د الله (عزوجل) له طرفه دي او تاسو په فتنه او ابتلأ کي لوېدلي یاست.


د ثمودیانو دښمني د خپل نبی حضرت صالح (عليه السلام) سره نوره هم ګرمه سوه. تر دې حده چي دوی به و سیدنا صالح (عليه السلام) ته ویل چي: ته زموږ مجلسونو ته مه راځه، ولي چي ته منحوسه يې، یعني بېخي دي لاره راسره چپه وه.
نو د دې هر څه وروسته حضرت صالح (عليه السلام) خپل قوم د الله جل جلاله د عذابه وبېرول او د عذاب اخطار ئې ورکئ، لکه څنګه چي الله جل جلاله په سورة هود ۶۳ ایة کریمه کي داسي فرمايي:


قَالَ يَـٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى مِنْهُ رَحْمَةً فَمَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُۥ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِى غَيْرَ تَخْسِيرٍ
ژباړه: حضرت صالح (عليه السلام) ورته وویل: اې زما قومه، ماته دا ووایاست که زه خپل د رب د جانبه پر یو قوي دلیل باندي یم او زما پروردګار خپل د طرفه پر ما رحمت نازل کړی دئ، نو که زه ئې نافرماني وکم، بیا څوک دی چي زما سره مرسته وکي (یعني بیا به نو څوک ما د الله جل جلاله د عذابه خلاص کي) تاسو خو زما نقصان او تاوان را زیاتوئ.


حضرت صالح (عليه السلام) خپل د قوم خلګو ته وویل: اې زما قومه، فرضاً که زه پر حق باندي يم، (حالانکه یقیناً چي پر حق باندي یم.) او الله تعالی پر ما د نبوت رحمت هم نازل کړی دئ، د دومره سترو احسانونو با وجود که زه ستاسو په خوله وکم، او د خپل رب نافرماني شروع کم، نو یقیناً چي زه به په یو غټ نقصان کي ولوېږم او تاسو ټوله به راسره تاوانیان سئ. د دې لپاره چي قوم ئې د سیدنا صالح (عليه السلام) خوله ور بنده کي او دی مبارک (عليه السلام) د خپل دعوتَ واچوي نو ئې ورته وویل چي ستا خبري موږ تر هغو نه منو تر څو خپل د رب د خوا څخه یو ښکاره دلیل راته را نه وړې، یعني یوه معجزه راښکاره که.


او بیا ئې دا ورته وویل چي هغه معجزه دي زموږ د خوښي مطابق وي. نو بیا ئې ورته وویل چي: په دې وادي کي د غره په څنډه کي د یوې ډبري څخه شیدې ورکوونکې لس میاشتنیۍ حامله اوښه را وباسه او هغه باید سور رنګه وي. د دې معجزې د طلبولو وروسته هغه د قوم سرداران او مشران ئې یوې خواته کښېنستل او مسخرې ئې باندي شروع کړې، یوه ویل هغه اوښه دي حامله وي، بل ویل د هغه رنګ دي سور وي، بل بیا ورته ویل چي د ډېرو وړیو درلودونکې وي، څلورم سردار به ویل چي ډېره باید غټه وي او داسي چاغه اوښه باید موږ هیڅکله نه وي لیدلې، پنځم سردار به ویل چي دونه دي غټه وي چي یوه ورځ دي د څاه اوبه یوازي دا چيښي او بله ورځ دي موږ چيښو.


دې سردارانو او د قوم مشرانو به داسي مسخرې او استهزاء کوله او د معجزې د غوښتلو ډېر فرمايشات يې بیان کړل. نو بیا حضرت صالح (عليه السلام) ورته وویل که ستاسو د دې فرمایشاتو مطابق اوښه درته وړاندي سي، (يعني د الله تعالی له لوري دا معجزه در ته پېش کم) نو بیا ایمان راوړئ؟ ټولو په اتفاق سره وویل چي: و، خامخا ایمان راوړو.


نو بیا حضرت صالح (عليه السلام) ورته وویل: یوه ورځ سره انتخاب کئ او په هغه ټاکل سوي وخت ټول کسان سره را ټول کئ. د دوی په حضور کي حضرت صالح (عليه السلام) و الله جل جلاله ته دعا وکړل او د معجزې طلب او خواست يې وکئ. د دوی ټولو مخ ته ډبره وچاودېدل او همهغه سي اوښه ځني راووتل لکه دوی چي ئې غوښتنه کړې وه. په ټول ژوند ئې داسي اوښه نه وه لیدلې، ټول هغه اوصاف او خواص پکښي کي وه، چي دوی ورته ویلي وه. الله جل جلاله د حضرت صالح (عليه السلام) قول په سورة هود ۶۴ ایة شریف کي داسي را نقل کړی دئ:
وَيَـٰقَوْمِ هَـٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ


ژباړه: اې زما قومه! دا د الله تعالی اوښه ده او ستاسو لپاره يوه نښانه ده، نو پرې ئې ږدئ چي د الله (رب العزة) په مځکه کي خوراک وکي او هیڅ ضرر مه ور رسوئ، که نه نږدې دی چي عذاب درباندي راسي.


دې اوښي ته ځکه ناقة الله (یعني د الله تعالی اوښه) وايي چي د بلي هیڅ اوښي څخه نه ده پیدا سوې.


اوس نو سیدنا صالح (عليه السلام) خپل قوم ته وویل: اې خلګو یوه ورځ به دا اوښه اوبه چيښي او دا بله ورځ به ئې تاسو څښئ او ستاسو څخه باید هیڅ څوک و دې اوښي ته ضرر او تاوان ور ونه رسوی، که نه نو د الله تعالی بدترین عذاب به درته راسي. الله تعالی په سورة القمر ۲۷ ایت کریمه کي داسي فرمايي:


إِنَّا مُرْسِلُوا۟ ٱلنَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَٱرْتَقِبْهُمْ وَٱصْطَبِرْ


ژباړه: یقیناً موږ دا اوښه دوی ته د فتنې (ازمایښت) په ډول ور استولې ده، نو (د دوی انجام او پایله) وګوره او صبر ورته وکه.


یعني الله ﷻ سیدنا صالح (عليه السلام) ته وفرمایل چي: دوی ستا په خبرو باور او یقین نه کوي نو د دوی د انجام او بربادۍ نظاره وکه او صبر ورته وکه. یعني ثمودیانو د اوښي د معجزې غوښتنه وکړه او هغه هم الله تعالی ور پوره کړل د هغې اړوند قوانین ئې هم ورته بیان کړل چي پر اوبو یو ورځ د اوښي اختیار دئ او یو ورځ د دوی او هیڅ نوع ضرر باید دا اوښي ته ور ونه رسېږي. په سورة الشمس ۱۳ ایة کریمه کي الله جل جلاله فرمايي:


فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَـٰهَا.


ژباړه: او د الله جل جلاله رسول ورته وویل (هیڅ آزار مه ور رسوئ د)  الله جل جلاله اوښي ته (او مه ئې منع کوئ) د اوبو څښلو څخه.


د دې معجزې په لیدو سره خلګ په دوو ګروپونو ووېشل سوه، یوه ډله هغه کسان چي پر صالح (عليه السلام) ئې ایمان راوړی او د دې معجزې تصدیق ئې وکئ. بله هغه ډله وه چي خپل پر کفري عقیده ولاړ وه، ایمان ئې نه راوړی او هغه اکثریت هم وه.


سبحان الله، د دومره ستري معجزې د مشاهده کولو با وجود بیا هم د دوی و زړونو ته ایمان نه سو داخل. لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمایلي دي: دوی خپله د معجزې طلب وکئ، هر څه ئې خپل په سترګو ښه واضح ولیدل لیکن بیا هم پر ظلم ولاړ وه او پر کفر ئې ټینګار کوئ. الله جل جلاله په سورة الحجر ۸۱ ایت شریف کي فرمايي:


وَءَاتَيْنَـٰهُمْ ءَايَـٰتِنَا فَكَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ.


ژباړه: او موږ دوی ته خپل نښانې ور ښکاره کړې، لیکن دوی مخ اړونکي وه.


او همدارنګه په سورة الاسراء کي الله جل جلاله فرمایلي دي چي: موږ د ثمود و قوم ته اوښه د یوې نښانې په توګه ورکړه، لیکن دوی ظلم باندي وکی او یقیناً هغه یوه واضح نښاني وه.

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته