لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مور او پلار
(درېیمه برخه)
مور او پلار د شریعت په رڼا کي
۶– په ناسته، ولاړه او تګ کي د هغوی احترام ساتل
د مور او پلار احترام په هر حال کي ساتل پکار دی؛ خصوصا په مجالسو او تګ راتګ کي په دې اړ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایي:
قال أبو هريرة -رضي الله عنه- وهو يعظ رجلاً في بر أبيه: "لا تمشي أمام أبيك، ولا تجلس قبله، ولا تدعه باسمه".
ابو هريره رضی الله عنه يو کس وليد چي د يو کس وروسته روان وو ، هغه ته یې وويل دا څوک دی ؟ هغه کس وويل: دا زما پلار دی ، ابي هريره وويل : هغه په خپل نامه مه بوله، د هغه په مخ کي مه کښېنه او د هغه څخه مخکي مه ځه.
۷- د هغوی د ضرورياتو پوره کول
که چيرې والدين محتاج وي نو د هغوی نفقه، پوښاک، استوګن ځای او درملنه پر اولادونو باندي فرض ده.
په مخکنيو آيتونو کي د هغوی سره د احسان او شکر حکم تر ټول ستر احسان او تر ټولو افضل شکر پر هغوی باندي خرچه کول دي.
په دې اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إن أولادكم من أطيب كسبكم، فكلوا من كسب أولادكم» (رواه النسائي).
ژباړه : يقنياً ستاسي اولادونه ستاسي غوره کسب دی، نو د خپلو اولادونو له کسب څخه يې خورئ .
۹ - د هغوی خدمت کول
که چيرې والدين ضعيف او محتاج وي د هغوی هر ډول خدمت کول پر اولادونو باندې لازم دی ، په مخکنې حديث شريف مو ولوستل چي : يو کس په جهاد کي د برخې اخيستلو لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اجازه و غوښته، جناب هغه ته وفرمايل: چي پلار دي ژوندی دی، هغه کس وويل: هو! جناب ورته وفرمايل ولاړ سه د پلار خدمت دي وکړه هماغه جهاد دی .البته دا په هغه صورت کي چي جهاد فرض کفايي وي .
۸- د وفات څخه وروسته د والدينو حقونه
د والدينو تر وفات وروسته د هغوی لومړی او ضروري حق دا دی، چي د هغوی قرضونه ادا شي او که فديه ورباندي وي هغه هم ادا شي او که وصيت يې کړی وي وصيت يې ادا شي.
او بل حق يې دا دی چي هغوی ته دعا وشي او د هغوی د خپلوانو سره خپلوي و پالل شي.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس عرض وکړ پر ما باندي د خپل وفات شوي پلار څه حق شته؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو: هغوی ته دعا کول او استغفار غوښتل، د هغوي پر وعدو او تعهوداتو وفا کول او د دهغوی د خپلوانو او ملګرو اکرام او صله رحمي کول (رواه ابن الماجه)
نور بیا...
www.taleemulislam.net