تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۷۵)
نوم: وحیدالله
سوال : که چیري د یو چا اولاد( زوی یا لور) کوچنی وي او د نوموړي ماشوم د مور اولاد په نس سي تر څومره وخت پوري د نوموړي ماشوم مور ته اجازه سته چي خپل اولاد ختم کړي د دوا په ذریعه؟
جواب : حامداً و مصلياً
د څلورو میاشتو یا د څلورو میاشتو څخه د زیاتي مودې حمل( ماشوم د مور په نس ) اسقاطول حرام او د انسان د وژلو په اندازه ګناه لري، تر څلورو میاشتو د کمي مودې حمل یعني چي روح نه وي ورکړل سوې او نه ئې انساني جسم او اندامونه جوړ سوي وي د سختي اړتیا او ضرورت په وخت کي جواز لري.
تاسو چي کوم عذر ذکر کړی دی دا پر ځای عذر نه ښکاري. والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وقالوا أيضاً: يباح إسقاط الولد قبل أربعة أشهر، ولو بلا إذن الزوج. الفقه الاسلامي: ج۷، ص۱۰۸.
(۲): شرب الدواء لاجل اسقاط ان یصیر صورة یجوز عندالضرورة و الکف عن هذا خیرو اولی. الفتاوي التاتارخانیه: ج۴، ص۳۴۵، الفصل (۲۶) المتفرقات.
(۳): قالوا: يباح لها أن تعالج في استنزال الدم ما دام الحمل مضغة أو علقة ولم يخلق له عضو ، وقدروا تلك المدة بمائة وعشرين يوما ، وإنما أباحوا ذلك ؛ لأنه ليس بآدمي. شامي: ج۱، ص۲۲۱، باب الحیض.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
www.taleemulislam.net