تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:د ښځي لپاره د ورېښتانو پرې کول
 
  November 14, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۷۳)

نوم: محب الله

د اوسېدو ځاى: (نیویارک امریکا)

سوال : د ښځي د سر وریښتان چي روزمره خیژي نو ایا ساتل ئې په کار دي که په کچره داني کي واچول سی ایا حرام کار دی؟ که ښځه خپل پیکی د خاوند له پاره غچی کړي یا ټولو ورېښتانو ته یو رقم په غچي سټایل ( فیشن) ورکړي نو ایا دا حرام کار دی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو پوښتنه په دوه اړخه ویشل سوې ده.

۱: د  ښځو ختل سوي وريښان باید  په یو ښه توګه محفوظ کړل سي، هغه چي په څرنګه وی، او که چیري بله لار ئې نه وي نو که کچره دانۍ ته واچول سي پروا نه لري. 
۲: د ښځو له پاره وریښتان زینت( ښکلا) دی، پرته له سختي مجبورۍ د هغه پریکول جائز نه دي، پر داسو ښځو چي خپل وریښتان پریکوي جناب نبي کریم صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فإذا قلم أطفاره أو جز شعره ينبغي أن يدفن ذلك الظفر والشعر المجزوز فإن رمى به فلا بأس وإن ألقاه في الكنيف أو في المغتسل يكره ذلك لأن ذلك.... يدفن أربعة الظفر والشعر وخرقة الحيض والدم كذا في الفتاوى العتابية. الفتاوي  الهندیة: کتاب الکراهیة، الباب التاسع عشر. ج۵، ص۳۵۸، رشیدیة.
(۲): عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ. بخاري: ج۲، ص۸۷۴، باب المتشبهین بالنساء والمتشبهات بالرجال. قدیمي کتب خانه.
(۳): ولو حلقت المرأة رأسها فإن فعلت لوجع أصابها لا بأس به وإن فعلت ذلك تشبها بالرجل فهو مكروه. الفتاوي الهندیة: ج۵، ص۳۵۸، کتاب الکراهیم الباب التاسع عشر، رشیدیة. 
جواب: ... جی ہاں! عورتوں کو یہ بال یا تو دفن کر دینے چاہئیں یا دریا بُرد کردینے چاہیئں. 
جواب... عورتوں کیلئے بال زینت ہیں اور بغیر کسی مجبوری کی  ان کاٹنا مکروه ہے، آج کل لڑکیوں میں بال کاٹنے کا فیشن ہے۔ اس لئے بال کاٹنا پر ایسی بے دین عورتوں کی مشابہت بهی ہے. آپ کامسائل اور انکاحل: ج۸، ص۳۲۷- ۳۳۶.

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته