تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له مرګ وروسته د مور او پلار حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼّ
  September 7, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له مرګ وروسته د مور او پلار حقوق 


کله چي مور او پلار وفات شي نو اسلامي شريعت په بچيانو باندي د دوی لپاره يوشمير حقوق لازم کړي دي چي بچيان ئې بايد ترسره کړي؛ تر څو د مور او پلار له مرګ وروسته هم ورته الله جل جلاله زيات اجر او ثواب ورکړي، هغه حقوق چي د مور او پلار له مرګ وروسته پر اولاد باندي لازم دي، په لاندي ډول دي.


ابو سعید ساعدي رضی الله عنه وايي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و چي د سلمه قبیلې یو تن راغی او وې ویل: ای د الله تعالی رسوله! ایا زما د مور او پلار له مرګ نه وروسته څه شی پاتې دی چي زه یې ترسره کړم؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هو! هغوی ته د بښني او مغفرت دعا، د هغوی د وعدو پوره کول، د هغوی له خپلوانو او دوستانو سره تګ راتګ کول. 


په پورته حدیث کي چي کوم ذکر شوی په تفصیلي توګه په لاندي ډول دئ.


۱: هغوی ته د بښني غوښتنه


د مور او پلار تر مړیني وروسته هغوی ته بښنه غوښتل د بچیانو له وظائفو او د مور او پلار سره د وفادارۍ او د هغوی د زحمتونو د منني او قدردانی په معنی ده، الله تعالی فرمايي:


وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. 


ژباړه: او وایه ربه زما مهربانه! «بښنه» وکړه دوی دواړو ته لکه چي تربیه یې کړې ده زما په هغه حال کي چي زه صغیر «کمکی» وم.


د نېکو بچیانو د نېکو دعاګانو څخه د مور او پلار برخمن کيدل په خپله یوه روښانه موضوع ده؛ ځکه له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: کله چي یو انسان مړ شي د هغه ټول عملونه «پرته له درې عملونو» څخه پای ته رسېږي: صدقه جاریه، هغه علم چي ګټه ترې اخیستل کيږي او صالح بچی چي هغه ته دعا کوي.


له بله اړخه بچي چي مور او پلار ته کومه دعا کوي خپله هم ترې برخمن کيږي الله تعالی هغه دریو نفرو ته چي یو غار ته یې پناه وړې وه او د یوې غټې تېږي په واسطه ورپسې د غار خوله بنده شوه نو د هر یو د دعا په برکت د غار خوله خلاصه شوه.


د دې درې واړو له جملې څخه یو تن وویل: خدایه! زما زاړه مور او پلار ول چي هېڅکله مي له هغوی دواړو مخکي خولې ته اوبه یا خوراک نه دی وروړی، یوه ورځ د دې له امله چي ډېر لري وم ومي نه شو کړای چي په خپل وخت کور ته ورسېږم او د هغوی لپاره ماښامی تیار کړم کله چي کور ته ورسېدم هغه دواړه ویده ول ځانته مي اجازه ورنکړه چي له هغوی مخکي ډوډۍ وخورم د هغوی د ډوډۍ لوښي کي مي ډوډۍ تیاره کړه او د هغوی راویښېدو ته منتظر وم، تر دې چي سهار را وختو هغوی رابېدار شول او خپل خواړه یې وخوړل، خدایه که چيرته ما دغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو موږ ته له دې غار څخه نجات راکړه!


ناڅاپه د غار خولې ته پرتې تیږي حرکت وکړ او لږ سوری پکي پیدا شو، له دې وروسته هغو دوو نورو نفرو هم خپل نېک عملونه وسیله کړل او تیږه له خپل ځایه لري شوه او د غار خوله خلاصه شوه.


۲: د وصیت عملي کول


د هغه مور یا پلار چي وفات شوي وي وصیت عملي کول د کفن، دفن او قرض له اداء کولو وروسته واجب دي، ځکه الله تعالی ویلي: مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ.


ژباړه: « د میراث وېش » د وصیت له اجرا ء وروسته چي ترسره شوي دی او د قرض له اداء وروسته ترسره کيږي.


وصیت هغه وخت اجراء کيږي چي د وارثانو څخه پرته بل چا ته وي او د مال له یو پر درې برخي څخه زیات نه وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: ثلث اګر چي زیات دي مګر کافي دی، ځکه که چيري ته خپل وارثان بې احتیاجه پرېږدې له دې غوره دی چي هغوی چاته محتاج پرېږدې.


مګر هغه وخت د ورثه وو له جملې څخه یو چا ته وصیت کول جائز دي چي د نورو وارثانو ورباندي خوښه وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: الله تعالی هر د حق خاوند ته د هغه حق ټاکلی او معلوم کړی دی نو وارثانو ته وصیت کول جائز نه دئ.


۳: د قرض اداء کول


د مور او پلار له مړیني وروسته د هغوی د قرضونو اداء کول که د الله تعالی حق وي او یا هم د بنده ګانو، د هغوی پر بچیانو باندې واجب دی.

مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ


ژباړه: پس له اداء کولو  د وصیت څخه چي وصیت وکړي میت په هغه سره یا پس « له اداء کولو » د دین « قرض » څخه.


که چيرته د مور او پلار له جملې څخه یو تن وفات شي او حج یا عمرې ته د تللو مالي توانايي لرله، د تللو اراده او نیت یې هم کړی وي مګر د څه دلائلو له وجې د هغې په کولو باندي نه ؤ توانېدلی نو په بچیانو باندي یې واجب ده چي د هغه پر ځای دغه فریضه اداء کړي.


یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی ورته وې وویل: مور مي وفات شوه او وې نه کړای شو چي د حج فریضه اداء کړي، ایا زه کولی شم د هغه پر ځای حج ته ولاړ شم؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هو؛ د الله تعالی قرض اداء کول په لومړیتوب کي قرار لري.

 

۴: د خپلوۍ پالل


د مور او پلار له مړیني وروسته پر خپلو بچیانو باندي دا حق لري چي د هغوی قومیانو او خپلوانو سره رابطه وساتي، دغه کار هغوی ته یو ډول احترام او له هغوی « مور او پلار » څخه د منني په معنی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: تر ټولو غوره او نېک کار د مور او پلار له خپلوانو او دوستانو سره د خپلوۍ پالل دي.


د بېلګې په توګه: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خدیجې رضی الله عنها د خپلوانو ډېر عزت او احترام کاوه، د خدیجې رضی الله عنها د خور « هاله » لیدني او پوښتني ته به ورتلو، کله به یې یو پسه حلال کړ او غوښه به یې د خدیجې رضی الله عنها د خپلوانو ترمنځ وویشله.


کله چي د خپلي مېرمني د خپلوانو عزت او احترام په دې ډول وي نو د مور او پلار د قومیانو، خپلوانو او دوستانو عزت او احترام خو ضرور په لومړیتوبونو کي قرار لري.


یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د عربو یو کس سره مخامخ شو، هغه ته یې یوه قیمتي چپنه ورکړه، ملګرو یې ورته وویل: داسي هم کيده چي له دې نه دي ورته یوه ارزانه چپنه ورکړې وای!


عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وویل: دا مي د پلار د دوستانو له جملې څخه ؤ، ما خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چي ویل به یې: د نېکو کارونو له جملې څخه تر ټولو غوره او نېک کار د بچیانو له خوا د مور او پلار د خپلوانو سره د خپلوۍ پالل دي.


د مور او پلار د خپلوانو لیدنه کتنه یو مطلوب کار دی، ابو برده رضی الله عنه وايي چي زه مدینې ته داخل شوم، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما راته راغی او وې ویل: پوهېږې چي ولي تاته راغلم؟


ورته مې وویل: نه!


هغه وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اورېدلي چي ویل به یې: هر څوک چي غواړي په هدیره کي د مور او پلار زیارت او ملاقات ته ولاړ شي؛ نو د هغوی د دوستانو لیدنه دي وکړي.


پوهېږم چي زما د پلار ستا د پلار سره ملګرتیا وه، ومې غوښتل د خپل مسؤلیت د اداء کولو له وجې ستا ملاقات ته راشم.


په ټولیز ډول د والدینو په وړاندي بچیان د زیاتو مسؤلیتونو درلودونکي دي، مګر بدبختانه په زیاتو مواردو کي بچیان د خپلو مسؤلیتونو پر وړاندي کوتاهي کوي او د مور او پلار دواړو یا د هغوی له جملې څخه د یو په حق کي په وړ ډول هڅه نه کوي او نه هم د مسؤلیت احساس کوي، که څه هم قصد، نیت او هڅه د توان تر حده پوري مقصود دی او هر څوک چي څومره زیار ګالي نو په هماغه اندازه به ثواب ورکول کيږي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: هېڅ بچی نه شي کولی د مور او پلار په وړاندي د مسؤلیت څخه خلاص شي، مګر دا چي هغوی غلامان وي او بچیان یې هغوی واخلي او ازاد یې کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته