تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
باسیواده ځوانان د هیواد د آبادۍ مسؤل دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 24, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


باسیواده ځوانان د هیواد د آبادۍ مسؤل دي 


زموږ په هیواد کي ځیني تعلیم یافته ځوانان په دې فکر کي دي، چي دوی د دې له پاره تعلیم کوي، چي په راتلونکي کي د خپل علم په مرسته زیاتي پیسې ترلاسه کړي او په یو ښه لوی شرکت یا دفتر کي با صلاحیته وظیفه ورکړل سي.


بدبختانه په دې وروستیو شلو کلونو کي دغه ډول ماده پرسته فکر لا وده وکړه او تعلیم د ځینو ځوانانو په آند د پیسو ګټلو یوه وسیله وګڼل سوه.


بله د اندېښنې وړ خبره بیا دا ده، چي ځيني ځوانان په دې فکر چي ښایي په خپل وطن کي ئې د تعلیم قدر ونه سي، نو خپل وطن ئې پرېښود او بهرنیو هیوادونو ته مهاجر سول. 


دلته پوښتنه دا ده، چي د علم د زده کولو هدف څه دئ؟ آیا علم د دې له پاره زده کړو، چي په مرسته ئې خپل جېب ډک کړو؟ آیا علم د دې له پاره زده کړو، چي فقط صلاحیت لرونکې او لوړ معاش لرونکې وظیفه ترلاسه کړو؟


د علم د زده کړي یو له اساسي اهدافو څخه دا دئ، چي موږ خپل ځان او خپله ټولنه وپېژنو او د خپل علم په مرسته د خپل ځان او د خپلي ټولني د اصلاح، ثبات او پرمختګ لاري چاري وسنجوو. 


تعلیم یافته ځوان باید د مادي فکر پر ځای معنوي فکر ولري، باید د زیاتو پیسو ګټلو پر ځای ټولني ته د خیر رسوني فکر له ځان سره ولري.


تعلیم یافته ځوان باید د خپل هیواد د آبادۍ فکر له ځان سره ولري، باید د خپل مسلک له لاري په خورا نوښتګره توګه هیواد او خپلو خلګو ته کار وکړي.


په نړۍ کي چي موږ کوم هیوادونه ګورو، چي زیات پرمختګونه ئې کړي، دوی دغه پرمختګ د خپلو تعلیم یافته ځوانانو پر مټ ترسره کړی دئ، د تعلیم په مرسته نن ورځ دا هیوادونه په بېلابیلو برخو کي خورا لویي لاسته راوړني لري. 


چین، جاپان، هند او ځیني نور هیوادونه یو وخت د آسیا په کچه تر ټولو بېوزله او له هره اړخه وروسته پاته هیوادونه ول، خو نن موږ وینو چي دې هیوادونو په ډېره کمه موده کي خورا لوی او حیرانوونکي پرمختګونه کړي دي، علم دا ټول ناممکن پرمختګونه د دوی له پاره ممکن کړل.


افغانستان تر هیچا کم نه دئ، دلته خورا زیاته بشري قوه سته، د دې هیواد د نفوس اکثریت برخه ځوانه طبقه تشکیلوي، که د افغانستان ځوانان د تعلیم ارزښت او د خپل ملک آیندې ته متوجه سي او اسلامي امارت بیا د علم ترویج او پرمختګ ته لا اوږه ورکړي، نو افغانستان به په نږدې راتلونکي کي د سیمي په کچه د خورا لویو پرمختګونو شاهد وي.

 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته