تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وخت ډیر راڅخه خفه دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 31, 2024
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


وخت ډیر راڅخه خفه دی

 

وخت ډیر راڅخه خفه دئ، موږ همېشه خپل وخت ضایع کړی دې، ډیر عبث او فالتو کارونه مو کړي دي، همېشه مو وخت ضایع کړی دئ، اضافه او غیر ضروري کارونو ته مو اولیت ورکړی دئ، څونه چي مو باید د خپل وخت څخه ګټه اخیستې وای، په هغه اندازه مو یې قدر نه دی کړئ، باید ډیر افسوس راته ودریږي:


ددې لپاره چي تیر سوی ژوند مو عبث تیر کړی دئ.


ددې لپاره چي د وخت قدر مو نه دی کړی.


ددې لپاره چي په ژوند کي مو خلګ ازار کړي دي.


ددې لپاره چي د انسانانو څخه مو خندا اخیستې ده.


او تر ټولو مهمه دا چي، د الله پاک نافرماني مو کړې ده.


ددې لپاره چي د الله پاک سره کړي وعدې مو ماتي کړي دي.


ددې لپاره چي وخت مو د ګناه په کارونو مصرف کړی دی.


ددې لپاره چي الله مو ناراضه کړی دی.


ددې لپاره چي د نېکیو په کولو کي مو ځنډ راوستلی دی.


ددې لپاره چي ځان مو د لویو او کوچنیو ګناهونو مرتکب ګرځولی دی. 


سر د نن څخه باید الله پاک ته توبه وباسو، الله پاک دي نور د ګناه توفیق نه راکوي، الله تعالی دي مو د کبیره او صغیره ګناهونو څخه حفاظت وکړي، خدای پاک دي مو د غلطو افکارو، افعالو او اقوالو توفیق راڅخه واخلي.


نور باید ژوند ته متوجه سو، باید ځان الله پاک ته محبوب کړو، باید پاته کوښښ مو د الله پاک د رضایت پر حاصلولو وکړو، باید ځانونه اصلاح کړو، نور بس ده، د کړل سوي ګناهونو حساب ورکول لا زموږ لپاره لوی هلاکت دی، که چیري ګناهونو ته ادامه ورکو نو حساب به یې څنګه ورکوو.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته