لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له خپل ذهنه جنت جوړ کړئ
ښه او بد هغه څه دي چي تاسو په خپل ذهن کي جوړ کړي. فکر، ذهن، لید او احساساتو مو کابو کړئ، هري ماتي ته د ژوند د ورانېدو او خرابېدو په سترګه مه ګورئ، او مه هره بریا خپله وروستۍ بریا ګنئ، هرڅه ته خوشبین اوسئ، غمجني پیښي او تراژیدۍ؛ لکه: د دندي له لاسه ورکول، په امتحان کي کمي نمرې وړل، په اقتصادي چارو کي تش لاس، په ستونزو او مشکلاتو پسي سر مه ګرځوئ، که نه تاسي به تباه او برباد کړي او تاسو به هیڅکله د غوره ژوند په معنی پوه نه سي.
www.taleemulislam.net