عبدالستار"حيراني"
غزل
د بنده رضاء د خدای رضـــــــــاء ته هسي
د رقيـــــــب جــــــــــفاء د یار رضاء ته هسي
زورور کـــــــــــــــــه دي پر مخ درکړي څپېړه
د کـــــــــــــــــــــــمزوري و يوې ښېرا ته هسي
کـــــــــــــــــــــه په تُنده لهجه هر سړی ږغېږي
د اخـــــــــــــــــــــلاقو او عزت خندا ته هسي
د نـــــــــــــــامه د پاره هر څه غورځي پرځي
د اخـــــــــــــلاص او صداقت دنيا ته هسي
چي غــــــــــــــــــرور او تکــبر يې غوره کړی
د حيـــــــاء او تواضـــــــــــــع ښکلا ته هسي
که پېـــــــــــــــــــیلي (حيراني ) وې ملغلري
د حمــــــــــــــــــيد او د رحمان وينا ته هسي