تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالى خوښي د مور او پلار په خوښۍ کي ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 11, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الله تعالى خوښي د مور او پلار په خوښۍ کي ده


د الله تعالى سپيڅلي استازي داسي فرمايلي: رضى الله فى رضى الوالدين وسخط الله فى سخط الوالدين. 


د الله خوښي د مور او  پلار په خوښۍ او د الله قهر او  ناخوښي د مور او پلارپه خپګان او ناخوښۍ کي ده.

 
که مور او پلار کافر هم وي ښه سلوک ورسره لازم دئ.


خداي دي نه کړي که د يو چا مور او پلار کافر هم وي د اسلام د سپيڅلي شريعت له مخي به د دنيا د ژوندانه په چارو کي ورسره ښه سلوک کوي لکه چي الله تعالى فرمايي: وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا.


که هغوی دواړه  تا دې خبرې ته اړباسي چي ته زما سره هغه څوک شريک کړه چي ته يې نه پيژنې نو د هغوى دغه خبره مه منه خوپه دنيا کي ورسره ښه سلوک او ښه ګذاره کوه .


مور او پلار ته د اُف د ويلو څخه هم ډډه کول


د مور او پلار درناوي او ادب کول دومره د پاملرنې وړ دي چي اُف قدر هم بايد ورته ونه ويل شي لکه چي الله تعالى فرمايي: فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا.


نو هغو ته (اُف) هم مه وایاست او نه ئې ورټې اوښې د ادب خبري ورسره کوئ. 


يعني د مور او پلارسره بايد په عاجزۍ او ډېر ادب سره خبري وشي او د رټلو او سپکاوي څخه يې په ټينګه ځان وژغورل شي. البته ډېر بد مرغه به هغه څوک وي چي د مور او  پلار څخه عاق شي ځکه عقوق الوالدين د کبيره ګناهونو په لړۍ کي يوه ډېره غټه ګناه ګڼل شوي ده.


حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه  فرمايلي دي چي د الله تعالى استازي ماته په لسو کلمو وصيت وکړ او راته يې وفرمايل: لاتشرک بالله شيئاوان قتلت وحرقت ولا تعقن والديک وان امراک ان تخرج من اهلک ومالک.


د الله سره هيڅ شى شريک مه نيسه که څه هم ووژل شې او وسوزول شې او هيڅکله د خپل مور او پلار نافرماني مه کوه که څه هم درته امر وکړي چي د خپلي کورنۍ او مال څخه ووځه. 


د عاق کیدلو اسباب


د مور او پلار څخه د عاق کيدلو اسباب ډېردي چي ځيني يې د نمونې په ډول په لاندي ډول ذکر کوو.


١: د مور او پلار سره  په قهر، غضب او  لوړ غږ خبري کول.


۲ : مو راو پلار ته په اهانت او سپکه سترګه کتل.


۳ : له مور او پلار څخه خپل ځان څخه لوړ يا  مساوي ګڼل .


۴ : د مور او پلار د لاس په ښکلولو شرمیدل او ترې ډډه کول.


۵ : مور او پلار ته د احترام او درناوي لپاره نه پاڅېدل.


۶ : د مور او پلار د حقوقو د پرځاى کولو څخه يې ځان ژغورل.


۷ : د مور او پلار د بي وزلۍ په حال کي د نفقې څخه ډډه کول.


۸ : خپل مور او پلار د خپلي ښځي او اولاد څخه کم ګڼل.


۹ : د پلار د معرفت څخه ډډه کول او په زوۍ والې باندې يې شرمېدل. 


یوه اړینه خبره


لکه چي ځينې اطرافي خلک چي په ښارونو کي رسمي ماموريت لري کله چي یې پلار ورته دفتر او ادراې ته راشي او ظاهري لباس او پيشن يې د ده په ذوق برابرنه وي نو ور باندي شرميږي او د خپل دفتري ملګرو ته يې پدې نامه نه ورپيژني چي دا مې پلار دى تردې چي ځينې بې ادبه خلک خپل پلار د خپل مزدور او يا بزګر په نامه معرفي کوي: سبحان الله سبحان الله سبحان الله.


يادونه: د اسلام سپيڅلي دين د پلارڅخه د مور په ادب کولو لا ډېر تاکيدکوي ځکه چي که څه هم مور او پلار دواړه د اولاد د ښوني او روزني او د ژوندانه د اړتياوو د پوره کولو وظيفه په غاړه لري او دواړه سره په ګډه په دغه لار کي زيار ونه ګالي خو بيا هم مور هغه رؤف او مهربان شخصيت دی چي اولاد په خپل نس کي د ننه په خپلو وينو روزي او  تر نهو ٩ مياشتو پوري د هغه د درانده بار ستونزي په سړه سينه په غاړه اخلي بيا يې د زيږېدلو ربړونه او کړاوونه په پراخه ټنډه ګالي بيا دغه د خپل د زړه ټوټه په ډېره مينه د خپلي سينو ټټر پوري نيسي او په خورا پيرزوينه د خپل بدن عصاره د شيدو په بڼه ورکوي او د هغه د روزني او هوسايني لپاره خپل خوب راحت او هوسايي ترې قربانوي او د هغه د خوښۍ او خوشحالۍ په لار کي هر ډول هلي ځلې کوي؛ نو ځکه د اسلام سپيڅلي او حق پالونکي دين د هغې دغه ستونزي په قدردانۍ سره يادوي او انسان ته يې د نيکۍ په کولو امر کوي لکه چي الله تعالى فرما يي: وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا.


او موږ انسان ته د مور او  پلارسره د نيکۍ کولوسپارښتنه وکړه مور يې  هغه په ډېرتکليف په نس کي پورته کړي [ساتلى] او په سختۍ سره ئې زيږولي دی په نس کي ساتل او د تى څخه جلا کول يې ديرش[٣٠]مياشتې دي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته