هر تړون که څه هم په ايجاب او قبول مُنْعَقِد کيږي خو د هر چا ايجاب او قبول ته اعتبار نه ورکول کيږي ، بلکي د هغه عاقد ايجاب او قبول ته اعتبار ورکول کيږي کوم چي د تړون اهليت او وړتيا ولري :
تړون کوونکي پر درو ډلو وېشل کيږي :
پوره اهليت والا.
نيمګړى اهليت والا.
اهليت نه لرونکي .
هغه کسان چي پوره او کامل اهليت لري هغوى هر ډول تړون کولاى سي .
هغه کسان چي د نيمګړي او ناقص اهليت څښتنان دي د هغوي ځيني تړونونه ځاى پر ځاى صحيح کيږي ، ځيني يې د ولي پر اجازه موقوفه کيږي او ځيني نور يې بيا بيخي لغوه او باطليږي
هغه کسان چي بيخي اهليت نه لري د هغوى هر نوع تړون نه صحيح کيږي .
اهليت نه لرونکي
هغه څوک چي عقل او تمييز نه لري هغه د هيڅ نوع تړون وړتيا او اهليت نه لري لکه ليونى او
غير مُمَيِّز کوچنى .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات