لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مور او پلار حقوق
که موږ او تاسي غواړو چي د دنیا او آخرت کامیابي ترلاسه کړو، بايد لاندي خبري په نظر کي ونیسو او عمل پرې وکړو.
۱- مور او پلار سره بايد په ډېر ادب وغږیږو، نرمي خبري ورسره وکړو، د دوی په مخ کي باید متواضع او عاجزه اوسو، پر دوی رحم وکړو، بې ادبي خبری باید ورته ونه کړو، په مهربانۍ او نرمه ژبه باید ورسره چلند غوره کړو، له مور او پلار نه باید مخ وا نه ړوو، په تروش تندي او تونده ژبه باید ورسره خبري و نه کړو. الله جل جلاله فرمايي: ” وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا.(الاسراء:۲۳).
ژباړه: الله جل جلاله خپل عبادت ته له رابللو وروسته، پيوسته امر کړی، چي تاسو له مور او پلار سره نیکي کوئ .
امام فخر الدین الرازي رحمه الله تعالی په تفسیر کبیر کي د دې ایت لاندې لیکلي:
في الاية مسائل: المسألة الاولی: اعلم انه تعالی أمر بعبادة نفسه، ثم اتبعه بالامر ببر الوالدین وبیان المناسبة بین الأمرین بعبادة الله تعالی، وبین الأمر ببر الوالدین من وجوه:
الوجه الأول : ان السبب الحقیقي لوجود الانسان هو تخلیق الله تعالی وایجاده، والسبب الظاهري هو الابوان فأمر بتعظیم السبب الحقیقي، ثم اتبعه بالأمر بتعظیم السبب الظاهري.
امام الرازي رحمه الله فرمايي: الله جل جلاله په دې ایت کي اول خپل عبادت کولو ته أمر کړی، ورسره پيوسته يې په دې امر کړی چي تاسو له مور او پلار سره نیکي کوئ، دا له دوو لاملونو په اساس،۱- د انسان د پيدایښت، تخلیق او ایجادولو حقیقي سبب الله جل جلاله دی او پیدایښت ظاهري سبب يې مور اوپلار دي. دلته الله تعالی امر د هغه چا د تعظیم او درناوي وکړ چي هغه اصلي او حقیقي پیدا کوونکی او ایجادونکی د انسان دی، بیا يې د هغه چا د تعظیم امر کړی چي هغه د انسان د پيدا کيدو ظاهري سبب دئ .
الوجه الثاني: أن الموجود اما قدیم واما محدث، ویجب أن تکون معاملة الانسان مع الاله القدیم بالتعظیم والعبودیة، ومع المحدث باظهار الشفقة.
امام رازي رحمه الله دوهم لامل دا بیان کړی، چي موجود به خالي نه وي یا به قدیم وي او یا به محدث (نو پيدا) وي، اوس واجب او لازم داده چي د انسان معامله به له قدیم ذات سره د تعظیم او عبودیت ( د قدیم ذات عبادت) کول او د حادث ( نو پيدا ) سره د شفقت معامله وي چي هغه انسان (مور او پلار) دي . (التفسیر الکبیر للامام فخرالدین الرازي رحمه الله)
۲- په هر کار کي د مور او پلار اطاعت کوه، ترڅو چي ګناه نه وي؛ ځکه په ګناه کي د مخلوق اطاعت نشته .رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: لا طاعة لأحدٍ في معصیة الله انما الطاعة في المعروف). متفق علیه.
د الله جل جلاله په نافرمانۍ کي د هېچا طاعت او فرمانبرداري نشته، اطاعت يوازې په معروف او نېک کار کي لازم دی.
۳- هغه کار کوه چي مور اوپلار پرې خوشالیږي، لکه: د دوی خدمت، په علم کي زیات کوښښ، د کور لپاره اسباب اخیستل چي کور کي ورته اړتيا وي او داسي نور.
۴- کله چي دوی د کوم کار لپاره وغوښتې په منډه د دوی خوا ته ځان رسوه، لټي مه کوه، په نرم تندي يې خبره واوره، مور او پلار پر اولاد ډېر زیات حق لري تردې که چيري یو کس په نفل لمانځه ولاړ وي مور او یا پلار ده ته د څه ضرورت حل کولو لپاره غږ وکړي، دغه کس به نفل لمونځ پرېږدي او د هغوی ځواب به وايي.
۵ - د مور او پلار په ژوند او له مرګ وروسته د دوی د دوستانو، ملګرو احترام او خیال ساته، رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چي پر دې امر کړی چي د مور او پلار سره په ژوند کي نیکي کوئ؛ همدارنګه يې پر دې هم امر کړی چي د دوی تر مرګ وروسته هم دوی سره احسان کوئ.
په بل حديث کي هم راځي:
ان رجلاً جاء الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: يا رسولَ اللهِ، هل بَقِيَ مِن بِرِّ أَبَويَّ شيءٌ أَبَرُّهما به بعد موتِهما؟ قال: نعم، الصَّلاةُ عليهما، والاستغفارُ لهما، وإنفاذُ عَهدِهما من بعدِهما، وصِلةُ الرَّحِمِ التي لا تُوصَلُ إلَّا بهما، وإكرامُ صديقِهما. (مسندأحمد:۳\۴۹۷).
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو صحابي راغی ورته کړل يې، چي داسي نيکي شته چي زه يې د مور او پلار تر مرګ وروسته وکړم او هغوی ته ثواب پرې مرتب شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولي نه د دوی لپاره دعا کوه، او له الله جل جلاله ورته مغفرت غواړه، دوی چي کوم شرعي ارمان په زړه کي و، هغه پرځای کړه، د دوی دوستانو سره صله رحمي کوه، د دوی د دوستانو، ملګرو او خواخوږو سره ښه چلند، ښه رویه او احترام کوه.
۶- له مور او پلار سره عناد او حسد مه کوه، پر دوی خپل غږ مه جګوه داسي لکه چي ته خپل دښمن ته غږیږې، خبرو ته يې غوږ نیسه.
۷- کله چي مور او پلار در باندي راغلل او ته ناست وې، د احترام لپاره ورته جګېږه پر سر يې مچ کوه.
۸- له مور سره د کور په چارو کي او پلار سره د کور څخه بهر کارونو کي همکاري کوه.
۹ - د مور او پلار له اجازې پرته چيرته سفر مه کوه، که مجبور شوې دواړو ته عذر بیان کړه داسي چي دوی بېرته خوشاله شي.
۱۰- د دوی کوټې (اطاق) ته پرته له اجازې مه داخلېږه، په ځانګړې توګه د خوب په وخت کي .
۱۱ ـ که چيري ته په سګرېټ يا نسوار باندې مبتلا يې اول خو دا عمل پرېږده که بیا هم نه درېږې، د دوی په مخکي يې مه استعمالوه.
۱۲- ډېر زیات حق اول د مور دی بیا د پلار او په دې هم پوه شه چي د دوی تر پښو لاندي جنت دئ (د دوی راضي ساتلو له امله به تاته جنت در کول کیږي)
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : "جاء رجلٌ إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقال : يا رسول الله، من أحق الناس بحسن صحابتي؟، قال: (أمك) ، قال: ثم من؟ قال: (أمك) ، قال: ثم من؟ قال: (أمك) ، قال: ثم من؟ قال: (أبوك. (متفق علیه)
د اوبو هریره رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی ورته کړل يې چي پرما د چا حق زیات دی؟ رسول الله صلی الله علیه د مور زیات حقدار والی په درې ځله تأکید سره ورته وویل په څلورم ځل يې پلار ورته وښوده، له دې حدیثه معلومیږي چي مور زیات حق لري.
۱۳- د مور او پلار له غوسې او له عاق کولو به ځان ساتې، هسي نه چي د دنیا او آخرت بدبخته شې، او تاسره به اولاد همدغه معامله کوي کومه چي تا له مور اوپلار سره کړې ده.
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: رِضى اللَّهِ في رِضى الوالِدَينِ ، وسَخَطُ اللَّهِ في سَخَطِ الوالدينِ. (سنن الترمذي) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د الله جل جلاله خوښي د پلار په خوښۍ کي ده او د الله تعالی غوسه هم د پلار په غوسه کي ده، که مور او پلار دي راضي وساتل الله تعالی به درڅخه راضي وي او که دوی دې خفه کړل الله تعالی به درڅخه ناراضه او خفه وي.
۱۴- کله چي په کسب او کار کولو قادر شوې کسب وکړه له دوی سره همکاري وکړه.
۱۵- پر تا د مور اوپلار، ښځې، بچیانو د کورنۍ نورو ټولو اعضاو حق دی، د هر یوه حق وپېژنه.
۱۶- که ستا د مور او پلار او ستا د ښځي ترمنځ څه لانجه راځي ته داسي مه کوه چي خپلي ښځي ته ترجیح ورکړې، بلکي په حکمت سره د لانجې ختمولو کوښښ وکړه، داسي نه شي چي دوی درڅخه خفه شي.
۱۷- د مور او پلار دعا مستجابه ده، کوښښ کوه له دوی د خیر دعا غواړه، له ښېرا څخه يې ځان ساته .
۱۸- مور او پلار ته ښکنځل مه کوه، ښکنځل په دې معنا، چي ته دبل چا مور او یا پلار ته ښکنځل کوې هغه ستا مور او پلار ته ښکنځل کوي.
۱۹- تر دوی مخکي ډوډی مه خوره، کوښښ کوه چي مور او پلار ته هغه خوراک تیار کړې چي دوی ته خوښ وي.
۲۰- په مجلس کي له دوی پورته مه کښېنه، د دوی په مخکي پښې مه اوږدوه، که چيري بل څوک تا په داسي حال کي وویني چي له مور او پلار پورته ناست وې او یا دې بښې غزولي وي، دا ستا لپاره د دې سبب کیږي چي تا خلک په بې ادبه یاد کړي، مور اوپلار ستا لپاره بد نوم، نه خوښوي هغوی خفه کیږي.
۲۱- ځان پلار ته منسوبوه ،( اکثر نااهله خلک په پلار شرمیږي چي څنګه زه هغه ته ځان منسوب کړم هغه خو بزګر یا بل څه کسب والا دئ) اګر که ستا وظیفه ډېره لوړه هم وي.
۲۲- که ستا مور او پلار یو داسي کار وکړي، چي ستا خوښ نه وي، پر هغوی رد او انکار مه کوه، د قناعت ورکولو له لاري کار واخله .
۲۳ - په مور او پلار باندي لګښتونه کوه ښه خوراک څښاک او د ژوند نوري اړتياوي يې پوره کوه.
۲۴ - مور او پلار ته خپل نوم مه اخله؛ بلکي په ډېر احترام سره ورته وایه پلار جانه مور جاني دا او دې ته ورته نور الفاظ ورته کاروه.
۲۵- مور او پلار ته دعاګانې کوه”رب اغفرلي ولوالدی” نوح ۲۸ایة “رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا” الاسراء ۲۳ اية.او یا داسي نوري دعاګاني.
www.taleemulislam.net