تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ هیڅکله د منکراتو مقابل کي چوپ...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 27, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(درويشتمه برخه)


هیڅکله د منکراتو مقابل کي چوپ مه پاتې کیږه!


ګرانو لوستونکو! د حق او باطل تر منځ جګړه به تر قیامته روانه وي، که چیري باطل د یو څه وخت له پاره غالب هم سي، خو حق به تر قیامته بریالی او سرلوړی وي، خو اوس چیري دي هغه خلک چي د اسلام له پاره تر خپل ژوند تېر دي، د اسلام له پاره وينه تويوي او د اسلام د سرلوړۍ له پاره خپل هډوکي ماتوي، چیري دي هغه کسان چي د منکراتو خپرېدو او د شهوتونو د ډېرېدو له امله د مځکو او آسمانونو د پالونکي د غوسې او غضب له بېري څخه به خوب نه ورتلئ، ځکه چي که هغه لوی څښتن چاته په غوسه سي، نو هرو مرو به خپل عذاب ورباندي نازل کړي او د هغه لښکر به پرته له رب عزوجل څخه بل څوک و نه پېژني.


نو اې مسلمانه وروره او مسلماني خوري! خپل ځان عادت کړه، ترڅو د منکراتو په مقابل کي چوپ پاته نه سئ، دا سمه ده، چي دا کار په پیل کي زړورتیا ته ډېره اړتیا لري، مګر په پای کي به تل خوشحاله یاست. که چیري فاجران د منکراتو د خپرولو له پاره په ورځپاڼو، ږغيزو رسنیو، ټلوېزیوني خپرونو، مفسد چینلونو او یا د کتابونو په پاڼو کي خپل دعوت په ښه جرئت سره چلوي، نو موږ ولي دومره کمزوري سولو، چي د حق یوه خبره چا ته نه سو کولای؟ د فساد او د شهوت خاوندان تر حد وتلي دي، که نارینه او ښځینه سندر غاړي دا جرئت لري، چي د سندرو له پاره په لوړ شان سره مراسم نیسي، ترڅو د خلکو شهوتونه تحریک کړي، نو موږ ولي د قرآنکریم د تلاوت له پاره بېلابېل پروګرامونه نه نیسو، ترڅو د خلکو زړونه د الهي کلام په روښنایۍ سره پرېولل سي. که د نشه يي توکو پلورونکي ځوانان نشه يي توکو ته تشویقوي، موږ ولي ځوانان مسجد، مدرسې، ښوونځی او پوهنتون ته نه هڅوو، د دې له پاره چي موږ الهي وجیبه پر ځای کړې وي او د دې لاري څخه مو د ټولني په سمون کي سالمه ګټه پورته کړې وي، نو په کار ده چي نېک نارینه او ښځي د هغوی په منځ کي نفوذ پیدا کړي، د حق لاره هغوی ته وښیي، له بدیو څخه یې منع کړي، د فساد په وړاندي د ټولني ملاتړ ترلاسه کړي، خلک تل د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو پیروۍ ته وهڅوي.


د لیکونو په لیکلو او د ډالۍ په ورکولو سره دوی ته نصیحت وکړي، ترڅو هغوی د مهربانۍ احساس وکړي او په دې لاره کي دي له هغوی سره نېک او غوره چلند وسي.


زموږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو مشرانو ته لیکونه ولېږل، هغوی به یې د منکراتو پرېښولو ته هڅول او په بلنه ورکولو کي یې تل د نرمۍ څخه کار اخیستی.


هرقل چي د نصرانیت په دین وو، داسي یې ورته لیکي وه: د محمد څخه در لېږل سوی لیک... اسلام قبول کړه، ترڅو په سلامتیا کي و اوسې او الله جل جلاله به تاسو ته دوه چنده اجر درکړي.


د فارس پاچا او د یمن پاچا ته یې هم لیک ولیکی، تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته نور نېک خلک هم همداسي وه.


عمر بن خطاب رضی الله عنه ته خبر را ورسېدی، چي شیطان د ده یو ملګری دوکه کړی او شراب یې څښلي دي، نو حضرت عمر رضی الله عنه کاغذ را واخیستی او داسي یې ورته ولیکل: "بسم الله الرحمن الرحیم" له عمر بن خطاب څخه فلاني ته!


لومړی دي پر تا سلام وي او وروسته یې د سورت غافر د ۱- ۳ آیتونه ورته ولیکل: (حم ، تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ، غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ).


ژباړه: حا میم (۱) د دغه كتاب نازلېدل د الله له خوا دی چي برلاسى دی، په هر څه باندي پوهېدونكى دی، (۲) د ګناه بخښونکی او توبه قبلوونكى دی، سخت سزا وركوونكى او ډېر د فضل خاوند دی. له هغه پرته هیڅ معبود نسته او د هماغه لوري ته د ټولو ورګرځېدل دي. (۳) والسلام


کله چي هغه سړي د حضرت عمر رضی الله عنه لیک ولوستی، نو په ژړا سو او د خپل عمل څخه یې توبه وکړه.


عبدالله بن مبارکرحمة الله په اړه راځي، دی خبر سو چي د ده یو ملګري د علم زده کړه پرې ايښې وه او د دنیا په کارونو کي بوخت سوی وو، بیا یې ورته یو لیک ولیکی چي دا بیتونه په کښې شامل وه:


ژباړه: اې چي علم دي د دنیا او د هغه د لذتونو له پاره او د غریبانو د مالونو ترلاسه کولو له پاره وسیله ګرځولې، په داسي حال کي چي دا دین له منځه وړي او ته د دنیا لېونتوب اخیستی یې او په خپله هم په دې کي لېونی سوی یې، کوم دي هغه روایتونه چي د ابن عون او ابن سیرین په مخ کي دي نقلول، خپل دين دي په دنيا مه خرڅوه، لکه څنګه چي یې راهبان ګمراه کړل، ستا پایله به هم د هغو په ډول سي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته