تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل شخصیت او کردار باید څنګه جوړ کړل سي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2024
  0

ژباړه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


خپل شخصیت او کردار باید څنګه جوړ کړل سي؟ 

 

په نفسیاتي علم کي د شخصیت د پلټني موضوع یو زړه خوښونکې موضوع ده. د شخصیت جامع او مانع  تعریف کول خو مشکل کار دئ. په ساده الفاظو کي ئې موږ داسي تعریفولای سو، چي د انسان شخصیت د هغه د ظاهري او باطني عادتونو (هغه عادتونه که فطري وي، که دغه کس خپله په ځان کي را وستلي وي) یو مجموعه ده. مثلاً که یو څوک زموږ څخه پوښتنه وکړي، چي ستا ملګری څنګه سړی دئ، موږ ئې په جواب کي د خپل ملګري څو عادتونه او صفات بیانوو، چي زما ملګری وفادار، اخلاق‌مند، ذهین، پابند او راز ساتونکی دئ.


بیا په دې عاداتو کي بعضي عادتونه فطري وي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه عادتونه هم تغیرولای سي. ده همدې عادتو په وجه یو انسان له بل انسان څخه جلا کېدلای سي او په هره معامله کي د خپل عادت موافق د نورو انسانانو د نظریو موافقت او مخالفت کوي. که چیري موږ او تاسي د یو داسي کس، چي هغه شخصیت وي، یعني ښه کردار لري، په غور مطالعه وکړو؛ د هغه حالات وڅارو، نو موږ او تاسي ته به جوته سي، چي هغه کس بعضي عادتونه عارضي هم په ځان کي را وستلي دي؛ ځکه ټوله عادتونه فطري نه وي. انسان به خپله کوښښ کوي، له ځان څخه به شخصیت جوړوي.


د نفسیاتي علم رکم د شخصیت او کردار جوړول هم په دین کي یوه مهمه موضوع ده. یعني له ځان څخه شخصیت جوړول، خپل کردار سمول، یو مهم عمل دئ؛ ځکه الله تعالی، چي کوم انبیاء کرام(علیه السلام) دنیا ته را استولي دي، د هغو هدف د انسان د کردار او شخصیت صفايي وه. الله تعالی په قرآن مجید کي فرمايي:


[هُوَ الَّذِى بَعَثَ فِى الْأُمِّيِّۦنَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ ءَايٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ] (سُوۡرَةُ الجُمُعَة: 2)


د انسان دغه صفتونه بیا پر دوه قسمه دي: یو فطري یعني چي د الله له طرفه ورکول سوي وي. په دې کي انسانان ټوله سره ګډ دي؛ لکه رنګ، نسل، ژبه. بل بیا چي انسان خپله محنت کړی وي، په ځان کي ئې پیدا کړي وي، لکه د انسان فکر، علمي سطحه، یو کسب زده کول او داسي نور.


د شخصیت جوړول د فطري او غیري فطري صفاتو د پرمختګ او ترقۍ نوم دئ. انسان ته په کار ده، چي خپل فطري او غیر فطري صفاتو ته ترقي ورکړي او کوښښ وکړي، له ځان څخه یو شخصیت جوړ کړي. ځکه دا د هر انسان مکلفیت هم دئ او په دې کي د بشریت خیر هم دئ.
د شخصیاتو په تاریخ کي زموږ په نزد تر ټولو اعلی او ارفع د محمد رسول‌اللهﷺ شخصیت دئ. ځکه په محمدﷺ کي داسي صفات جمع وه، چي بیا په بل انسان کي نه دئ لیدل سوي. د محمدﷺ تعریف او د شخصیت منل د ده دښمنانو هم کړی دئ. حتی چي د اوسني وخت متعصبو مغربي روشنفکرانو هم د ده د شخصیت اعتراف په ښکاره الفاظو کړی دئ.


په قرآن مجید او په احادیثو کي د مخکیني انبیاء کرامو علیهم‌الصلاة والتسلیمات ښه صفات او عادات موږ ته مخ ته راځي، خو هغه لږ دي. له هغوی څخه د پوره ژوند لپاره انسان نفع نه سي اخیستلای. دا صرف د محمدﷺ معجزه ده، چي د ده د ژوند ټوله تفصیلي معلومات تر موږ پوري را رسېدلي دي. صحابه کرامو کښي هم داسي کسان سته، چي د محمدﷺ صفات په کښي لیدل سوي دي. 


د انسان د شخصیت دوه اړخه دي: یو ظاهري دئ، بل باطني دئ. په ظاهري کي د انسان رنګ و شباهت شامل دي. په باطني کي د انسان علم، عقل، احسانات، رجحانات، جذبه، شامله ده او اکثره وخت د انسان ظاهر د انسان د باطن عکاسي کوي. خو ډېر کم خلک داسي سته، چي د خپل باطن په پټېدو کي کامیابه سوي وي. 


لکه څنګه چي مخکي بیان سوه، د انسان بعضي صفات مستقل نوعیت لري، بعضي صفات بیا عارضي؛ انسان په خپل کوښښ جوړ کړي وي. مستقل صفتونه هغه وي، چي په ډېر وخت سره پرمختګ کوي، بیا پورته کیږي؛ لکه علمي سطحه. یعني علم په ډېر وخت سره حاصلیږی. په دې سره بیا په انسان کي د علم صفت دایمي وي او عارضي نوعیت بیا لکه خوشحالی و غم؛ چي په هره نیم ساعت کي ئې امکان سته، چي بدل سي. مثلاً زید پر پنځه بجې خوشحاله وو، خو پر پنځه نیمي بجې ئې په یو مشکل باندي توبيت خراب سو، غمجن سو.


د انسان مستقل او فطري صفتونه د انسان پر عارضي صفاتو باندي همېشه غوړېدلي وي. خو که یو انسان پر خپلو عارضي صفاتو مداومت وکړي، استقامت وکړي؛ دغه عارضي صفات هم د انسان مستقل صفتونه ګرځي. مثلاً یو کس پر هره کوچنۍ خبره قصداً خښمېدی، نو ټوله خلک د ده په شخصیت کي خښمجن صفت  اضافه کوي.


اوس موږ د انسان د ټولو صفاتو، هغه که عارضي وي، که مستقل وي؛ تفصیلي ذکر کوو. تاسو ئې هم ښه په غور مطالعه کړئ، استفاده ځني وکړئ، له ملګرو سره ئې شریک کړئ.


کله چي یو غمی له کان څخه را وکښل سي، اول هغه ډبره وي. بیا یو ماهر زرګر هغه ډبره وتوږي، له هغه څخه یو قیمتي غمی جوړ کړي. انسان هم داسي دئ. د انسان زرګر بیا مور او پلار، استادان، ښه ملګري دي. دغه کسان بیا له انسان څخه غمی جوړوي.


بله خبره دا ده: د شخصیت په جوړېدو کي د انسان شخصي اماده‌ګي غواړي. ځکه که یو انسان نه غواړي، چي له ځان څخه شخصیت جوړ کړي، بیا چي مور او پلار ئې هر رکم کوښښ وکړي، دغه انسان نه سي سمولای. که ئې په ښکاره له یو کار څخه منع کړی، خو دغه کس به په پټه هغه کار کوي. نو هر انسان باید کوښښ وکړي، همت وکړي.

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته