تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- مېرمن او خاوند یو د بل مخصوص اندام
 
  March 13, 2012
  0
سوال :  ایا مېړه یا ښځي ته رواده چي یو د بل مخصوص اندام مچ کړي والسلام .

د سوال کونکي نوم : اسدالله .

جواب: دا ډول کړنه جواز نه لري ، ځکه مخصوص اندامونه په ښي لاس لا هم نه صفا کيږي بلکي استنجاء په چپه لاس وهل کيږي .

سلمان رضي الله عنه ته يو چا د اعتراض په ډول وويل : تاسو ته خپل نبي هر څه در ښولي دي تر داسي اندازې چي د قضاء حاجت طريقه يې هم درته ښولې ده ، سلمان رضي الله عنه ورته وويل : هو ! يعني کوم شئ چي ته يې عيب بولي هغه عيب نه دئ بلکي د اسلام هر اړخيزي لارښوني د دې الهي سپېڅلي دين کمال دئ :

أَجَلْ لَقَدْ نَهَانَا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ نَسْتَقْبِلَ الْقِبْلَةَ بِغَائِطٍ أَوْ بَوْلٍ وَأَنْ لَا نَسْتَنْجِيَ بِالْيَمِينِ وَأَنْ لَا يَسْتَنْجِيَ أَحَدُنَا بِأَقَلَّ مِنْ ثَلَاثَةِ أَحْجَارٍ أَوْ نَسْتَنْجِيَ بِرَجِيعٍ أَوْ عَظْمٍ . (رواه ابوداود )

ژباړه : هو ! زموږ نبي صلی الله عليه وسلم موږ د درانه او سپک قضاء حاجت په وخت کي و قبلې ته د مخامخ کښېنستلو څخه منع کړي يوو او بل دا چي په راسته لاس به استنجاء نه وهو او نه به تر درو ډبرو څخه په کمو ډبرو استنجاء وهو ، په خرشنيو او هډوکو د استنجاء وهلو څخه يې هم منع کړي يو.

 دا چي په چپه لاس استنجاء لا هم منع ده نو پر هغه ځاى د خولې ايښوول کله جواز لري ؟
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته