تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- سورت توبه ولي بسم الله نه لري؟
 
  February 28, 2012
  0

 سوال : salam oona aw naiky heli derta dali kawama zama poshtna da da che

walai da qurani kariam da sura e tube pa sar ke bismillah na da
raghai ? plz ka da jawab rata zar rake der manan ba mu we  

د سوال کونکي نوم :حيات زېور  د جنوبي کوريا د سول څخه 

جواب : ښاغلې حيات زېور صاحب ! تاسو چي څه ډول پوښتنه کړې ده همداسي پوښتنه ابن عباس  رضي الله عنه د عثمان  رضي الله عنه  څخه کړې ده او عثمان  رضي الله عنه  يې جواب ورکړئ دئ همدا جواب ستاسو د پوښتني جواب دئ . ابن عباس  رضي الله عنه  عثمان  رضي الله عنه ته وويل : تا ولي سورة الانفال چي د مثاني سورتونو د جملې څخه دئ او سورة التوبة چي د مئين سورتونو د جملې څخه ده په سبع طوال کي راوستي دي او تر منځ دې بسم الله الرحمن الرحيم هم نه ده ليکې ؟
 
قَالَ عُثْمَانُ كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- مِمَّا يَنْزِلُ عَلَيْهِ الآيَاتُ فَيَدْعُو بَعْضَ مَنْ كَانَ يَكْتُبُ لَهُ وَيَقُولُ لَهُ « ضَعْ هَذِهِ الآيَةَ فِى السُّورَةِ الَّتِى يُذْكَرُ فِيهَا كَذَا وَكَذَا ». وَتَنْزِلُ عَلَيْهِ الآيَةُ وَالآيَتَانِ فَيَقُولُ مِثْلَ ذَلِكَ وَكَانَتِ الأَنْفَالُ مِنْ أَوَّلِ مَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ بِالْمَدِينَةِ وَكَانَتْ بَرَاءَةُ مِنْ آخِرِ مَا نَزَلَ مِنَ الْقُرْآنِ وَكَانَتْ قِصَّتُهَا شَبِيهَةً بِقِصَّتِهَا فَظَنَنْتُ أَنَّهَا مِنْهَا فَمِنْ هُنَاكَ وَضَعْتُهُمَا فِى السَّبْعِ الطُّوَلِ وَلَمْ أَكْتُبْ بَيْنَهُمَا سَطْرَ (بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ). (سنن ابي داود )
 
ژباړه : عثمان  رضي الله عنه  وويل : پر نبي عليه السلام قرآني ايتونه نازلېدل ، نو يو کس به يې د وحيو د ليکونکو څخه را وغوښتئ او ورته و به يې ويل : دا آيت په فلانکي سورت کي چي فلانى او فلانى ايت پکښي ذکر سوئ دئ وليکه . پر رسول الله  صلی الله عليه وسلم به يو ايت او دوه ايتونه نازلېدل نو کاتب ته به يې همداسي لارښونه کوله . د انفال سورت د لومړنيو سورتونو څخه دئ ، چي په مدينه منوره کي پر رسول الله  صلی الله عليه وسلم  نازل سوئ دئ او د برائت سورت يعني سورة التوبة د قرآن کريم د وروستنيو سورتونو څخه دئ چي پر رسول الله  صلی الله عليه وسلم  نازل سوئ دئ . د سورة التوبة قصه د سورة الانفال و قصې ته ورته ده نو زما دا ګمان سو چي سورة التوبة د سورة الانفال برخه ده يعني دواړه يو سورت دئ نو له همدې کبله مي دواړه په سبع طوال کي راوستل او تر منځ مي بسم الله الرحمن الرحيم هم و نه ليکل  . 

د مسئلې ښه وضاحت : د قرآن کريم تر ټولو اوږدو لومړنيو اوو سورتونو ته السبع الطوال وايي (١) البقرة (٢) ال عمران (٣) النساء (٤) المائدة (٥) الانعام (٦) الاعراف (٧) الانفال او التوبة چي دواړه يو سورت وگڼل سي نو بيا د سبع طوال اوم سورت سو .

تر طوال  وروسته سورتونه بيا د مئين سورتو په نامه ياديږي او دا هغه سورتونه دي چي د ايتونو شمير يې تر سلو زيات دئ  .

تر مئين سورتونو وروسته بيا مثاني سورتونه دي مثاني بيا و هغو سورتونو ته وايي چي د آيتونو شمېر يې تر سلو کم وي .

تر مثاني سورتونو څخه وروسته بيا مفصل سورتونه دي .

قرآنکريم ټول يوځاى د لوح محفوظ څخه د دنيا و اسمان ته د ليلة القدر په شپه د روژې په مياشت کي نازل سوئ دئ او بيا د هغه ځاى څخه برخي برخي د اړتيا په اندازه په درويشتو کلنو کي نازل سوئ دئ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  د وحيو کاتبان لرل وهغو ته به يې د هر ايت ځاى ښودى چي دا آيت په فلانکي سورت کي د فلانکي ايت مخ يا شاته وليکئ  د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په زمانه کي د ګڼ شمېر کسانو قران حفظ او ياد وو همدا ډول ټول قرآن هم ليکل سوئ وو خو قرآنکريم په ليکلي ډول ټول يوځاى د چا سره موجود نه وو بلکي د چا سره به يوه اندازه او د بل سره به بله اندازه د قرآن کريم ليکل سوي سورتونه يا آيتونه موجوده وه . 

د ابوبکر  رضي الله عنه  د خلافت په وخت کي د مسيلمه کذاب سره په جنگ کي ډېر حافظان په شهادت ورسيدل نو عمر  رضي الله عنه  ابوبکر  رضي الله عنه  ته مشوره ورکړه چي ښايي جنگونه نور هم تاو واخلي او نور حافظان هم په جنگونو کي شهيدان سي نو ته قرانکريم په ليکلي ډول ټول يوځايي را جمع کړه ترڅو د ضايع کېدو مخه يې ونيول سي . ابوبکر  رضي الله عنه  د عمر  رضي الله عنه مشوره اخير ومنل او زيد بن ثابت  رضي الله عنه ته يې دنده ورکړه چي قرآنکريم ټول په ليکلي ډول راجمع کړي زيد بن ثابت رضي الله عنه   همداسي وکړه ټول قرآن يې په ليکلي ډول را جمع کړئ البته سورتونه يې په ترتيب نه وه وډل سوي همدا صحيفې د ابوبکر  رضي الله عنه  بيا د عمر  رضي الله عنه  او بيا د حفصې بنت عمر رضي الله عنه په لاس کي وې د عثمان  رضي الله عنه  د خلافت په دوران کي د عراق او شام خلک د ارمنيستان او اذربايجان سره جنگېدل په دې جنگ کي حذيفة بن اليمان رضي الله عنه  هم ونډه لرل حذيفة د شام او عراق خلک وليدل چي يو د بل څخه يې بېل بېل قرائت کاوه . حذيفة بن اليمان رضي الله عنه  چي مدينې ته را ستون سو نوعثمان  رضي الله عنه  ته يې وويل: 

أَدْرِكْ هَذِهِ الأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ ، اخْتِلاَفَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى ، 

ژباړه : اوس لا وخت د چاري دئ دا امت د اختلاف څخه را وگرځوه داسي نه سي چي اختلاف يې د يهود او نصارو د خپل منځي اختلاف حد ته و رسيږي . عثمان رضي الله عنه  د حذيفة بن اليمان رضي الله عنه  د مشورې مطابق زيد بن ثابت ، عبدالله بن زبير ، سعيد بن العاص ، او عبدالله بن حارث بن هشام  رضي الله عنهم ته دنده ورکړه چي ټول قرآن مرتب وليکي او د اختلاف په صورت کي يې د قريشو د لهجې مطابق وليکي .

عثمان  رضي الله عنه  د پورتنيو اشخاصو په ذريعه د قرانکريم يو سل او څوارلس سورتونه په ترتيب سره و  وډل لکه څنګه ،چي اوسنى د سورتونو ترتيب دئ دا هماغه عثماني ترتيب دئ . د قرآنکريم د ايتونو ترتيب توقيفي دئ يعني ترتيب يې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم لخوا ښودل سوئ دئ خو د قرآنکريم د سورتونو ترتيب اجتهادي دئ البته د سورتونو او سنى ترتيب عثماني ترتيب دئ . 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ کڼه- د درالافتاء څانګه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته