سوا ل : هغه بله ورځ زما څخه یوه چا پو ښتنه وکړه هغه داسی ماته وویل چی موږپدی عقیده یو چي الله جل جلاله زموږ دخیر او شرمالک دی او هر څه یې زموږ په تقدیر کي رالیکلی دی او دده درضا پرته هیڅ نه کیږی او دغه رنګه ده زیاته کړه چی شیطان هم دالله جل جلاله مخلوق دی او الله ده ته دومره واک ورکړیدی چی موږ غلط کړي او جنت او دوږخ هم الله جل جلاله پیداکړی دی او دشیطان سره الله جل جلاله دا وعده کړیده چي هرڅوک که ستاپر لاره ولاړسی هغه به ستاسره په اورکی سوځوم نو ده داسوال وکړی چي هرڅه دده په رضاسره کیږی نو بیا ولي موږدسزا مستحق ګرځو دا خو هر څه د الله جل جلاله رضاده.
د سوا ل کونکي نوم : احمد نثار آغا خنجدي .
جواب : د پوښتني د جواب څخه مخته يوې عامي اشتباه ته د ټولو لوستونکو پام را اړوو ، هغه داچي ډېر عوام د قضا او رضا تر منځ فرق نه کوي ، د دې پر ځاى چي دوى ووايي هر څه د الله په قضا کيږي نو دوى وايي دا هر څه د الله په رضا کيږي ، او دا ډېره لويه اشتباه ده ، ځکه د قضا او رضا تر منځ ډېر فرق سته ، داسي ويلاى سو چي هر څه که خير دى که شر ، که ايمان دى که کفر ، که عبادت دى او که ګناه ټول د الله د قضا مطابق کيږي خو داسي نه سو ويلاى چي خير او شر ټول د الله په رضا کيږي ځکه په شر کي کفر او گناهونه هم راځي کفر او ګناه که څه هم د الله په قضا کيږي خو الله په کفر او ګناه راضي نه دى او نه يې خوښ لري .
راځو د پوښتني و جواب ته ، دا صحيح خبره ده چي خير او شر ټول د الله په قضا او قدر کيږي ، د مومنانو د تعليم د پاره جبرائيل علیه السلام د سړي په شکل کي و رسول الله ته راغى پوښتنه يې وکړه چي ايمان څه ته وايي ؟ رسول الله د هغه په جواب کي ورته وويل : أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره . (مسلم )
ژباړه : ايمان دا دى چي ته پر الله ، د هغه پر ملايکو ، د هغه پر کتابونو ، د هغه پر رسولانو ، د اخرت پر ورځ باور ولري او هم د خير او د شر پر تقدير ايمان ولري . د ټولو مومنانو همدا عقېده ده چي د چا د پاره چي الله په ازل کي د ايمان راوړلو پرېکړه او اراده کړې وي د هغه خاتمه به پر ايمان وي جنت ته به ځي او د چا د پاره چي الله په ازل کي د کفر پرېکړه او اراده کړې وي د هغه خاتمه به پر کفر وي دوږخ ته به د تل د پاره اچول کيږي ، او د الله چي څه ډول قضا او قدر وي هم هغه ډول به کيږي ، د کافرانو کفر که څه هم د الله جل جلاله په قضا او قدر دى خو ددې سره چي الله کافر د تل د پاره د جهنم په اور کي سوزي دا هم د الله عدالت دى ، پدې کار کي الله ظالم نه دى ځکه دا ټول مخلوقات الله پيدا کړي دي او الله يې مالک او څښتن دى ،
څوک چي پخپل ملکيت کي تصرف کوي هغه ته ظالم نه ويل کيږي ، د بېلګي به ډول په انسانانو کي چي يو څوک باغ ولري او دا کس د خپل باغ درختي و رېبي او لرګي يې په اور کي سوزي و دا کس ته څوک ظالم نسي ويلاى ځکه خپل باغ او خپل ملکيت يې دى خو که بل څوک دده د باغ وني ورېبي او د اور يا بل کار ځني اخلي نو دا کس بيا هر څوک ظالم بولي ځکه ده د بل په ملکيت کي تصرف وکړې ، وعن ابن الديلمي قال : أتيت أبي بن كعب فقلت له : قد وقع في نفسي شيء من القدر فحدثني بشيء لعل الله أن يذهبه من قلبي قال لو أن الله عذب أهل سماواته وأهل أرضه عذبهم وهو غير ظالم لهم ولو رحمهم كانت رحمته خيرا لهم من أعمالهم ولو أنفقت مثل أحد ذهبا في سبيل الله ما قبله الله منك حتى تؤمن بالقدر وتعلم أن ما أصابك لم يكن ليخطئك وأن ما أخطأك لم يكن ليصيبك ولو مت على غير هذا لدخلت النار قال ثم أتيت عبد الله بن مسعود فقال مثل ذلك قال ثم أتيت حذيفة بن اليمان فقال مثل ذلك قال ثم أتيت زيد بن ثابت فحدثني عن النبي صلى الله عليه وسلم مثل ذلك .
( رواه أحمد وأبو داود وابن ماجه) ژباړه : ابن الديلمي رحمه الله وايي : زه ابى بن کعب ته ورغلم هغه ته مي وويل : د تقدير اړوند څه وسوسې په زړه کي را وليږي ( يعني چي دا هر شى د الله په تقدير دى نو بيا الله ولي کافران و دوږخ ته اچوي ) ته يو شى را ته بيان کړه ښايي چي الله دا وسوسې زما د زړه څخه په ليري کړي ، هغه را ته وويل : که الله د آسمانو او د مځکي ټولو کسانو ته ملايکو ، انسانانو او پېرانانو ته عذاب ورکړي بيا هم الله پر دوى باندي ظالم نه دى ، او که الله بيا پر ټولو و رحميږي نو د الله رحمت د دوى تر عملونو ورته خير دى ، او که ته د احد د غره په شان سره زر د الله په لاره کي خرڅ کړې الله به يې تر هغه مهاله در څخه قبول نه کړي تر څو ته پر تقدير ايمان رانه وړې ، او پدې باور کيږې چي څه شئ چي تا ته رسيدلى دى هغه ستا څخه نه چپ کېدى ، او کوم شئ چي تا ته نه دى رسيدلى هغه نه در ته رسيدى ، او که ته د دغي عقېدې څخه ماسيوا پر بله عقېده مړ سې نو هرومرو به د جهنم اور ته داخليږې ، ابن الديلمي وايي : زه وروسته عبد الله بن مسعود ته ورغلم هغه هم د ابى بن کعب په شان را ته وويل .
وروسته بيا حذيفة بن اليمان رضي الله عنه ته ورغلم هغه هم د ابى بن کعب رضي الله عنه په شان را ته وويل ، وروسته زيد بن ثابت رضي الله عنه ته ورغلم هغه بيا همدا وينا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خولې څخه را ته وکړه . اوس به دا درته ثابته سوې وي چي پر تقدير ايمان در لودل د ايمان يوه برخه ده ، دا ټول مخلوقات الله پيدا کړي دي هغه يې مالک او څښتن دى پر هغه باندي هيڅوک اعتراض کولاى نسي ځکه هغه په خپل ملک کي تصرف کوي : لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ (٢٣ الانبياء) ژباړه : الله چي څه کوي د هغه څخه پوښتنه نه کول کيږي او خلک پوښتل کيږي .
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۶ ګڼه