تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په دعا کي دنیوي شیان غوښتل
 
  November 12, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۸)

نوم: نقیب الله اسحاق                                                                             

سوال : د لمانځه وروسته په دعا کي داسي غوښتنه کول چي هغه دنياوي وي او يا هم کومه بله غوښتنه وي مثال : يا الله زما واده د هغه....سره وکړي  ؟يا هم الله ماته ددې لمانځه په برکت يوښه موټر راکړي ؟دغه څنګه کار دي داسلام له نظره ؟؟

جواب : د انسان چي هر روا حاجت وي بايد د الله جل جلاله څخه يې وغواړي هغه که د موټر غوښتنه وي يا د بل شي. په حدیث شریف کي راځي: عن أنس رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " ليسأل أحدكم ربه حاجته كلها حتى يسأله شسع نعله إذا انقطع " (۱)

ژباړه: د انس رضى الله عنه  څخه روايت دى، دى وایي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمایل: سوال دې کوي يو ستاسو څخه د خپل رب عزوجل څخه د خپلو ټولو حاجتونو حتى که د چا د چوټې يا چمپل تسمه يا تناو وشکيږي هغه به هم د الله جل جلاله څخه غواړي.


جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان





ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): مشکوة. ج۱، ص۱۹۵- ترمذي: ج۱۲، ص ۴۷
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته