تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د شرابو چيښولو سزا
 
  January 6, 2012
  0

سوال : که څوک د شرابو چښولو ګناه ترسره کړی نو ددې ګناه شرعي سزا څه ده؟

د سوال کونکي نوم:  سمندر خان پاڅون کاناډا.

 جواب : د شرابو ( خمر ) لږ او ډېر چښل په قطعي ډول حرام دي ، او د شرابو چښتل د هغو لويو جرمونو د جملې څخه دي چي لکبله يې د دې جرم پر کونکي په دنيا کي هم حد جاري کيږي ،   الله جل جلاله فرمايلي دي :؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠ البقرة ) ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ! يقينا چي شراب چښل ، خمار کول ، د بتانو عبادت کول او په غشو قسمت معلومول ډېر ناوړه د شيطان د کارونو څخه دي نو تاسو ځانونه ځني گوښه کوئ ، ښايي تاسو به کامياب او برى ومومى . د شرابو څخه علاوه نور هر ډول الکحلولي نشه کونکي مشروبات او چيښاک کوم چي د مستۍ او خوند  اخيستني د پاره چښل کيږي هم حرام دي ځکه څه مهال چي رسول الله ابوموسي يمن ته ليږى نو أَبُو مُوسَى وويل : يَا نَبِيَّ اللَّهِ إِنَّ أَرْضَنَا بِهَا شَرَابٌ مِنْ الشَّعِيرِ الْمِزْرُ وَشَرَابٌ مِنْ الْعَسَلِ الْبِتْعُ فَقَالَ كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ (بخاري)

ژباړه : اې د الله نبي ! زموږ په وطن کي د مرز په نامه شراب دي د وربشو څخه جوړيږي او د بتع په نامه شراب دي چي هغه بيا د عسلو څخه جوړيږي، رسول الله ورته وويل: هر نشه کونکي چښاک حرام دي


تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه- د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته