سوال : د مقدسو زړو کتابونو لکه سېپاره اخبار او داسي نورو.. سوځل ددې لپاره چي دبې ځايه غورځوني څخه يې مخنيوئ سوئ وي څنګه کاردى؟
د سوال کونکي: نوم خان محمد .
جواب : قرانکريم او همدا راز نور ديني کتابونه ټول محترم او د درناوي وړ دي خو څه مهال چي زاړه سي او نوره استفاده نه ځني کيږي ، د دلته او هلته غورځولو څخه يې د حفاظت او ساتني د پاره زموږ احنافو دا ډول چاره ښودلې ده : الْكُتُبُ الَّتِي لَا يُنْتَفَعُ بِهَا يُمْحَى عَنْهَا اسْمُ اللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَيُحْرَقُ الْبَاقِي وَلَا بَأْسَ بِأَنْ تُلْقَى فِي مَاءٍ جَارٍ كَمَا هِيَ أَوْ تُدْفَنَ وَهُوَ أَحْسَنُ كَمَا فِي الْأَنْبِيَاءِ . ( ردالمحتار )
ژباړه : ديني کتابونه ( د قرآنکريم څخه ماسيوا ) چي استفاده نه ځني کيږي د هغو څخه د الله تعالي ، د ملايکو او د رسولانو نومونه پاک کيږي او پاته يې سوزل کيږي ، دا هم پروا نه کوي چي د نومونو پاکولو څخه پرته همداسي په روانو اوبو کي واچول سي او يا ښخ کړل سي خو ښخول يې غوره دي .
وَفِي الذَّخِيرَةِ : الْمُصْحَفُ إذَا صَارَ خَلَقًا وَتَعَذَّرَ الْقِرَاءَةُ مِنْهُ لَا يُحْرَقُ بِالنَّارِ إلَيْهِ أَشَارَ مُحَمَّدٌ وَبِهِ نَأْخُذُ ، وَلَا يُكْرَهُ دَفْنُهُ ، وَيَنْبَغِي أَنْ يُلَفَّ بِخِرْقَةٍ طَاهِرَةٍ ، وَيُلْحَدَ لَهُ لِأَنَّهُ لَوْ شُقَّ وَدُفِنَ يَحْتَاجُ إلَى إهَالَةِ التُّرَابِ عَلَيْهِ ، وَفِي ذَلِكَ نَوْعُ تَحْقِيرٍ إلَّا إذَا جُعِلَ فَوْقَهُ سَقْفٌ وَإِنْ شَاءَ غَسَلَهُ بِالْمَاءِ أَوْ وَضَعَهُ فِي مَوْضِعٍ طَاهِرٍ لَا تَصِلُ إلَيْهِ يَدُ مُحْدِثٍ وَلَا غُبَارٌ ، وَلَا قَذَرٌ تَعْظِيمًا لِكَلَامِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ . ( ردالمحتار )
ژباړه : په ذخيريه کي وايي : قرانکريم چي زوړ سي او لوستل يې مشکل سي په اور نه سوزل کيږي ، امام محمد همدې ټکي ته اشاره کړې او وايي پدې موږ عمل کوو ، د زاړه مصحف ښخول کراهيت نه لري ، په کار ده چي په پاک ټوکره کي وپېچل سي او لحد ور ته وکندل سي ، ځکه که په جر کي ښخ کړل سي ،خاوره پر غورځول کيږي او د خاورو په ور غورځولو يې هم يو ډول سپکاوى راځي البته که جر ته چت ورکول سي بيا بېله خبره ده ، داسي هم کولاى سي چي په اوبو يې پريولي او يا يې پداسي پاک ځاى کي کښېږدي چي نه د بې اودسو لاس ورسيږي او نه ګرز او چټل شيان پر لويږي دا ټول د قرانکريم د تعظيم لکبله دي.
د همدې مسئلي اړوند په موسوعة الفقهي کي د څلورو مذهبونو دريځ داسي بيان سوى دئ :
الأصل أنّ المصحف الصّالح للقراءة لا يحرق ، لحرمته ، وإذا أحرق امتهاناً يكون كفراً عند جميع الفقهاء . وهناك بعض المسائل الفرعيّة ، منها : قال الحنفيّة : المصحف إذا صار خلقاً ، وتعذّر القراءة منه ، لا يحرق بالنّار ، بل يدفن ، كالمسلم . وذلك بأن يلفّ في خرقة طاهرة ثمّ يدفن . ....
نظر : لکه څه ډول چي مو ولوستل زموږ ځينو فقهاء کرامو د ديني کتابونو د ساتني د پاره چي دلته هلته و نه غورځول سي دا صورت هم جايز بللى دى ، چي په روانو اوبو کي واچول سي خو زه به يې و روانو اوبو ته د ديني کتابونو د غورځولو يو ناوړه حالت ، کوم چي ما پخپلو سترګو ليدلى دئ بيان کړم ، په کراچي کي د حق سبې په نامه د سيند غاړه ده ، هلته مي يو وخت بې شمېره قرانونه وليدل ، د درياب څپو د سيند غاړي ته راغورځولي وه او دلته هلته پاشلي پراته وه ، د بحر هند غوندي غټ سيند لا هم پکښي اچول سوي مصحفونه بېرته د سيند غاړي ته راغورځولي وه نو رواني لويي او وړې ويالې به يې بېله باغونو او فصلونو څخه بل کوم ځاى ته ورسوي ؟ آيا دا لويي لويي ويالې اخر په لښتيو نه بدليږي او پر باغونو او فصلونو نه لګيږي .
نو ځکه دلته وايو ، چي ښه خبره داده چي قران په يوه پاک ټوکرکي و پېچل سي او بيا د لحد په ډول په مځکه کي ښخ کړل سي . و الله اعلم
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه