تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د الله د دعوت لاري ته نژدې سئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 23, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(نه لسمه برخه)


د الله جل جلاله د دعوت لاري ته نژدې سئ


شېخ محمد بن عبدالرحمن العریفي لیکي، ماته یو نېک سړي کیسه کوله، چي ما شېخ ابن باز د هغه تر مړیني وروسته په خوب کي ولیدی، ما ورته وویل: شېخ صاحب! ما ته د یو نېک او ګټور کار لارښوونه وکړه!


هغه وایي: شېخ صاحب لاسونه پورته کړل او ټکان یې ورکړ او ويې ویل: "د الله جل جلاله د دعوت لاري ته نژدې سه، د الله جل جلاله د دعوت لاري ته نژدې سه او دا جمله یې څو واره تکرار کړله، ترڅو چي مي له نظره پټ سو".


د خدای جل جلاله د دعوت لاره کومه ستونزمن کار نه دی، ډېر خلک شتون لري چي یوازي د ګټورو رسنیو یا رښتیني مشورې له امله د خدای جل جلاله لاري ته هدایت سوې وي او همدارنګه شېخ محمد العریفي ویلي، څو ورځي وړاندي مي د یو ځوان څخه چي په بریتانیا کي اوسېږي، یو لیک ترلاسه کړ، په دې ليک کي يې د خپلي ګمراهۍ او د ګناهونو کيسه په څلورو مخونو کي بيان کړې وه او په پای کي یې لیکي وه: یوه شپه زه په منچسټر ښار کي د لمانځه یو ځای ته ننوتلم، په یو کيسټ (فیته) مي پښه کښېښووله، چي پر مځکه پروت وو. ما هغه را واخیستی او په جېب کي مي واچاوه، بيرته خپل اپارتمان ته ولاړم او کيسټ مي د اورېدلو له پاره په ټایپ کي واچاوه، چي وګورم څه په کښې دي.


ومي لیدل چي هغه د یو غټ داستان په اړه خبري کوي، د جنت، دوږخ، د انعامونو او جزا او داسي نور.


هغه کس وايي: سهار لا نه وو سوی چي ما توبه وکښله، یوازي د یو کيسټ په اورېدلو.


په همدې عنوان شېخ العریفي ویلي، په یو بیان کي ماته یوه پاڼه راکړه سوه، چي په کښې لیکل سوي وه:


"څوارلس کاله وړاندي د ترافیکو سور څراغ ته نژدې ودرېدلم او د موټر د ټایپ ږغ مي پورته کړ، یو ځوان چي په بل موټر کي ناست وو، ما ته یې وکتل او مسکی سو او یو کيسټ یې ماته راکړ.


څراغ شین سو او موږ هر یو پر خپلو لارو روان سولو، ما کيسټ د موټر په ټایپ کي واچاوه، کله چي مي واورېدله، نو خدای جل جلاله مي زړه خلاص کړ او حالت مي داسي ځای ته ورسېدی، چي اوس تل د نصیحتونو، مجلسونو او اسلامي درسونو کي ګډون کوم.


زه لا تر اوسه هغه ځوان نه پېژنم، کوم چي زما د هدایت لامل سوی، مګر خدای جل جلاله هغه ښه پېژني او همدومره هغه ته کافي ده او په دې هم باور لرم، چي فرشتې به یې څاري او زه هغه ته هیڅ نه کوم، خو کوم ثواب چي الله جل جلاله ما ته راکوي، د هغه د عملونو په ترازو کي به هم جمع کېږي."


داسي ځوانان ډېر دي، مګر څوک به دوی ته د اسلام لارښوونه وکړي؟ ډېر داسي ځوانان سته، چي لمونځونه یې پرې ايښي او ناخبره به یوه ورځ مرګ د هغوی خواته ورځي او یا به د لویو ګناهونو کولو کي بوخت وي او د دې نړۍ څخه به سترګي پټي کړي، دا ځکه چي دعوت ورکوونکي نه دي توانېدلي چي دوی ته ځان ورسوي، د دوی ملګرو هم دوی ته نصیحت نه دی کړی، ځکه د هغوی په نظر دوی ګناهکاران دي او د نصیحت وړ نه دي.


هغه نجوني کمي نه دي، چي ملګري یې حرام عکسونه او کيسټونه لاس په لاس کوي او تل دوی د فحشا لوري ته هڅوي، مګر که هغوی ته وویل سي، چي ملګرو ته مو نصیحت وکړئ! وايي: موږ خپله نصیحت ته اړتیا لرو، ترڅو مو ځانونه نه وي اصلاح کړي، نو څنګه نورو ته نصیحت وکړو! دا د شیطانانو له لویو لومو څخه دي، چي ډېر مسلمانان یې په کښې را ګیر کړي دي او کله چي د یو مسلمان څخه شیطان دا خبره واوري، نو ډېر خوشحاله سي او د خپلو ورځنيو کارونو په جدول کي یې درج کړي.


مسلمان تل باید په دې هڅه کي وي، چي نور مسلمانان د الله جل جلاله او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دین ته راوبولي او په دې عظیمه فریضه کي له غفلت څخه کار وا نه خلي، چي د دې په برکت سره الله جل جلاله ده ته د نورو زیاتو نېکو چارو توفیق ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته