رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
څوک چي د چا سره د الله لپاره مينه او محبت کوي او د الله لپاره د یو چا سره بغض او دښمني کوي او د الله لپاره یو چا ته شی ورکوي او د الله په خاطر یو چا ته شی نه ورکوي نو (دې نفر) خپل ايمان بشپړ او کامل کړی دی. رواه ابوداود