ليکنه: استاذ اختر محمد جهيد
الله پاک فرمايلي دي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ... (سورة آل عمران ١٨٥ايت)
ژباړه: هر نفس د مرګ څکونکي دئ يعني مړکيږي او ستا سو اجرونه د قيامت په ورځ تاسو ته پوره در کول کيږي نو څوک چي د دوږخ د اور څخه ليري کړل سو او جنت ته داخل کړل سو نو په تحقيق سره دغه سړی کاميا به سو.
لکه څرنګه چي الله پاک د مغفرت، بخښنې او عفوې لپاره اسباب بيان کړيدي، په همدې ترتيب ئې انسان ته داسي اعمال ښودلي دي چي تر سره کول ئې د دوزخ د اور څخه د خلاصون ذريعه ګرځي چي دلته به په لنډ ډول د ځينو يا دونه وکړو:
١- واثله رضي الله عنه ويلي دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د چا چي درې او لادونه وفات سي الله پاک پر دغه سړي د دوزخ اور حراموي. (رواه طبراني)
٢- دعائشې رضي الله عنها څخه روايت دئ چي نبي عليه السلام وفرمايل: چا چي زما د امت څخه د خپلو درو لوڼو او يا درو خويندو سر پرستي او پالنه وکړه او د هغوی سره يې ښه رويه وکړه نو دوی به دده لپاره د دوږخ د اور مانع وګرځي. (رواه البیهقي)
٣- د اسماه بنت يزيد رضي الله عنها څخه روايت دئ، دا وايې نبي عليه السلام وفرمايل: څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب او نه شتون کي د هغه د عزت او حقوقو دفاع او ساتنه وکړي نو پر الله پاک باندي د مهربانۍ له مخي د دې سړي دا حق دئ چي د دوږخ د اور څخه يې آزاد کړي. (رواه احمد)
٤- ابو هريره رضي الله عنه وايي نبي علیه الصلاة و السلام وفرمايل: څوک چي اساني را وستونکى، ورين تندی لرونکى او نرم خويه وي الله پاک به پر دغه سړي د دوږخ اور حرام کړي. (رواه الحاکم)
٥- د انس رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي څلوېښت ورځي پرلپسې په جماعت سره لمونځ وکړي په داسي حال کي چي لومړی تکبير د امام سره ونسي نو د ده لپاره به دوه برائته (خلاصونه) وليکل سي، يو برائت او خلاصون د اور څخه د دوږخ او بل برائت به د نفاق څخه وي. رواه الترمذي
٦- د عماره رضي الله څخه روايت دئ چي نبي عليه السلام وفرمايل: څوک چي د سهار او ماځيګر لمونځ په ښه پابندۍ سره ادا کړي نو دا سړی به د دوږخ اور ته داخل نه کړل سي. رواه مسلم
٧- د عائشې رضي الله عنها څخه روا يت دئ: چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د يوه مؤمن مسلمان بدن چي د الله پاک په لاره کي په جهاد کي په ګردنو او دوړو ککړ سي الله پاک به پر دغه سړي د دوږخ اور حرام کړي. ( رواه احمد )
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله