لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الحديد لنډه پېژندنه
سورة الحديد د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۷ سورة دئ چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.
سورة الحديد ۲۹ آية دئ او ۴ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۲۵ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:
(لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَأَنزَلْنَا ٱلْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌۭ شَدِيدٌۭ وَمَنَـٰفِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥ وَرُسُلَهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌۭ)
ژباړه: يقيناً چي موږ استولي وه رسولان (يعني خپل استازي) د واضح دلايلو سره او د دوی سره مو کتاب هم نازل کړی وو، او تله (يعني ميزان) مو ورسره استولی وو تر څو د انسانانو په منځ کي عدل او انصاف قايم کي، او نازل مو کړل اوسپنه (و مځکي ته)، چي ډېر زور پکښي کي دی (د سخت جنګ آله ده) او د انسانانو له پاره فايدې (او ګټي) په کښي کي دي او تر څو الله تعالی معلومه کي چي څوک د هغه (يعني د الله تعالی) او د هغه د رسول سره مرسته (او کمک) کوي په غيب سره، يقيناً چي الله تعالی قوي او عزيز ذات دی.
حديد - اوسپني ته ويل کېږي.
په سورة الحديد کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- د الله تعالی ربوبيت، هر څه الله (عزوجل) لره دي، ژوند و مرګ د الله (تبارک و تعالی) له لوري دی او په هر څه ښه پوره قادره دئ.
۲- ايمان راوړئ پر الله (عزوجل) او د هغه پر رسول باندي او نفقه ورکئ، يعني خيرات وکئ.
۳- هغه کسان چي د مکې د فتحي تر مخه ئې په خپل مال او نفس سره جهاد کوی، د هغو رتبه لوړه ده په پرتله د هغو کسانو چي د مکې معظمې د فتحي وروسته جنګ او د پيسو مصرفول کوي. خو د ټولو له پاره الله تعالی د اجر وعده کړې ده.
۴- په ورځ د آخرت به د مؤمينانو مخ ته نور (يعني روښنايي) وي او د منافقينو مخ ته به تاريکي وي.
۵- خپل د رب څخه په مغفرت او بخښني کي وړانديوالی وکئ او د هغه جنت ګټونکي سئ چي عرض ئې د آسمانونو او مځکي په شان دئ.
۶- هيڅ مصيبت تاسو ته نه په مځکه کي او نه ستاسو په نفسونو کي راځي، خو چي وختي لا په کتاب کي ليکل سوی وي.
۷- الله (عزوجل) خپل د رسولانو سره ښکاره دلائل، کتاب او ميزان (يعني تله) را استولې ده، تر څو د انسانانو په منځ کي عدل او انصاف قائم کي.
۸- الله تعالی اوسپنه را واستول، چي د زور درلودونکې ده او د انسانانو له پاره ډېر د فائدې وړ ده.
په سورة الحديد کي الله تعالی و ټولو انسانانو ته د ايمان او اعمال صالح اساس بيانوي چي فرمايي:
هر څه چي په آسمانونو او مځکه کي دي، د الله تعالی پاکي بيانوي. ټول صفتونه الله (جل جلا له) لره دي، چي د هر شي خالق دئ.
په الله تعالی، د هغه په رسول او په دې کتاب ايمان راوړئ.
نفقه (خيرات او صدقه) ورکئ.
www.taleemulislam.net