مؤلف: مولانا احمد علي شخ (شهدات کوټ)
ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د غير مقلدينو د احنافو سره يو اختلاف دا هم دئ چي هغه د نارينه او د ښځي په لمانځه کي فرق نه مني. د احاديثو په روڼا کي د نارينه د لمانځه کولو طريقه جلا ده او د ښځي د لمانځه کولو طريقه جلا ده. د نارينه او د ښځي په لمانځه کي خو فرقونه ډېر دي خو يو څو فرقه دا دي:
١- دليل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
يَا وَائِلَ بْنَ حُجْرٍ! اِذَا صَلَّيْتَ فَاجْعَلْ يَدَيْکَ حِذَاءَ اُذْنَيْکَ وَ الْمَرْاَةُ تَجْعَلُ يَدَيْهَا حِذَاءَ ثَدْيَيْهَا. (معجم کبير طبرانى، ج: ٢٢، ص: ٢٠، حديث نمبر: ٢٨)
اې وائل بن حجره! کله چي ته لمونځ کوې نو خپل دواړه لاسونه تر غوږو پوري پورته کړه او ښځه دي خپل دواړه لاسونه تر خپلو سینو (ځيگر) پوري پورته کړي.
٢- دليل:
عَنْ عَلِىٍّ کرم الله وجهه قَالَ: اِذَا سَجَدَتِ الْمَرْاَةِ فَلْتَحْتَفِرْ وَلْتَضُمَّ فَخِذَيْهَا. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ١، ص: ٣٠٢)
ژباړه: حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي چي کله ښځه سجده کوي نو ښه دي سره ټوله سي او خپل دواړه ورنونه دي د نس سره يو ځاى کړي.
٣- دليل:
عَنْ يَزِيْدِ ابْنِ اَبِىْ حَبِيْبٍ مُرْسَلًا اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم مَرَّ عَلٰى اِمْرَاَتَيْنِ تُصَلِّيَانِ، فَقَالَ: اِذَا سَجَدْتُّمَا فَضُمَّا بَعْضَ اللَّحْمِ اِلَى الْاَرْضِ فَاِنَّ الْمَرْاَةَ فِىْ ذٰلِکَ لَيْسَتْ کَالرَّجُلِ. (مراسيل ابو داؤد، ص: ٨)
ژباړه: د يزيد بن ابى حبيب څخه مرسل روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو ښځو خوا ته تېر سو چي لمونځونه ئې کول نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوى ته وفرمايل: کله چي تاسي دواړي سجده وکړي نو خپل د بدن يو څه برخه د مځکي سره و موښلوئ ځکه چي د ښځي حکم (په سجده کي) د نارينه په شان نه دئ.
ماخذ: د غیرمقلدینو اعتراضاتو ته جوابونه
--------------------
په دې اړه تفصیلي دلایل دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي د لمانځه توپیر