تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام شاته د مقتدي قرائت ویل - ۳۲ دلایل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 19, 2015
  0

 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د حنفي مذهب له آنده په جهري او سري لمونځو کي الحمدلله ويل مکروه تحريمي ده ؛او دا ادعا يوازي پر فکر باندي ولاړه نه ده او نه هم د قرآن او حديث څخه خلاف خبره ده لکه ځیني کسان، چي پر حنفيانو باندي تور لګوي، چي د احنافو قول د قرآن او حديث څخه خلاف دی حاصل دا چي د حنفيانو قول پر دلايلو باندي ولاړ دئ، چي يو لړ دلايل يې په لاندي ډول دي:
 
لومړى دليل: (دلته کلیک وکړئ).

دوهم دليل:
الف:حدثنا اسحاق بن ابراهيم نخعي رحمة الله علیه  قال: انا جريد عن سليمان التميى عن قتادة عن يونس بن جبير عن حطان بن عبدالله الرقاشي عن ابي موسى اشعرى رضي الله عنه  مرفوعا: واذا قراء (اى الامام) فانصتوا.( ۱ رواه مسلم)
ژباړه: ابوموسى اشعري رضي الله عنه  فرمايي: کله ، چي امام قرائت وايي نو تاسو چوپ سئ.
 
پورتنى حديث امام جعفر طبري رحمة الله علیه  هم رانقل کړى او صحيح يې بللى دئ.(۲)
 
ب: حدثنا:على بن عبدالله قال: ثنا جرير عن سليمان التيمى عن قتادة عن ابي غلاب عن حطان بن عبدالله الرقاشي عن ابي موسى رضي الله عنه  قال: علمنا رسول الله صلی الله علیه وسلم  قال: اذا قمتم الى الصلوة فليؤمکم احدکم، واذا قرء الامام فانصتوا.(۳)
 
ژباړه:  ابوموسى اشعري رضي الله عنه  فرمايي: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلمانځه زده کړه راکول،(په زده کړه کي يې راته) وويل: کله ، چي تاسو لمانځه ته ولاړېږئ نو په تاسو کي دي يوه کس امامت درکړي ؛ او کله، چي امام تلاوت کوي تاسو چوپ سئ، (هيڅ مه واياست).
 
ج:حدثنا: سهل بن بحر الجنديساپورى قال: ثنا  عبدالله بن رشيد قال: ثنا ابوعبيدة عن قتادة عن يونس بن جبير عن حطان بن عبدالله الرقاشي عن ابي موسى رضي الله عنه  قال: واذا قرء الامام فانصتوا، واذا قال: غير المغضوب عليهم ولاالضالين، فقولوا: آمين.(۴)
 
ژباړه: ابوموسى اشعري رضي الله عنه  فرمايي: کله ، چي امام قرائت وايي نو تاسو چوپ سئ؛ او کله ، چي امام غير المضوب عليهم ولاالضالين ووايي: تاسو آمين وواياست.
 
دريم دليل:
اخبرنا: الجارود بن معاذ الترمذي حدثنا ابوخالد الاحمر عن محمد بن عجلان عن زيد بن اسلم  عن ابي صالح عن ابي هريرة رضي الله عنه  قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : انما جعل الامام ليؤتم به ، فاذا کبر فکبروا، واذا قرء فانصتوا، واذا قال: سمع الله لمن حمده، فقولوا: اللهم ربنا لک الحمد.(۵)
 
ژباړه: ابوهريرة رضي الله عنه  فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: امام ددې لپاره دئ، چي اقتدا پسي وسي نو کله ، چي الله اکبر وايي تاسو هم الله اکبر واياست او کله، چي امام قرائت وايي تاسو چوپ سئ ؛ او کله ، چي سمع الله لمن حمده ووايي نو تاسو وواياست: اللهم ربنا لک الحمد.
 
څلورم دليل:
عن : عمران رضي الله عنه  ابن حصين ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  صلى الظهر، فجعل رجل يقرء خلفه بــ (سبح اسم ربک الاعلى) فلما انصرف قال: ايکم قرء؟ او ايکم القاري؟ قال رجل : انا ، فقال: قد ظننت ان بعضکم خالجنا.(۶)
 
دعمران ابن حصين څخه روايت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دماپښين دلمانځه امامت کاوه، يو کس دده مبارک شاته ولاړ و، (سبح اسم ربک الاعلى) سورة يې وايه ، کله ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فارغه سو وې فرمايل: چاته تلاوت کاوه؟ يوه سړي وويل: ما  تلاوت  کاوه! بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل: زه ګومان  کوم،چي ځيني ستاسو ما ته په تلاوت کي مزاحمت جوړوي.(تاسو ماته مزاحمت مه جوړوئ زما شاته ، چي ولاړ ياست يعني په امام پسي ، چي لمونځ کوئ نو چوپ سئ.)
 
پنځم دليل:
حدثنا: محمدبن بشار وعمرو بن على قالا: حدثنا ابواحمد انا يونس ابن ابي اسحاق عن ابيه عن ابي الاحوص عن عبدالله (هو ابن مسعود) قال: کانوا يقرءون خلف النبي صلى  الله عليه وسلم فقال: خلطتهم على القرآن.(۷)
 
دعبدالله ابن مسعود رضي الله عنه  څخه روايت دئ،چي دوى به په لمانځه کي درسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا (يعني کله ،چي به يې په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسي اقتدا کړې وه) قرائت به يې وايه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دوى پر ما باندي قرآن ګډ وډ کړ،(يعني دوى بايد چوپ واى ځکه دامام قرائت ددوى لپاره دقرائت بسنه کوي لکه، چي وروسته به راسي).
 
شپږم دليل:
الف:حدثنا مالک بن اسماعيل عن حسن بن صالح عن ابي الزبير عن جابر عن النبي صلی الله علیه وسلم  قال:  من کان له امام فقرائته له قراءة.(۸)
 
ژباړه:  رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: چاته که امام و، (يعني په امام پسي يې اقتدا کړې وه) نو د امام قرائت دده لپاره قرائت دئ. (مقتدي ته دهيڅ ډول قرائت اړتيا نسته، چوپ به پاتيږي.)
 
ب: اخبرنا: ابوحنيفة رحمة الله علیه  قال: حدثنا ابوالحسن موسى بن ابي عائشة رضي الله عنها  عن عبدالله ابن شداد بن الهاد عن جابر بن عبدالله عن النبي صلی الله علیه وسلم  انه قال: من صلى خلف الامام قان قراءة الامام له قراءة.(۹)
 
جابر بن عبدالله رضي الله عنهما  درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت کوي،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:چا که په امام پسي لمونځ کاوه نو دامام قرائت دده لپاره کافي دئ(دمقتدي څخه قرائت نه غواړي)
 
ج: اخبرنا: اسرائيل حدثني موسى بن ابي عائشة عن عبدالله بن شداد بن الهاد قال: ام رسول الله صلی الله علیه وسلم  فى العصر قال: فقرء رجل خلفه، فغمزه الذي يليه، فلما ان صلى قال: لم غمزتني؟ قال: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم  قد امک فکرهت ان تقرء خلفه فسمعه النبي صلی الله علیه وسلم  فقال: من کان له امام فان قرائته له قراءة.(۱۰)
 
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دماځيګر دلمانځه امامت ورکاوه، يو سړى درسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا ولاړ و، چي په لمانځه کي يې قرائت وايه، يو کس ده ته نژدې و، اشاره يې ورته وکړه ، چي قرائت مه وايه، کله ، چي لمونځ خلاص سو قرائت ويونکي وهغه بل کس ته وويل: ولي دي ماته اشارې کولې؟ اشاره  کونکي ورته وويل: زما نه خوښيږي ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي ستا مخکي ولاړ وي او ته دي دده مبارک تر شا قرائت وايي، رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ددوى خبري واورېدې نو وې فرمايل: څوک ، چي په امام پسي لمونځ کوي دامام قرائت دده لپاره هم بسنه کوي.
 
د: اخبرنا: اسحاق الازرق حدثنا سفيان وشريک عن موسى بن ابي عائشة عن عبدالله بن شداد عن جابر قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  من کان له امام فقراءة الامام قراءة.(۱۱)
 
ژباړه:رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: : څوک ، چي په امام پسي لمونځ کوي دامام قرائت دده لپاره هم بسنه کوي.
 
هــ : اخبرنا: محمد بن عبدالله الحافظ انا ابوبکر بن عبدالله بن قرش حدثنا الحسن بن سفين بن عائشة ، حدثنا عتبة بن مکرم ، حدثنا يونس بن بکير ، حدثنا ابوحنيفة رحمة الله علیه  والحسن بن عمارة عن موسى بن ابي عائشة عن عبدالله بن بن الهاد عن جابر بن عبدالله قال: صلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  باصحابه الظهر والعصر فلما انصرف قال: من قرء خلفي بــ (سبح اسم ربک الاعلى)؟ فلم يتکلم احد، فردد ذالک ثلثا، فقال رجل: انا يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! قال لقد رايتک تخالجني او قال: تنازعني القرآن، من صلى منکم خلف امام فقراءته له قراءة.(۱۲)
 
ژباړه: جابر بن عبدالله رضي الله عنه  فرمايلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابانو رضي الله عنهم  ته دماپښين او ماځيګر لمونځ په امامت ورکړ، کله ، چي فارغه سو نو وې فرمايل:چا زما تر شا (سبح اسم ربک الاعلى) سورة وايه، هيچا ږغ ونه وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  درې ځلي نوموړې خبره تکرار کړل بيا يو سړي وويل: ما دغه سورة وايه. رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته فرمايل: تا ماته مزاحمت په تلاوت کي جوړاوئ او يا يې داسي ورته وويل: تا زما سره منازعه په تلاوت کي کول . چا که په امام پسي لمونځ کاوه نو دامام قرائت دده لپاره کافي دئ(دمقتدي څخه قرائت نه غواړي) 
 
اووم دليل:
عن:  ابي الدرداء رضي الله عنه  قال:سئل رجل النبي صلی الله علیه وسلم  فقال: يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! فى کل صلوة قراءة؟ قال: نعم! فقال رجل من القوم: وجب هذا، فقال النبي صلی الله علیه وسلم  ما ارى الامام اذا قرء الا کان کافيا.(۱۳) 
 
ابي درداء رضي الله عنه  فرمايلي دي: يو سړي درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښته وکړه: يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! په هر لمانځه کي قرائت سته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل: هو! په هر لمانځه کي قرائت سته! بيا يو سړي وويل همدا خبره لازمه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل: داسي امام زه نه وينم مګر که يې تلاوت کاوه دده تلاوت د مقتدي لپاره کافي دئ. 
 
اتم دليل:
عن: ابن قسيط عن عطاء بن يسار انه اخبره انه سئل زيد بن ثابت عن القرءة مع الامام فقال: لاَ قِرَاءَةَ مَعَ الإِمَامِ فِى شَىْءٍ.(۱۴ رواه مسلم)
 
ژباړه: دزيد بن ثابت رضي الله عنه  څخه  په امام پسي دقرائت اړونده پوښتنه وسوه، (چي څوک په امام پسي لمونځ کوي قرائت به وايي که يا؟)زيد بن ثابت رضي الله عنه  په جواب کي ورته وويل:څوک ، چي په امام پسي لمونځ کوي د قرائت څخه به هيڅ شي نه وايي.
 
نهم دليل:
عن: ابي نعيم وهب بن کيسان انه سمع جابر بن عبدالله يقول: من صلى رکعة لم يقرء فيها بام القرآن فلم يصل الا ورآء الامام.(۱۵)
دابي نعيم وهب بن کيسان رحمة الله علیه  څخه روايت دئ،چي ده دجابر بن عبدالله رضي الله عنهما  څخه اورېدلي دي،چي چا که يو رکعت لمونځ ادا کړ او الحمدلله يې ونه ويل لمونځ يې صحيح نه دئ مګر که په امام پسي يې لمونځ کاوه بيا به يې نه وايي.
 
لسم دليل:
عن نافع ان عبدالله بن عمر کان اذا سئل هل يقرء احد خلف الامام؟ قال: اذا صلى احدکم خلف الامام فحسبه قراءة الامام، واذا  صلى وحده فليقرء. قال: وکان عبدالله بن عمر لايقرء خلف الامام.(۱۶)
 
ژباړه: دنافع څخه روايت دئ،چي دعبدالله بن عمر رضي الله عنهما  څخه پوښتنه وسوه،چي په امام پسي څوک لمونځ کوي نو قرائت به وايي؟ عبدالله بن عمر رضي الله عنهما  په جواب کي ورته وويل: څوک ،چي په امام پسي لمونځ کوي دامام قرائت کفايت (بسنه)کوي( مقتدى به قرائت نه وايي)؛او که يې يوازي لمونځ کاوه نو  قرائت به وايي(راوي زياتوي:) عبدالله بن عمر رضي الله عنهما  په خپله هم په امام پسي قرئت نه وايه.
 
يوولسم دليل:
عن: ابي وائل قال: جا‌ء رجل الى ابن مسعود فقال: اقرء خلف الامام؟ قال: انصت للقرآن فان فى الصلوة شغلا، وسيکفيک ذالک الامام.(۱۷)
 
ژباړه: دابي وائل څخه روايت دئ،چي يو سړي ابن مسعود رضي الله عنه  ته وويل: ايا زه په امام پسي قرائت ووايم؟ ابن مسعود رضي الله عنه  راته وويل: چوپ سه! يقينا لمونځ شغل دئ او ستا لپاره دامام (قرائت) بسنه کوي (ستا لپاره دقرائت ويلو اړتيا نسته).
 
دوولسم دليل:
عن: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  انه قال: يا فلان! لاتقرء خلف الامام الا ان يکون اماما لايقرء.(۱۸)
 
ژباړه: دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه  څخه روايت دئ،چي ده مبارک يو چاته داسي وفرمايل: اې فلانيه! په امام پسي  قرائت مه وايه مګر که خپله امام وې بيا قرائت وايه. 
 
ديارلسم دليل:
عن: علقمة بن قيس ان عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  کان لايقرء خلف الامام فيما يجهر فيه وفيما يخافت فيه فى الاوليين ولا فى الاخريين...الحديث(۱۹)
 
ژباړه: علقمة بن قيس روايت کوي ، چي عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  داسي و، چي په امام پسي يې قرائت نه وايه ، نه يې په جهري لمانځه کي قرائت پسي وايه ، نه يې په سري لمانځه پسي وايه.
 
څوارلسم دليل:
عن: عبيدالله بن مقسم انه سئل عبدالله بن عمر وزيد بن ثابت وجابر بن عبدالله فقالوا: لايقرء خلف الامام فى شيئ من الصلوت.(۲۰)
 
ژباړه: دعبيدالله بن مقسم څخه روايت دئ،چي دعبدالله بن عمر رضي الله عنهما ، زيد بن ثابت رضي الله عنه  او جابر بن عبدالله رضي الله عنهما  څخه (په امام پسي دقرائت ويلو اړونده)پوښتنه وسوه (چي په امام پسي چا اقتدا کړې وي نو قرائت به وايي که يا؟) دوى په جواب کي ورته وويل: مقتدى به په امام پسي په هيڅ لمانځه کي هيڅ شي نه وايي. 
 
پنځلسم دليل:
عن: علقمة عن ابن مسعود رضي الله عنه  قال: ليت الذي يقرء خلف الامام مليء فوه ترابا.(۲۱)
 
ژباړه: دعلقمة څخه روايت دئ، چي ابن مسعود رضي الله عنه  وفرمايل: کاشکي دهغه په خوله کي خاوري واچول سي څوک ، چي په امام پسي قرائت وايي.
 
شپاړسم دليل:
عن: ابي جمرة قال: قلت لابن عباس: اقرء والامام بين يدي؟ فقال : لا.(۲۲)
 
ژباړه: ابي جمرة وايي ما ابن عباس رضي الله عنهما  ته وويل: ايا زه قرائت ووايم ،چي امام مي مخته وي(يعني په امام پسي مي اقتدا کړې وي) ابن عباس رضي الله عنهما  راته وويل: يا ! (په امام پسي قرائت مه وايه.)
 
اوولسم دليل:
 حدثنا: محمد...عن عون عن ابن عباس رضي الله عنهما   عن النبي صلی الله علیه وسلم  قال: تکفيک قراءة الامام خافت او جهر.(۲۳)
 
ژباړه: دابن عباس رضي الله عنهما  څخه روايت دئ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: ستا لپاره دامام قرائت بس دئ، جهري لمونځ وي او که سري لمونځ (ته هيڅ شي مه وايه دامام قرائت درته کفايت کوي).
 
اتلسم دليل:
عن: الشعبي قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لاقراءة خلف الامام.(۲۴)
ژباړه: دشعبي څخه روايت دئ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: په امام پسي قرائت نسته.
 
نوولسم دليل:
عن: موسى بن عقبة ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  وابا بکر رضي الله عنه  وعمر رضي الله عنه  وعثمان رضي الله عنه  کانوا ينهون عن القراءة خلف الامام.(۲۵)
 
ژباړه: موسى بن عقبة فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر رضي الله عنه  ، عمر رضي الله عنه  او عثمان رضي الله عنه  په امام پسي د قرائت ويلو څخه منع کول (چاته يې اجازه نه ورکول ، چي په امام پسي الحمد لله يا هم نور قرائت ووايي.)
 
شلم دليل:
عن : هشام بن حسان عن انس بن سيرين سالت ابن عمر اقرء مع الامام؟ قال: انک لضخم البطن، يکفيک قراءة الامام. (۲۶)
 
ژباړه: دابن عمر رضي الله عنهما  څخه (داسي) پوښتنه وسوه: ايا زه په امام پسي قرائت ووايم؟ ابن عمر رضي الله عنهما  په جواب کي راته وويل: ته چاغ نسى يې (غبي ، قليل الفهمه يې) ستا لپاره د امام قرائت کفايت(بسنه) کوي (تاته د قرائت ويلو اړتيا نسته).
 
يوويشتم دليل:
عن: داود بن قيس عن زيد بن اسلم ان ابن عمر کان ينهي عن القراءة خلف الامام.(۲۷)
ژباړه: دابن عمر رضي الله عنهما  څخه روايت سوى دئ، چي ده مبارک په امام پسي د قرائت ويلو څخه منع کول.
 
دوويشتم دليل:
اخبرنا: ابوزکريا…ان رسول الله صلی الله علیه وسلم   قال: من کان منکم له امام فائتم به فلايقرءن معه فان قراءته له قراءة.(۲۸)
ژباړه: درسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه روايت سوى دئ، چي فرمايلي يې دي: که ستاسو څخه څوک امام و ؛ نو تاسو اقتدا پسي وکړئ ؛او کوم تلاوت مه پسي واياست ځکه دامام قرائت ستاسو لپاره (بس) دئ.
 
درويشتم دليل:
عن ابي هريرة ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  انصرف من صلوة جهر فيها بالقراءة فقال: هل قرء معي منکم احد انفا؟ فقال  رجل: نعم! انا يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! قال: فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم : اني اقول: مالي انازع القرآن. فانتهى الناس عن القراءة فيما جهر فيه رسول الله صلی الله علیه وسلم  بالقراءة حين سمعوا ذالک من رسول الله صلی الله علیه وسلم .(۲۹)
 
څلرويشتم دليل:
ژباړه: دابوهريرة رضي الله عنه   څخه روايت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلمانځه څخه فارغه سو په لمانځه کي يې په زوره تلاوت کاوه (ترفراغت وروسته) يې وفرمايل: اياستاسو څخه يو چا زما سره تلاوت کاوه؟(يعني ما چي په لمانځه کي قرائت وايه نو په تاسو کي هم يو څوک داسي و، چي زما سره يې قرائت وايه؟) يو سړي وويل: بلي هو! يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! ما قرائت درسره وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وفرمايل: تاسو ولي زما سره په قرآن کي منازعه (جګړه)کوئ (يعني داچي زه تلاوت کوم تاسو هم تلاوت کوئ )
 
پنځويشتم دليل:
عن موسى ابن سعد بن زيد بن ثابت يحدثه عن جده زيد بن ثابت رضي الله عنه  انه قال: من قرء خلف الامام فلا صلوة له.(۳۰)
 
ژباړه: زيد بن ثابت دخپل نيکه زيد بن ثابت رضي الله عنه  څخه حديث بيانوي، چي داسي يې ويل: چا که په امام پسي قرائت وايه لمونځ يې صحيح نه دئ.
 
شپږويشتم دليل:
حدثنا: الاحمر عن الاعمش عن ابراهيم نخعي رحمة الله علیه  قال: اول ما احدثوا القراءة خلف الامام وکانوا لايقرءون.(۳۱)
 
ژباړه: اعمش دابراهيم نخعي رحمة الله علیه  څخه روايت کوي،چي ويل يې: په دين کي لومړى نوى شى پيدا کونکى (بدعت کونکى) هغه کس دئ، چي په امام پسي قرائت ووايي.
 
اوويشتم دليل:
اخبرنا:.... عن ابراهيم نخعي رحمة الله علیه  قال : ان اول من قرء خلف الامام رجل اتهم.(۳۲)
ژباړه: د ابراهيم نخعي رحمة الله علیه   څخه روايت دئ،چي فرمايلي يې دي: هغه څوک، چي په امام پسي قرائت ووايي لومړى مبتدع (بدعت کونکى) دئ.
 
اتويشتم دليل:
حدثنا: الفضل عن زهير عن الوليد بن قيس قال: سالت سويد ابن غفلة اقرء خلف الامام فى الظهر ، والعصر؟ قال: لا!.(۳۳)
 
ژباړه:وليد بن قيس فرمايي: ما دسويد بن غفلة رحمة الله علیه  څخه داسي پوښتنه وکړه: ايا زه په امام پسي دماپښين او ماځيګر په لمونځونو کي قرائت ووايم؟ ده مبارک په جواب کي راته وويل: يا!(قرائـت مه وايه).
 
نوويشتم دليل:
حدثنا: هثيم عن ابي بشر عن سعيد بن جبير قال: سالته عن القراءة خلف الامام قال: ليس  خلف الامام قراءة .(۳۴)
 
ژباړه: ابي بشر دسعيد بن جبير رحمة الله علیه  څخه روايت کوي ، چي ما دده مبارک څخه پوښتنه وکړه،چي په امام پسي قرائت ويل کېږي که يا؟ ده مبارک په جواب کي راته وويل په امام پسي قرائت نسته.
 
دېرشم دليل:
حدثنا: الققفي عن ايوب عن محمد قال: لااعلم القراءة خلف الامام من السنة.(۳۵)
ژباړه: د محمد رحمة الله علیه  څخه روايت دئ،چي فرمايلي يې دي: ما ته ددې معلومات نسته، چي په امام پسي قرائت ويل سنت طريقه ده.
 
يودېرشم دليل:
عن : الثوري عن الاعمش عن ابراهيم نخعي  رحمة الله علیه عن الاسود قال: وددت ان الذي يقرء خلف الامام فوه ترابا.(۳۶)
ژباړه: داسود رحمة الله علیه  څخه روايت دئ،چي فرمايلي يې دي: زما دا خوښه ده ، چي دهغه چا په خوله کي خاوري ولوېږي څوک ، چي په امام پسي قرائت وايي.
 
دودېرشم دليل:
اخبرنا: ابوحنيفة رحمة الله علیه  قال: حدثنا حماد عن ابراهيم نخعي رحمة الله علیه  قال: ما قرء علقمة بن قيس قط فيما يجهر فيه ولا فيما لايجهر فيه ولا في الرکعتين الاخريين ام القرآن ولا غيرها خلف الامام.(۳۷)
 
ژباړه: سيدنا امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  په خپل روايت داستاد حماد رحمة الله علیه  څخه روايت کوي، چي حماد رحمة الله علیه  ابراهيم رحمة الله علیه  فرمايلي دي: علقمة بن قيس هيڅکله په امام پسي قرائت نه وايه نه يې په جهري لمانځه کي وايه او نه يې په سري لمانځه کي ، نه يې په اخرو رکعتو کي وايه ، نه يې الحمدلله په امام پسي ويل او نه يې کوم بل شي په امام پسي وايه.
 
حاصل دا چي اتيا (۸۰) کسان اصحابان رضي الله عنهم  پردې خبره اتفاق لري، چي په امام پسي  الحمدلله ويل جايز کار نه دئ او همدا ډول پورته تاسو ولوستل ، چي زيات شمېر مشهورو تابعينو همدا خبره په کلکه کړې ده، او بيا دغه خبره د څوارلس پېړيو په اوږدو کي زيات شمېر وتلو علماوو تائيد کړې ده نو که څوک د دومره اصحابانو  تابعينو ، اولياوو ، سلف الصالحينو او وتلو علماوو پيروي کوي ؛ او غواړي ، چي ددوى په ډله کي ځانونه وشمېري نو په امام پسي دي الحمدلله نه وايي بلکي پر خپل مذهب باندي دي ټينګ ودريږي ، هغه مذهب ، چي د قرآن او حديث څخه يې ورته د خلف الامام حکم را ايستلى دئ.
 
په اخره کي يوه خبره د يادوني وړ ده ، هغه دا چي په لومړيو کي مي وويل، چي زه ځان ته بيخي ددې اجازه نه ورکوم ، چي اصحابان او تابعين دي يوه خبره د ځان په قرآن او حديث ثابته کړې وي او زه پکښي ولي او څنګه جوړ کړم صرف پورته څه دلايل مي د هغو خلکو لپاره ويلي دي ، ددعوي درد لپاره مي ويلي دي، چي وايي د حنفيانو لمونځ صحيح نه دئ امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  د قرائت خلف الامام د ترک لپاره هيڅ دليل نه لري او دغه دلايل مي ددې لپاره نه دي ويلي ، چي زه د دوى سره مقابله په کوم ، ځکه د مقابلې په صورت کي تر اوسه داسي نه ده ، چي يو کس د مقابلې د لاري خپله مفکوره پرې ايښي وي او نه مي هم دغه دلايل ددې لپاره ويلي دي، چي زه دوى ته قناعت ورکوم، ځکه د دوى دا فيصله ده ، چي د قرائت خلف الامام حکم به د خپل فکر مطابق کوي که هر څومره دلايل ورته وويل سي بيا هم د خپل دريزه نه اوړي پورتني دلايل مي فقط ددې لپاره ويلي دي ، چي ددوى دعوه د خپلو خلکو په وړاندي رد کړم، زموږ هغه ساده لوحه خلک ،چي دوى په درواغو ورته په زړنو کي شک  اچولى دئ، چي امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  د قرائت خلف الامام د ترک لپاره هيڅ دليل نه لري عام خلک دي يې ښه واوري ، چي پورته دلايل دي د دوى دعوه غلطه او درواغ ده،چي دلايل نسته.
 
 او پورته دلايل يوازي نه دي بلکي نور هم خورا ډېر دلايل سته لږ دلايل مي ځکه رانقل کړه ، چي دا د زړه څخه د شک وړل مقصد وي د هغه لپاره يو حديث هم کفايت کوي او د چا چي فيصله وي ،چي د خپله دريزه نه اوړم د هغه لپاره که هر څومره دلايل وويل سي که څه هم قراني دلايل وي او که څه هم احاديث وي بيا يې هم نه مني ، پورته دلايل مو په داسي بڼه راجمع کړل، چي عام خلک ، چي لږه مطالعه ولري تر يوه بريده ان شاء الله ځني مستفيد کېداى سي . که څه هم دهدايې شرح فتح القدير يوه اندازه تحقيق کړى و، زما ډېر خوښ وو.
 
همدا ډول مولانا سرفراز خان صفدر  صاحب خپل کتاب بيخي په ډېر عجيب انداز په اردو ژبه ليکلى و او زما بيخي خوښ سو! په لومړيو کي زما داسي فلان و، چي يا خو د فتح القدير تحقيق وژباړم او يا د مولانا صاحب کتاب ( احسن الکلام) وژباړم د څه فکر وهلو وروسته مي ځکه دا کار ونه کړ، چي د مولانا صاحب کتاب ډېر مفصل و، دومره تحقيق پکښي و، زما سره دا وېره پيدا سوه، چي هسي نه پر ځينو خلکو دروند تمام سي او د فتح القدير تحقيق بيا د علماوو د مطالعې پر نمط و، زما له انده به عوام خلک به کم ځني مستفيد سوى واى علماء خو الحمدلله کتابونو ته لاس رسى کولاى سي خو دا چي زما د فتح القدير تحقيق بيخي خوښ و، نو کوم کسان ، چي علماء دي ددې لپاره ، چي دغه تحقيق لنډ دلې مطالعه کړي او د منکرينو د شر څخه عوام خلک وژغوري په کټ مټ ډول مي دغه عبارت رانقل کړ؛ او حاشيه کي مي کښېودئ هيله ده علماء ځيني مستفيد سي.
 
د قول الفهام في القرائت خلاف الامام کتاب څخه
اول دلیل یې دلته لوستلای سی: اول دلیل
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
فتوا: په امام پسې سورة فاتحه ویل
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
-----------------------
۱: رواه مسلم، ج:١،ص:١٨٤، وقال الحافظ فى الفتح (٢:٢٠١): حديث صحيح آهـ صححه الامام احمد کما نقله ابن عبدالبر بسنده فى التمهيد. (الجوهر النقى ١:١٥٣).
۲:وقد صح الخبر عن رسول الله من قوله اذا قرء القرآن فانصتو.(تفسير طبري.٩: ١١٢)
۳:رواه الامام احمد فى مسنده(٤ : ٤١٥) وسنده سند مسلم الا على بن عبدالله وهو ابن المدينى شيخ البخاري ثقة مشهور. اعلاء السنن (٤ : ٥٨)
۴ :رواه ابوعوانة فى فى صحيحه کذا فى تعليق التعليق الاثارالسنن.(١ : ٥). وقال صاحب اعلاء السنن: قلت: عبدالله بن رشيد وابوعبيدة مجامعة بن الزبير العتکي وثقهما ابن السمعاني فى الانساب وقال فى کل منهما: مستقيم الحديث(ص: ١٣٧). وسهل بن بن بحر لم اجد من ترجمة، والحديث صحيح على قاعدة کنزالعمال المذکور فى  خطبتها: ان کل ما فى صحيح ابي عوانة صحيح.اعلاء السنن(٤ : ٥٩)
۵:رواه النسائي(١ : ١٤٦) وايضا نقل فى اعلاء السنن من طريق محمد بن عبدالله ابن المبارک قال:حدثنا محمد بن عجلان عن زيد بن اسلم عن ابي صالح عن ابي هريرة رضي الله عنه ...الى اخره ،فقال: وصححه مسلم فى صحيحه(١ : ١٧٤) وقال: هو عندي صحيح آهــ وصححه ابن حزم والامام احمد.(الجوهر النقي، ١ : ١٥٣) 
۶ : روه مسلم.(١ : ١٧٣.)
۷: رواه البزار. وهذا سند جيد، کذا فى الجوهر النقي(١ : ١٥٥)، وفي مجمع الزوائد(١ : ١٨٥) بعد نقل المتن رواه احمد ورجاله رجال الصحيح. آهــ
۸ : روه ابن ابي شيبة. وهذا سند صحيح.(الجوهر النقي ص:١٥٤)
۹: روه الامام محمد فى الموطاء(ص:٩٦) قال العيني: طريق صحيح. آهــ(عمدة القاري، ٣: ٨٦) وقال محمد بن منيع والامام ابن الهمام : هذا الاسناد صحيح على شرط الشيخين(حاشية الطحاوي،١ : ١٢٨) وقذف هذا الحديث بعض المتعصبون بضعف فلابطال جميع ادلة الضعف انظر: اعلاء السنن(٤ : ٧١)، ط: ادارة القرآن کراتشي. حماد 
۱۰: الموطاء للامام محمد ص: ٩٨.
۱۱:رواه احمد بن منيع فى مسنده.(فتح القدير ١: ٢٩٥)
۱۲ : اخرجه البيهقي فى کتاب القرءة(ص: ١٠١)
۱۳: رواه الطبراني، واسناده حسن(مجمع الزوائد ١ : ١٨٥)
۱۴: رواه مسلم(١ : ٢١٥) فى باب سجود التلاوة ، ورواه الطحاوي فى معاني الاثار( ١ : ٤٢) سنده عن بکير عن عطاء عن زيد بن ثابت سمعه يقول: لاتقرء خلف الامام فى شيئ من الصلوت آهــ رجاله الثقات.
۱۵: اخرجه مالک فى الموطاء (ص:٢٨) واسناده صحيح ، اخرجه الترمذي(١: ١٢٩) وقال هذا حديث حسن صحيح آهــ واخرجه الطحاوي (١ : ١٢٨) مرفوعا بهذا اللفظ وسنده حسن.
۱۶:اخرجه مالک فى الموطا(ص:٢٩) وسنده من اصح الاسانيد.
۱۷ : رواه الطبراني فى الکبير والاوسط ، ورجاله موثقون.(مجمع الزوائد ١: ١٨٥) ورواه الطحاوي، واسناده صحيح.(آثار السنن ١ : ٨٩) ورواه محمد فى الموطا ص: ٩٨. بسند رجاله رجال الصحيح.
۱۸: رواه الطبراني فى الکبير، ورجاله ثقات (مجمع الزوائد١ : ١٨٥)
۱۹:اخرجه محمد فى الموطا ص:٩٦
۲۰:روه الطحاوي واسناده صحيح(آثارالسنن ١: ٨٩)
۲۱ :رواه الطحاوي واسناده حسن.(آثارالسنن ١: ٨٥)
۲۲ : روه الطحاوي، واسناده حسن.(آثارالسنن ١: ٨٥)
۲۳ : اخرجه الدارالقطني فى سننه.(١: ١٢٦)
۲۴: وذکر فى اعلاء السنن :هذا مرسل. اخرجه الدرالقطني(١ : ١٢٥) ثم ذکره موصولا عن الشعبي عن الحارث عن على قال: قال رجله للنبي صلی الله علیه وسلم :  اقرء خلف الامام او انصت؟ قال: بل انصت، فانه يکفيک. قال الدارقطني: تفرد به غسان وهو ضعيف وقيس ومحمد بن سالم ضعيفان، والمرسل الذي قبله اصح منه. والله اعلم قلت: والارسال لايضر عندنا لاسيما والشعبي لايرسل الا صحيحا، کما فى المقدمة، واذا تايد بالموصول ولو ضعيفا فهو حجة عندهم ايضا کما سنذکره فى الحاشية. اعلاء السنن(٤ : ٩٥)، ط: ادارة القرآن کراتشي.
۲۵: اخرجه عبدالرزاق فى مصنفه.(عمدة القاري ٣: ٦٧)
۲۶ : اخرجه عبدالرزاق فى مصنفه.(الجوهر النقي ١ : ١٥٥)
۲۷: اخرجه عبدالرزاق ايضا.(الجوهر النقي ١: ١٥٥) 
۲۸ : اخرجه البيهقي فى کتاب القراءة، ص:١٣٥ اعلاء السنن، ج: ٤، ص:٩٨.ط: ادارة القرآن کراتشي.
۲۹: رواه مالک فى الموطا، ص:٢٩
۳۰:اخرجه محمد فى الموطا، ص:١٠٠
۳۱:اخرجه عبدالرزاق فى مصنفه.(الجوهر النقي ص:١٧٥)
۳۲: رواه محمد فى موطاء ص: ٩٨
۳۳: اخرجه ابن ابي شيبة في مصنفه. اعلاء السنن. ج: ٤، ص: ١٠٢
۳۴: اخرجه ابن ابي شيبة فى المصنف. اعلاء السنن، ج: ٤، ص:١٠٣
۳۵: اخرجه ابن ابي شيبة في المصنف. اعلاء السنن. ج:٤،ص:١٠٤
۳۶:اخرجه عبدالرزاق في مصنفه.(الجوهر النقي ٢: ١٥٧)
۳۷: اخرجه الامام محمد بن الحسن في کتاب الاثار.ص:٢٠

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته