سوال: که په ډکه خوله سړى قى ووهي نودا روژه يې څنګه کيږي ؟
د سوال کونکي نوم: حاجي محمدقاسم
جواب: که د روژاتي خوا وګرځي (قی ووهي) دا که لږ وي او که په ډکه خوله وي روژه يې نه په ماتیږي .خو که روژاتي قصدا په ځان قی ووهي مثلا : ګوته ستوني ته ننباسي ترڅو خوايې وګرځي نو بیا يې روژه په ماتیږي ابوهریرة رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : مَنْ ذَرَعَهُ الْقَيْءُ فَلَيْسَ عَلَيْهِ قضا وَمَنْ اسْتَقَاءَ عَمْدًا فَلْيَقْضِ (الترمذي )
که د چا خوا وګرځي پر هغه ددغي روژې قضا نسته یعني روژه يې نه په ماتیږي او که څوک قصدا د ځان خوا وګرځوي نو هغه به ددغي روژې قضا راوړي يعني روژه يې په ماتيږي .په الدرالمختار کي وايی : ( وَإِنْ اسْتِقَاءٌ ) أَيْ طَلَبَ الْقَيْءَ ( عَامِدًا ) أَيْ مُتَذَكِّرًا لِصَوْمٍ ( إنْ كَانَ مِلْءَ الْفَمِ فَسَدَ بِالْإِجْمَاعِ ) مُطْلَقًا ( وَإِنْ أَقَلَّ لَا ) عِنْدَ الثَّانِي وَهُوَ الصَّحِيحُ ، لَكِنَّ ظَاهِرَ الرِّوَايَةِ كَقَوْلِ مُحَمَّدٍ إنَّهُ يَفْسُدُ كَمَا فِي الْفَتْحِ عَنْ الْكَافِي.
که څوک قصدا د ځان خوا وګرځوي او روژه يې هم یاد وي که خوله يې په ډکېدله نو د ټولو په آند روژه په ماتیږي او که لږ قی وو د ابویوسف رحمة الله علیه په آند روژه نه په ماتیږي او دا وینا صحیح ده خو ظاهر روایة د امام محمد رحمة الله علیه د وینا په شان دئ چي په لږ قصدي خواګرځي هم روژه ماتیږي .
مولوي محمد عمر خطابي
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه