عبادة بن صامت رضي الله عنه فرمايي : يوه ورځ نبي صلی الله علیه وسلم د روژې مياشتي ته نژدې وفرمايل: تاسو ته د روژې مياشت راغله ډېره د برکت مياشت ده، په دې مياشت کي الله جل جلاله ستاسو و لوري ته متوجه کېږي، رحمت نازلوي، ستاسو دعاوي قبلوي، ستاسو ګناهونه بخښي، ستاسو تنافس سيالۍ ته ګوري او پر ملائکو باندي فخر کوي. نو تاسو خپله نېکي د الله جل جلاله په وړاندي وښاياست. بدبخته هغه څوک دئ چي په دې مياشت کي هم د الله جل جلاله د رحمت څخه محروم سي. رواه الطبراني