سوال:که سړی د وینو د معایناتو د پاره په روژه کي وینه ورکړي ایا روژه يې په ماته یا مکروه کیږي او که یا ؟
د سوال کونکي نوم : احمدالله
جواب: د وینو په کښلو روژه نه ماتیږي دا که د حجامت په ډول وي او که د پیچکاري په ذریعه وي لکه څه ډول چي په لابراتوارونو کي د معایناتو د پاره د مریضانو څخه وینه اخیستل کیږي .امام بخاري د ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کوي : عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ صَائِمٌ .وایي نبي کریم صلی الله عليه وسلم وینه وکښله په دا سي حالت کي چي د نبي کریم صلی الله عليه وسلم روژه وه .
البته د داسي چا د پاره چي د وینو په کښلو کمزوری کیږي او یا دوني وینه کښل چي د روژاتي د کم واکۍ او ضعف سبب ګرځي بیا د وینو کښل کراهیت لري ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې وینا : أَفْطَرَ الْحَاجِمُ وَالْمَحْجُومُ ( رواه ابوداود عن ثوبان ) چي وایي د ویني کښونکي او هم د هغه کس چي وینه يې کښل کیږي روژه ماته سول دا حدیث ځني منسوخ ګڼي خو ځني علماء يې داسي مطلب او توجیه بیانوي چي دوئ دوا ړو خپلي روژې د ماتیدلو د خطر سره مخامخ کړې د وینی کښونکي څخه کیدلای شي وینه تېره سي او د کوم کس څخه چي وینه کښل کیږي هغه کېدلای سي د ضعف لکبله د روژې ماتولو ته اړ ایستل شي . خو داچي په صحیح روایاتو کي ثابته سوې ده چي نبي کریم صلی الله عليه وسلم د روژې په حالت کي وینه کښلې ده نو د وینو په کښولو روژه نه ماتیږي.
مولوي محمد عمر خطابي
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه