تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 23, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(پنځلسمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه 
             
د حَمْراءَ الاسد غزا
 
o د دې غزا چي د احد له غزا یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ شوې، سبب دا و چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر راغلی چي ابو سفیان غواړي پر مدینه یرغل وکړي او مسلمانان له یوه سره ختم کړي.
 
o نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بلال رضي الله عنه ته امر وکړ چي د دښمن مقابلې ته د وتلو اعلان وکړي، او دا یې وفرمایل چي یوازي هغه کسان به یې ملګرتیا کوي چي په احد کي د ګډون ویاړ لري.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دې چي ټپي و د احد غزا له غازیانو سره د دښمن مقابلې ته روان شو او مخکي تر حمراء الاسد پورې لاړ، هملته یې واړول او درې ورځي هملته پاتي شو.
 
o ابو سفیان چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې اقدام خبر شو، وېري واخست او بېرته مکي ته ستون شو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د چارشنبې په ورځ په داسي حال کي بېرته مدینې ته ستون شو، چي د احد غزا د پېښو په پایله کي د مسلمانانو څه ناڅه کمزورې شوې روحیه بېرته پیاوړې او هیبت یې اعاده شوی و. 
 
د ابو سَلَمَه رضي الله عنه سریه
 
o د څلورم هجري کال په محرم میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو سلمه د یوه پنځوس کسیز ګروپ په مشرۍ د طُلیحه بن خُویلد مقابلې ته واستاوه، ځکه طُلیحه پر مدینه د یرغل له پاره تیاري نیولې وه او خپل خلک یې راغونډ کړي وو.
 
د ابو سلمه رضي الله عنه وفات
 
o ابو سلمه رضي الله عنه چي له دې سریې بېرته ستون شو، هغه ټپ یې په بد واوښت چي د احد غزا په مهال یې خوړلی و او بالاخره ورنه مړ شو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوسلمه د وفات په مهال وفرمایل: «اللهم اغفر لأبي سلمة و ارفع درجته في المهدیین واخلُفه في عَقِبِه في الغابرین واغفر لنا وله یا رب العالمین» (رواه مسلم). ربه! ابي سلمه ته مغفرت وفرمایه او په خپل حضور کي یې د هغو کسانو په ډله کي وشمېره چي د حق دین لار دي ورښوولې او په جنت کي د لوړو درجو خاوندان دي، یا دا چي د هدایت شویو په ډله کي د ده درجه لوړه کړه او ته یې د هغو باقي او ژوندي پاتې شویو (اهل او اولادونو) خلیفه او پالونکی شې(چي بل چا ته اړ نه شي)، او اې د کائناتو ربه! ته موږ او هغه ته مغفرت وکړې.
 
د عبدالله بن أُنَیْس رضی الله عنه سرِیّه
 
o په څلورم هجري کال د محرم په میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن أُنَیْس رضي الله عنه د خالد بن سُفیان هُذَلِي د وژلو له پاره واستاوه، ځکه هغه پر مدینه د یرغل په موخه ډېر جنګیالي راغونډ او تیار کړي وو.
 
o عبدالله بن أُنیس رضي الله عنه وتوانید خالد بن سُفیان هُذَلِي ووژني، او د ده په مرګ سره د هغه له خوا پر مدینه د یرغل له پاره راټول شوي جنګیالان تیت او پرک شول.
 
o عبدالله بن أُنیس رضي الله عنه چي مدینې ته راستون شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په راتګ ډېر خوشاله شو، او ورته وې فرمایل: «أفْلَحَ الوَجْهُ». بریالی شوې او مراد دي پوره شو.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله لکړه (همسا) عبدالله بن أُنیس ته ورکړه او ورته وې فرمایل: «آیة –أي علامةـ بیني و بینک یوم القیامة». دا به د قیامت په ورځ زما او ستا تر منځ نښه (نښانه) وي (هلته به ستا د دې کارنامې په بدله کي له الله لوړي درجې درته وغواړم). او کله چي عبدالله بن أُنیس وفات شو دا مبارکه لکړه هم ورسره دفن شوه.
 
د رَجِیْع سَرِیّه
 
o د څلورم هجري کال په صفر میاشت کي رَجِیْع نومې سریه واقع شوه، په دې جګړه کي لس تنه اصحاب رضي الله عنهم د بنو لِحْیَان د غدر په پایله کي شهیدان شول، چي نبي صلی الله علیه وسلم سخت ورباندي خفه او دردمن شو.
 
د بِئْر مَعُونَة غمیزه
 
o د څلورم هجري کال په صفر میاشت کي د «بِئْر مَعُونَة» غمیزه یا «سریة القُرَّاء» پېښه وشوه، چي په ترڅ کي یې اویا تنه اصحاب رضي الله عنهم په شهادت ورسېدل، دا ځل له دې اصحابو رضي الله عنهم سره د رِعْل، ذکوان او عُصَیَّه قبیلو غدر او خیانت وکړ او په شهادت یې ورسول.
 
o د بِئْر مَعُونَة غمیزه د مسلمانانو له سترو غمیزو او مصیبتونو شمېرل کیږي، له همدې کبله وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پوره یوه میاشت قنوت دعاء ویله؛ هغو قبایلو ته یې ښېرې کولې چي له مسلمانانو سره یې غدر او خیانت کړی و.
 
د بَنِي نَضِیْر غزا
 
o د څلورم هجري کال په ربیع الاول میاشت کي د بَنِي نَضِیْر غزا وشوه، دا د یهودانو خلاف د مسلمانانو دوهمه غزا وه او لامل یې دا و چي دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو شنډه توطئه جوړه کړې وه او پلان یې درلود د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم په شهادت ورسوي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې یهودې قبیلې مېنې ته ورغی او هغوی یې هملته کلابند کړل، الله تعالی د یهودانو په زړونو کي وېره واچوله، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جوړې یا مصالحې په پایله کي له مدینې وشړل شول.
 
o یهودان له خپلو کورونو او ځمکو وشړل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا شرط ورباندي کيښود چي د وتلو په مهال به خپل دومره مالونه او سامانونه ورسره وړي چي د وړلو توان یې لري، خو د وسلو وړلو اجازه به نه لري.
 
o د حشر مبارک سورت د بَنِي نَضِیْر غزا په اړه نازل شوی دی او د دې غزا تفصیلات یې بیان کړي دي او د دې سورت د آیتونو په مفهوم تر هغې سم نه شې پوهیدی څو دې د دې غزا تفصیلات نه وي لوستي.
 
د بدر الآخرة غزا
 
o په څلورم هجري کال د شعبان په میاشت کي د بدر صغری یا بدر الآخرة (دوهم بدر) غزا وشوه، خو څرنګه چي جګړه په کي نه ده شوې، نو بدر صغری (د بدر وړه غزا) نومول شوې ده.
 
o دې غزا ته بدر المَوْعِد (د وعدې بدر) هم ویل کیږي ځکه ابوسفیان د احد غزا په پای کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا وعده ورکړې وه چي راتلونکی کال کي به بیا د بدر په سیمه کي سره جنګیږو او مخامخ کیږو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو زر پنځه سوه (۱۵۰۰) غازیانو سره له مدینې ووت، هلته ابوسفیان په داسي حال کي زړه نا زړه  له دوه زره کسانو سره له مکې را روان شو چي ښه وېري اخستی و.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم بدر ته ورسېد او د ابوسفیان په انتظار و، خو ابوسفیان چي کله د عُسفان سیمي ته ورسېد وېره یې زیاته شوه، الله تعالی یې پښې وښویولې، له همغه ځایه بېرته ستون شو او ملګري یې تیت وپرک شول.
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته