ليکنه: انفال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
که له عرفه پرته د اخلاقو معنا وګورو، د رويې او کړو وړو په معنا راځي. ښه کړنې ته ښه اخلاق او بدې کړنې ته بد اخلاق وايي. نو هغه ماشومان چې کړنه او رويه يې سمه وي، مؤدبه او با اخلاقه بلل کېږي او هغه ماشومان چې کړنې او اعمال يې ښه نه وي بداخلاقه او بې ادبه يې بولو.
ډېر کله زموږ د خلکو شکایت دا وي چې زموږ (دټولني) ماشومان بې ادبه دي، تربيه يې ښه نه ده او د اخلاقو له پلوه پاته دي. مګر که حقيقت ته ځير شو، په اصل کې زموږ ماشومان نه، بلکې په لږ استثنیْ زموږ ټولنه بد اخلاقه ده. کېدلی شي پر ځينو کسانو دا خبره سخته پرېوځي، مګر له حقيقت نه سترګې نه شو پټولی او دا حقيقت زموږ د ټولنې په ورځني ژوند کې ليدل کېږي.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: " مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ أَوْ يُمَجِّسَانِهِ ..."
ژباړه: داسي ماشوم نشته مګر چي پر فطري ايمان زېږېدلی وي، پس دده مور او پلار له هغه نه يهودي يا نصراني يا مجوسي جوړ کړي.
له دې حديث نه ښکاري، چي د ماشوم تربيه د هغه په ټولنه اړه لري. د ماشوم په يهودي کېدو، نصراني کېدو، مجوسي کېدو، بد اخلاقه او بې تربيه کېدو کي د ماشوم مور او پلار
هم پوره پوره پړ دي.
غلطې له انساني ژوند سره تړلې ده او هر انسان غلطې کوي، که څه هم غټ وي. خوله بده مرغه ډېر کله مور، پلار او د کورنۍ مشران پر ډېره یوه وړه غلطې هم ماشوم وهي او ترټي. که ددې پر ځای ماشوم په ارامه وپوهول شي او خپله غلطې ورته په ګوته شي، يو به ماشوم له بيا غلطې کولو نه وګرځي او بل به مو ماشوم ته د بښنې احساس ورکړی او صميميت ورښودلی وي.
که ماشومان مو په خبرو کې بې ادبې کوي، له مشرانو نه يې زده کوي، او زموږ په ټولنه کې دا يو عادي کار دی، چې مشران مو د ماشومانو و مخ ته کنځلې کوي. مشران د ماشومانو له سپين سترګۍ او بې حيايۍ نه سرټکوي، خو فلمونه، سريالونه او نور ټلويزوني پروګرامونه په ګډه ورسره ګوري. له نصوارو او سګريټو نه يې بد وړي، مګر ومخ ته يې بيا سګرېټ څکل او نصوار اچول عيب نه ګڼي.
د هر ماشوم زده کړه له خپلې ټولنې نه وي. که ټولنه مهذبه او مؤدبه وه، ماشومان يې مؤدبه کېږي. او که ماشومان بې ادبه وي د خپلې ټولني او کورنۍ نه متأثره دي.