د قهر چــــــــــــــــــاره
رالیږونکي : مسعود (حنفي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو هلک ډېر بد اخلاقه و؛ پر هر شي به غصه کېدی او کور به ئې جنجال جوړاوه؛ نو پلار ئې یو کېلو مېخونه راوړل او زوی ته ئې وویل: هر وخت چي په قهر سې، نو یو دانه مېخ په دېوال کي ټکوهه. زوی هم په اوله ورځ اووه دېرش مېخونه ټک وهل.
یوه هفته وروسته هلک ستړی سو. پلار ته یې وویل: بابا زه نور غصه نه کوم. پلار ئې ورته وویل: په هر وار غصه کنټرولولو (قابو کولو) سره بیرته یو مېخ د دېوال څخه راکاږه. هلک هم مېخونه ډېر ژر راوایستل. پلار هلک تر لاس ونیوی؛ دېوال ته ئې راوست او ورته وئې ویل: زویه! ستا غصه خو ختمه سوه؛ خو دېوال همهغسي سوری-سوری پاته دی. که ته د یو چا زړه آزار کړې او بیا زر ځله بخښنه وغواړې، د هغه انسان زړه به داسي وي، لکه دغه دېوال.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۱۷ ګڼه )
www.taleemulislam.net