تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بشر د ژغورني په پلمه د مسلمانو غولونه
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2017
  0

 درنو او د قدر وړ لوستونکو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

 
  دعدالت په معنا او مقصد نر او ښځه، لوئ او کوچنى ، عام او خاص ټول پوهيږي  او ټول بشريت په دې اند دئ چي په عدالت  د هغوئ ځان ، مال او عزت خوندي ساتل کېږي آن تر دې چي کفار هم عدالت خوښ لري ځکه نو د کفري نړۍ په هر ملک او وطن کي د محاکمو پر سر د عدالت نښان ليکل سوئ وي، خو څه چي موږ  يې غواړو په دې ځاى کي يې ستاسو سره شريک کړو هغه دا چي د عدالت لپاره تش نوم او د ترازو برابر نښان بسنه او کفايت نه کوي او په دې ډول عدالت د انسانانو ځان، مال او عزت نه سي خوندي کېدلاى .
 
            عدالت هغه مهال رښتنى عدالت ګڼل کېدلاى سي چي جرايم او جنايتونه لومړى و پېژندل سي او د هغو د پېژندني لپاره  صحيح تعريفونه  وضع سي او هم يې د اثبات لپاره  داسي کړنلاره او اصول وجود  ولري چي د جرم او جنايت  مرتکبين  په وپېژندل سي  او بيا دهمدې جنايت او جرم په تناسب سزا و مجرم ته ورکول سي .
 
            نن ورځ د کفري نړۍ طاغوتي حکومتونه د مسلمانانو په وړاندي  و خپلو ظلمونو او تېريو ته د مشروعيت ورکولو لپاره د فرعوني عدالت څخه کار اخلي  .
 
          آيا تاسو پوهېږئ چي فرعوني عدالت څه ته وايي ؟ راځئ چي لومړى د فرعون هغه نظام چي د ده په آند عدالتي نظام بلل کېده د قراني آيتونو په رڼا کي مطالعه کړو ترڅو دنن ورځي طاغوتي حکومتونه وپېژنو کوم چي د بشر د ژغورني او د بشر سره د خواخوږۍ په پلمه يې د مسلمانانو د وينو، مالونو او عزت لوټول ځانونو ته مباح او جايز کړي دي .
 
        دا به د واقعيت څخه ليري نه وي ، چي فرعون هم په خپل آند او عقيده ځان د بشر د حقونو مدافع باله او د بشر حقونو ته يې ډېر درناوى درلودئ، د بشر د سوکالۍ او امنيت لپاره يې خپل ټول دولتي  امکانات ، فوج  او لښکر په کار اچولي وه  او  د بشر لپاره يې د مځکي پر مخ داسي جنت جوړ کړئ وو چي د موسي  علیه السلام د الهي جنت مقابله يې په کوله  .
 
          څه مهال چي موسى علیه السلام خپل امت لره د توحيد بلنه ورکول او   ورته ويله يې چي تاسي د الله جل جلاله  وحدانيت او زما رسالت ومنئ نو الله جل جلاله  به تاسوته په آخرت کي جنتونه درکړي، داسي ښکلي جنتونه چي تر  ونو او قصرونو لاندي  به يې ويالې بهيږي ، فرعون بشريت د موسى  علیه السلام د متابعت څخه را ګرځاوه او داسي يې ورته ويل، چي  تاسو د موسى علیه السلام په خبرو مه تېروځئ، ځکه چي هغه د جنت تشي وعدې درکوي ، تاسي زما وحاکميت ته سرونه ټيټ کړئ  ، ځکه ما تاسو لره جنت جوړ کړئ دئ تاسي نه وينئ:
وَهَذِهِ الأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي)
او دا ويالې دي چي زما تر قصر لاندي بهيږي .
 
              د فرعون د دې وينا څخه چي په قران پاک کي يې حکايت سوئ دئ دا ثابته سوه چي فرعون پخپل آند د مځکي  پرمخ د بشريت لپاره جنت جوړ کړئ وو  خو دا چي د فرعون په آند بشر څوک وو، د کوم بشر د حقوقو درناوى يې کاوه او د کوم بشر لپاره يې د مځکي پرمخ  جنت جوړ کړئ وو ؟
 
            دا هغه پوښتني دي چي د نن ورځي د طاغوتي حکومتونو په هکله هم بايد مطرح سي ، تر څو د دې پوښتونو د جوابونو په ړنا کي مسلمانان د ننني فرعوني حکومتونو او د هغوى د پاره د خدمت کونکو ادارو د بشري حقوقو د درناوي او ژغورني په شعارونو  و نه غوليږي .
 
        د فرعون په آند يوازي فرعون، د فرعون درباريان او د فرعون خپل قوم (قبطيان) بشر بلل کېدل او د هغو د بشري حقوقو درناوي يې کاوه، ځکه نو په حکومتي يعني سياسي نظام کي يوازي قبطيانو ونډي اخيستې او حق يې لاره او بس ، په اقتصادي ډګرکي د قبطيانو شتمنۍ سپيني او مشروع شتمنۍ وې او بس ، د فرعون نظامي قوت ټول د قبطيانو څخه متشکل او جوړ سوئ  وو او بس. 
 
بني اسرائيل د فرعون په آند د بشريت د فهرست څخه ايستل سوي وه، نو ځکه هغوئ د بشر د ټولو حقونو څخه بي  برخي سوي وه،  نو پر همدې اساس هغوئ نه په سياسي چاروکي حق لاره  ترڅو د خپلو ارادو  مطابق سياسي نظام ولري او نه د شتمنۍ او ملکيت حق ورکول کېده بلکي د مريانو په څېر درانه  درانه کارونه په کول کېدل،  د قبطيانو  د خادمانو کار تري اخيستل کېده، تر داسي اندازې چي  موسى علیه السلام د فرعون څخه غوښتنه او مطالبه وکړل چي زه د الله جل جلاله  رسول يم بنو اسرائيل راپرېږده، چي د مصر څخه يې بل هيواد ته بوځم، خو فرعون دا اجازه لا هم نه ورکول، بنو اسرائيل د فرعون په آند د بشريت د حقوقو څخه دومره بې برخي ګڼل کېدل، چي د هغوئ ماشومانو ته يې لا هم د ژوند حق نه ورکول کېدئ په داسي حال کي چي د فرعون د واکمنۍ په ساحه کي دننه درندګانو لا هم د ژوند حق لاره، د درندګانو د بچيو د حالولو د پاره يې نفر نه وه ګمارلي .
 
     فرعون ته چي د خپلو جادو ګرانو لخوا وړاندوينه وسوه چي د بنو اسرائيلو د يوماشوم په لاس به ستا سلطنت او واکمني ړنګيږي نوده د خپلي واکمنۍ د بقا لپاره د بني اسرايلو په زرګونو  ماشومان حلال کړل.                                                                    
       فرعون د بشر و حقوقو ته  درناوى لرى ، د مځکي پر مخ يې جنت ورته جوړ کړئ وو خو بنواسرايل او د هغو و ماشومانو ته يې د حيوانانو په سترګه لا هم نه کتل نو ځکه  يې د جادو ګرانو د وړاندويني پر بنسټ بې شمېره ماشومان تر تېغ وايستل .
 
فرعون کله هم خپل دې غيرانساني عمل ته دهشتګردي نه ويل بلکي ځان يې د بشر ښه لارښود او د سوکالۍ غوښتونکى باله او  دا يې شعار وو : 
 
قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ (سورة  الغافر ايت ٢٩)
 
ژباړه : زه تاسو ته ( د موسى  علیه السلام د وژلو ) هغه سمه مشوره درکوم کوم چي زه يې لازمه ګڼم او  زه تاسو ته بېله سمي لاري څخه بله لار نه ښووم .
 
     
  موسى علیه السلام چي هم يې رسالت په معجزو  ثابت سوئ وو او هم يې فرعون ، قبطيان او بنو اسرايل د  الله جل جلاله  د وحدانيت ومنلو ته دعوتول ، فرعون يې د بنو اسرائيلو سره د ظلم کولو څخه را ګرځاوه  خو د همدې ټولو ښېګڼو سره فرعون هغه ته د نن ورځي د طاغوتي اصطلاح له مخي  توروريسټ وايه ، هغه يې فسادکار او واجب القتل باله  او خپل قوم او درباريانو ته يې ويل : ... ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى ...، تاسو ما پرېږدئ چي زه موسى ووژنم.  
 
       فرعون د موسي عليه السلام د وژلو د پاره دا دليل وړاندي کاوه :... 
 
إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ (سورة الغافر ايت ٢٦ ) 
 
ځکه زه بېرېږم چي موسى به ستاسو دين در بدل کړي او په ځمکه کي به فساد خپور کړي .
 
       همدا د فرعون عدالتي نظام او د بشر دوستۍ شعار وو، د فرعون د واکمنۍ په وړاندي د احتمالي ګواښ لکبله يې د بنو اسرايلو د زرګونو ماشومانو حلالول عدالت او  سبيل الرشاد يعني سمه لار ه بلل او موسى رسول الله يې فساد کار او واجب القتل باله ، دا ځکه چي فرعون د مځکي پر مخ واکمني يوازي د ځان حق باله او د ده په فکر او عقيده بنو اسرايل او د هغو ماشومان د بشر په فهرست کي ځاى نه درلودئ نو ځکه هغوئ نه د خپلي ارادې مطابق د سياسي نظام حق درلودئ او نه يې ځانونه او مالونه محترم او مصئون وه، د ننني عصر کفري طاغوتي حکومتونه د مسلمانانو په وړاندي کټ مټ هغه ډول سياست او تګلاره خپله کړې ده کوم چي فرعون او د هغه درباريانو د بني اسرايلو په وړاندي پلي کړې وه نو مسلمانانو ته پکار ده چي د هغوئ د عدالت او بشر دوستۍ په شعارونو و نه غوليږي او نه د هغوئ په پرېکړو يو مسلمان مجرم يا واجب القتل وبولي، مسلمان ته په کار ده چي حق او باطل د قران او نبوي سنتو په ړنا کي ځان ته معلوم کړي ، د فرعون سياست او تګلاره که څه هم د فرعون په آند سَبِيلَ الرَّشَادِ  وه خو د الهي عدالت او قرآني حکم په اساس خپله فرعون د دهشګردانو او وران کارانو څخه وو :
 
إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (سورة القصص ايت ٤)
يقينا فرعون د فسادکارانو څخه وو .
 
په درنښت اداره
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته